د کشف لپاره بې پیلوټه چورلکه ده. لمړۍ الوتنه یې د ۲۰۱۹ کال د نومبر په ۸ نېټه ترسره کړې. تولید شوې خو کارونې ته تر اوسه نه ده سپارل شوې. د طرحې بنسټ یې د کبري جي ۲ چورلکې دی. د تولید لپاره یې تړون د فرانسې سمندري ځواک په ۲۰۱۷ کال کې له اېربس هیلیکوپټرز شرکت سره لاسلیک کړی. د فرانسې له (Mistral-class amphibious assault ship) بېړۍ او جنګي بېړیو عملیات ترسره کولای شي.
ځانګړنې
د وزن ظرفیت : تر ۱۰۰ کیلو ګرامه پورې توکي انتقالولای شي
اوږدوالی : ۶.۲ متره
سور : ۱.۲۴ متره
لوړوالی : ۲.۲۸ متره
د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۷۰۰ کیلو ګرامه
د تیلو ظرفیت : ۱۸۵ لیتره
ماشین : یو (Thielert Centurion 2.0 diesel engine) ماشین پکې نصب دی
سرعت : په ساعت کې ۲۲۰ کیلو متره

