AIM-9 Sidewinder - سایډ وینډر

zakria rahimi
By -

 سایډ وینډر له مختلفو عناصرو جوړ توغندی دی هر عنصر یې مختلفو کمپنیو جوړ کړی. توغندی په څلور برخو وېشل شوی څلور برخې یې د هدایت سیستم، د هدف لټونکی، سروکی او راکټ موټور دي. د هدایت او کنټرول یونټ کې یې الیکترونیک او میکانیک شامل دي کوم چې توغندي ته د فعالیت وړتیا ورکوي. په سر کې د انفراریډ وړانګې (IR) لټونکی یا تعقیبونکی دی. په سر کې یې د څرخېدو وړ (reticle) دی - رېکټایل (reticle) په اپتیکي اله کې نرۍ کرښې یا فایبرونه وي د اپتیکي الې د سترګې په برخه کې کاریږي لکه په ټیلیسکوپ، مایکروسکوپ یا اوسیلوسکوپ کې د توکو موقیعیت پیدا کوي او یا یو څه کچه کوي. له دې پرته پکې ښیښه، پنځه سي ډي اېس حجرې، انځوریز سنسور (staring array)، الیکتریکي موټور، ارماتور (armature) وي؛ ټولې یادې برخې په یوه ښیښه اي ګنبځه کې وي.


له دې برخو وروسته هغه الیکترونیک موجود دي کوم چې مالومات راغونډوي، سګنالونه ژباړي، د کنټرول سګنالونه تولیدوي کوم چې توغندی هدایت کوي. د توغندي د ګیډې په نو کې د هدایت او کنټرول یونټ موجود وي کوم چې د توغېدو پر مهال ترې جلا کیږي او توغونکي کې پاتې کیږي. د اېل او اېم ورژن کوم چې هوایي ځواکونه کاروي په داخل کې ارګون بوتل لري تر څو په (5000 psi) کې تعقیبونکی سر سوړ کړي خو کوم چې سمندري ځواک کاروي په هغو کې د همدې موخې لپاره د نایټروجن بوتل کارېدلی وي، همداسې په (AIM-9X ) ورژن کې یې د تعقیبونکي د سر سړولو لپاره (Stirling cryo-engine )

نصب وي. همداسې دوه برېښنایي سرو ګانې (electric servo) پکې وي کومې چې وړو وزرو ته ځواک ورکوي تر څو توغندی هدایت کړي په (AIM-9X) ورژن کې یې سرو نشته. په (AIM-9X) ورژن کې د هدایت او کنټرول یونت وروسته یې حرارتي بېټرۍ یا د ګاز د دانو جنراتور وي تر څو بریښنایي ځواک لکه د برېښناي سرو ګانو په څېر تولید کړي.

بل د هدف لټونکی دی، څلور (IR emitters and detectors) دي، که چېرې هدف مخکې لور ته تګ کوي او دا الې یې د مخکې تګ موندنه وکړي نو د وسلې الې ته سګنال لېږدوي تر څو سروکی وچاودوي. په زړو ورژنونو کې د همدې موخې لپاره د (fuze) سیستم کارېدلی وو.

د (AIM-9H) ورژن یې ۱۱ کیلو ګرامه سروکی لري خو تر دې ټول مخکیني ورژنونه یې یوازې تر ۱۰ کیلو ګرامه پورې سروکی لري. که چېرې د ۱۱ کیلو ګرامه سروکی لرونکی په چورلکه کې نصب شي نو د څرخ پرې یې ماتولی شي او د هدف په ځان توغونکي ته مرګونی کیدای شي.

په توغندي کې (Mk36 solid-propellant rocket motor) ماشین نصب دی او د همدې راکټ په ذریعه مخکې تګ کوي. کم لوګی کوي او له همدې امله په نښه شوي هدف ته یې لیدنه او له توغندي ځان ژغورنه ستونزمنه وي. په همدې برخه کې (launch lugs) هم موجود وي - یادې برخې استوانه اي پایپ ته ورته شکل لري او توغندی د نصب کېدو په ځای (rail of the missile launcher) کې نیسي. په درې (launch lugs) کې یې دوه د اړیکې تکمې لري کومې چې په برېښنایي توګه (motor igniter) فعالوي.