له ډېر پخوا روم، وروسته عربو او مغولو، ترکانو، روسانو او انګلستان ټولو هڅه کړې چې په ایران برید وکړي او په وروستیو کې امریکا او اسرایلو هم څو ځلې هڅې کړي چې ایران کې خپل نفوذ ولري همداسې یې عراق هم یو وخت د همدې موخې لپاره کارولی وو.
که چېرې د ایران نقشې ته وګورئ نو درې لویې وچې اسیا، افریقا او اروپا له یو بل سره نښلوي.
د ایران په پولو کې، د خلیج فارس، عراق او ترکې په اوږدو کې د زګروس په نامه د غرونو لړۍ پرته ده. د غرونو دا لړۍ یې د بهرني یرغل پر ضد طبیعي خوندیتوب دی. په دې سیمه کې بې کچې زیاتې ډبرې دي او ترې تېرېدل اسانه چاره نه ده. په ۱۹۸۰ کې چې کله عراق په ایران برید وکړ نو د همدې غرونو له امله عراق ونه توانیده چې د ایران کومه سیمه ونیسي. عراق پلان لره چې لمړی د خوزستان سیمه ونیسي چېرې چې تېل پرېمانه دي او بیا د دې غرونو له لارې مرکزي ایران ته تګ وکړي تر څو د ایران لوی ښارونه ونیسي او پایله کې د ایران انقلاب نسکور کړي. عراق ډېره هڅه وکړه چې له زګروس غرونو هخوا واوړي خو هڅې یې له ماتې سره مخ شوې. د جګړې پرمهال برعکس ایران وتوانیده چې عراقیان شا تګ ته اړ کړي او د عراق ځینې برخې ونیسي خو عراق ته له ننوتلو پس د لوجیستیک او حمایې له ستونزې سره مخ شول ځکه چې د ایران د ښارونو او عراق پولې ترمنځ غرونه وو او د ایران پوځ ته مرسته رسول اسانه چاره نه وه.
د زګروس د غرونو لړۍ لاندې نقشه کې لیدلی شئ
د البورز غرونو د لړۍ نقشه لاندې کتلای شئ.
په ۱۹۴۸ کې ایران لمړی مسلمان هیواد وو چا چې اسرایل په رسمیت وپېژنده خو کله چې خومیني واک ته ورسېده اسرایل یې د ایران دښمن وګڼه او خپل ملاتړ یې له فلسطین اعلان کړ. د اسرایلو سفارت یې د فلسطین په سفارت بدل کړ. د ایران له انقلاب سره د ایران اړیکې یوازې له امریکا او اسرایلو سره خرابې نشوې بلکې عرب هیوادونو هم ویره پیدا کړه چې دا انقلاب به یې عربو هیوادونو ته خپور شي او بلاخره به د دوي پاچایانو ته زیان واړوي او همدا یې وجه وه چې ټولو عربو په ۱۹۸۲ کې د ایران پر ضد د صدام ملاتړ کوه. له دې جګړې پس ایران د خپلې بقا لپاره په فکر پیل وکړ او پایله کې یې داسې ډلې پیدا کړې کومې چې د اسرایلو او وهابیانو ضد دي او بلاخره یې د دوي ملاتړ پیل کړ لکه حماس په فلسطین کې، حزب الله په لبنان کې، فاطمیون په سوریه کې، البدر په عراق کې او حوثیان په یمن کې.




