د ډرېک په نامه د انترکتیکا او سوېلې امریکا ترمنځ سمندر کې لار ولې خطرناکه ده او ولې د پاناما کانال جوړ شوی ؟

zakria rahimi
By -

 لاندې نقشه کې پورته لور کې د سوېلې امریکا کېپ هارن او لاندې انترکتیکا موجوده ده، ترمنځ یې لارې ته ډرېک لار وایي.


اوس لاندې نقشه کې تاسې د پاناما کانال ګورئ، یاد کانال یوازې د لارې د لنډولو لپاره نه دی جوړ شوی، جوړونه یې نور لاملونه هم لري. ټولو لاملونو ته یې لاندې کتنه کوو.

د ډریک د لارې سور یا بر ۶۲۰ مایله دی ارام سمندر او د سوېل سمندر له اتلانتیک سمندر سره یو کوي. په ۱۵ پېړۍ کې د انګلستان یو سمندري غل د فرانسیس ډرېک په نامه په اتلانتیک سمندر کې غلاوې کولې. په دې موده کې انګلستان او هسپانیا د نړۍ د تسلط په سر خپله کې سیالي کوله. فرانسیس ډرېک یو عام سمندري غل نه وو بلکې د انګلستان پاچايي یې په مستقیم ډول ملاتړ کوه. دنده یې د افریقایانو لوټل او له نیولو پس د انګریزانو غلامان کول وو. د فرانسیس ډریک له فعالیت انګریزان ډېر خوښ وو او له همدې امله یې پرېکړه وکړه چې ډرېک سوېلې امریکا ته ولیږي تر څو په سیمه کې د هسپانیا تسلط ته زیان واړوي. پلان داسې وو چې د سوېلې امریکا له ختیځې څنډې برید پیل کړي او په هرې سیمې بریدونو ته ادامه ورکړي او پایله کې دا ټوله سیمه د انګریزانو په مستعمرې بدله کړي د جوړ کړي پلان نقشه یې لاندې وګورئ


د ۱۵۷۷ په ډسمبر کې ډرېک له ۲۰۰ کسانو سره په ۵ کیشتیو کې روان شو. د ۱۵۸۸ په اپریل میاشت کې ارجنټینا ته ورسېده، دې سیمې کې یې د خپلې ډلې ترمنځ د یو بل پر ضد بغاوت رامنځته شو او بلاخره ډرېک اړ شو چې څلوېښت بغاوت کوونکي په ارجنټینا کې ووژني. له دې پس یې خپل سفر ته ادامه ورکړه او له تنګي تېر شو خو کله چې ارام سمندر ته داخل شو نو له توپان سره مخ شو. د توپان له امله درېواړه کیشتۍ له یو بل جلا شوې، یوې یې فکر وکړ چې ممکن ډرېک توپان کې ډوب شوی وي او پرېکړه یې وکړه چې بېرته د تنګي له لارې انګلستان ته ولاړه شي، دوېمه یې توپان د ډرېک لارې ته یوړه، ډرېک هم همدې لارې ته د نورو کیشتیو په لټون پسې ولاړ خو کله یې چې سیمه کې توپاني سمندر ولیده نو بېرته یې د وتلو په اړه پرېکړه وکړه. ډرېک بېرته انګلستان ته د ګرځېدو په ځای د سمندر د توپان د ویرې له امله سن فرانسیسکو ته ولاړ. دا چې ډرېک په لمړي ځل دا لار موندلې نو له همدې امله د ډرېک نوم ورکړل شوی.

ډرېک خلکو ته وویل چې له سمندر هخوا ممکن بله لویه وچه موجوده وي مطلب یې انترکتیکا وه، تر دې مخکې هم یونانیانو انترکتیکا پېژندله او ټېرا اوسټرالیس انکوګنیتو نوم یې پرې ایښی وو - مانا یې په سوېل کې ناپېژندل شوې ځمکه ده خو تر دې دمه هیچا هم انترکتیکا په خپلو سترګو نه وه لیدلې. په ۱۷ پېړۍ کې د انګلستان کیپټن کوک هڅه وکړه چې انترکتیکا ته ولاړ شي. کوک له ټول اتلانتیک سمندر تېر شو او بیا د سوېل سمندر ته داخل شو خو انترکتیکا یې ونه کتله، کله چې بېرته ګرځېده نو کیشتۍ یې د ډرېک د لارې په څپو کې بنده پاتې شوه. له ډېرو هڅو وروسته وتوانیده چې له څپو ځان وباسي. کوک په سمندر کې لویه تجربه لرله خو بیا یې هم د ډرېک لارې ته له دوېم ځل تلو انکار وکړ.

اوس پوښتنه دا ده چې د ډرېک لار ولې دومره خطرناکه ده ؟ په دې سیمه کې د انترکتیکا سړې اوبه د اتلانتیک سمندر له تودو اوبو سره یو کیږي او د یو ځای کېدنې له امله یې د اوبو د بهېدنې سرعت دوه سوه میلیونه مکعب یارډ ته په یوه ثانیه کې رسیږي. په دې سرعت کې د څپو لوړوالی تر ۶۰ فټه پورې رسیږي. په ورته وخت کې د اوبو یو ځای کېدنه ګرداوې هم رامنځته کوي. د هوا تودوخه هم تر منفي پنځه سانتي ګرادو پورې وي. دې ټولو ته په کتو کیپټن کوک نړۍ ته وویل چې انترکتیکا ته له سفر کولو ډډه وکړي.

د ۲۰ پېړۍ پیل کې خلکو د نړۍ د هرې برخې د موندنې هڅې پیل کړې. په ۱۹۱۴ کې ارنېسټ شکلټن پرېکړه وکړه چې انترکتیکا ته ولاړ شي. کله چې له اتلانتیک سمندر تېر شو او د ډرېک لارې ته ورسېده نو د ډرېک د لارې څپو یې کیشتۍ د انترکتیکا په لور ټیل وهله. پایله کې یې بېړۍ زیان ولیده او ارنېسټ اړ شو چې شل کسان په انترکتیکا کې کوز کړي او خپله له پنځه کسانو سره په وړې کیشتۍ کې کومه چې په لویو بېړیو کې د ژغورنې لپاره موجوده وي نږدې ټاپو ولټوي او هلته له خلکو مرسته وغواړي. د سمندر په منځ کې له میاشتو پس یې د سوېل جورجیا ټاپو پیدا کړ. او بلاخره له درې میاشتو پس یې انترکتیکا کې پریښي ملګري وژغورل.

د ۲۰۱۲ کال په اپریل کې د برازیل یو سوداګر په کروز کیشتۍ کې د ډرېک له لارې تېرېده. دې سیمې ته د سفر موخه یې مستند جوړول وو. د ډرېک لار کې څپو یې کیشتۍ یوړه او انترکتیکا ته یې ورسوله. دا چې رادیو یا مخابرې یې کار کوه نو له چیلي یې د ژغورنې لپاره مرسته وغوښته. خو هوا په سمندر کې ډېره خرابه وه نو ژغورنې یې څلور ورځې وخت واخیست.
سمندري بېړۍ په دې لار له سفر کولو ډډه کوي او په ځای یې ماجېلان تنګی کاروي د ماجېلان تنګي نقشه لاندې کتلای شئ. کله چې د پاناما کانال جوړ شو نو نور بېړیو د ماجېلان تنګي له لارې تګ راتګ بس کړ او د پاناما تنګی کارول یې پیل کړل.



Tags: