یوازې په څو کلونو کې تر ۶ زره ډېر کلي له خلکو خالي شوي. لامل یې د ماشومانو زېږولو بې کچې ټیټ نرخ دی. مخکې په ټوله اروپا کې ایټالیا د ګڼو کورنیو له امله نوم لره خو اوس ممکن ډېر نږدې راتلونکې کې د نفوس د کموالي له امله له اقتصادي زوال سره مخ شي، نږدې راتلونکې کې ممکن نور د خپل پوځ لپاره ځوانان ونلري او د شرکتونو لپاره کار کوونکي ونه لري.
اوسمهال ایټالیا کې ۲۴ % نفوس تر ۶۵ کلونو زیات عمر لري او دا فیصدي په دوامداره توګه زیاتېدونکې ده. تقریبا سل کاله وړاندې د ایټالیا ډېری خلک بزګر وو او له همدې امله کورنیو زیات بچیان زېږول تر څو د کرنې په چارو کې له کورنۍ سره مرسته وکړي. له بزګري وروسته ایټالیا په صنعتي هیواد بدله شوه، صنعت کې د کرنې د حاصل ځای معاش ونیوه او په تېر وخت کې، په کرنه کې چې څومره ګټه پنځه بچیانو کوله په صنعت کې همدا ګټه دوه بچیانو کولای شوه نو له همدې امله خلکو بچیان کم کړل. له دوېمې نړیواله جګړې وروسته ایټالیا د ټولنیزې هوساینې سیستم تاسیس کړ، په دې سیستم کې بچیان نور د مور او پلار مسولیت نه وو او مسولیت یې د دولت په غاړه وو. د بچیانو د زکړو او روغتیا بودیجه دولت ورکوله. دې چارې له ۱۹۵۰ څخه د نفوس کمولو کې ونډه واخیسته ځکه چې خلکو نور بچیانو ته د نفقې پیدا کولو لپاره اړتیا نه لرله او له بلې خوا بې بچیانو ژوند کې یې ازادي لرله او د اولاد مسولیت نه وو ورلغاړې.
د بچیانو نه زېږولو بل لامل دا دی چې کله یوه مېرمن ایټالیا کې کار کوي نو په تړون کې یې دا لیکلي وي چې کله یوه مېرمن اومیدواره کیږي نو سملاسي یې اداره له کاره وېستلی شي. په ایټالیا کې ۴۱ % کار کوونکې مېرمنې دي نو په دې ډول پالیسي کې ممکن ډېرې کمې مېرمنې اومیدواره کېدو ته زړه ښه کړي. د نفوس د کمېدو بل لامل دا دی چې د نورو هیوادونو په څېر ایټالیا هغه ماشوم ته کوم چې ایټالیا کې پیدا کیږي او مور او پلار یې کډوال وي په اتومات توګه تابعیت نه ورکوي. او همدا یې لامل دی چې ډېر کډوال په ایټالیا کې نه پاتې کیږي او اکثریت یې د اروپا شمال او لوېدیځ ته تګ کوي. ایټالیا اوس وخت کې خپلو قوانینو ته کتنه کوي تر څو سمون او بدلون پکې راولي او کډوالو ته د پاتې کېدو زمینه برابره کړي، که چېرې کډوال ایټالیا کې پاتې نشي نو ډېر ژر به پکې د کار لپاره خلک نه وي او یوازې تقاوت شوي کسان به موجود وي. همداسې به یې د روغتیا سیستم هم له بحران سره مخ وي ځکه چې د دومره ګڼ شمېر زیات عمرو پاملرنه به نشي کولای.
تقریبا ۷۰ % ایټالویان کوم چې له ۱۸ تر ۳۴ کلونو پورې عمر کې دي مصارف یې د مور او پلار په غاړه دي، لامل یې دا دی چې تر ۴۳ % دندې په ایټالیا کې موقتي دي. د دې لامل په تېرو لسو کالو کې درې اقتصادي رکودونه دي. د ځوانانو لپاره مالي مستقل کېدنه اسانه چاره نه ده او له همدې امله واده کول یا بچیان زېږول ځنډوي.
مخکې سویډن هم له ورته حالت سره مخ وو خو د سوېډن حکومت مور او پلار ته د اولاد په سر د پیسو ورکول اعلان کړل او له همدې امله د هوساینې لپاره خلکو بچیانو زېږولو ته مخه کړه. همداسې مور او پلار له اولاد زېږولو پس ۱۶ میاشتې د رخصتي حق لري او د یادې رخصتي پرمهال معاش هم ورکول کیږي.

