د کورټیزول د زیاتې کچې له امله

zakria rahimi
By -

  د ویټامین ډي کمښت

ډېری کسان چې کله ازموینه وکړي نو بدن کې یې ویټامین ډي کم وي، په ورته وخت کې دا کسان ویټامین ډي هم کاروي او خواړه یې هم ښه وي خو د ویټامین ډي د نه جذب کېدو یو ستر لامل په دې کسانو کې د سټرس د هورمون یا کورټیزول د زیاتې کچې ترشح کېدنه وي. په بدن کې د سټرس له امله د زیات کورټیزول شتون ګېډه کې د شحم یا چربي زخیره کېدو لامل هم کیږي. که چېرې ستاسې بدن کې د اډرېنل مرغړيو فعالیت سم وي نو د ویټامین ډي د ترلاسه کولو لپاره د ویټامین ډي لوړ ډوز او زیات د لمر پیتاوي ته اړتیا نه لرئ.

خوب، کورټیزول او د ګېډې چربي
ولې خلک نشي ویده کېدلی ؟ عمومي لامل یې ځکه چې بدن کې یې پخوانۍ د سټرس انرژي موجوده وي او د سټرس دا انرژي ممکن له پخواني ټپ، عفونیت یا کوم بل لامله وي. سټرس مو بدن کې د سټرس د هورمون د ازادېدو لامل کیږي او د یاد هورمون موجودیت تاسې ارام کولو ته په ډېره ستړیا کې هم نه پرېږدي.

دوېمه لویه ستونزه مثانه ده، مثانه تاسې ډېر وخت له خوبه ویښوي تر څو یې خالي کړئ او دا هم ډېری وخت د سټرس له هورمون سره تړاو لري. د خوب د خرابېدو بل لامل د کلسیم کموالی وي، د کلسیم کموالی هم ډېری وخت له اسیدي ادرارو رامنځته کیږي. که چېرې تاسې ډېر اسید لرونکي خواړه وخورئ نو له بدن څخه مو کلسیم تخلیه کوي یا مو بدن له کلسیم خالي کوي.
همداسې که چېرې مو د کورټیزول کچه بدن کې زیاته وي نو بدن مو له کلسیم خالي کوي. په داسې حالت کې د انسان زهن ستړی وي خو ارام نشي کولای. که چېرې سم خوب کول غواړئ نو له ویده کېدو مخکې کلسیم لکټېټ وخورئ.

کلسیم د ماشومانو د خوب او ټولې روغتیا لپاره هم ګټور وي. د خوب د خرابېدو بل لامل په شپه کې د ماشومانو له خوبه ویښېدل دي، که چېرې مو ماشومانو ته هم له ویده کېدو مخکې ډېره کمه اندازه کلسیم ورکړئ نو د روغتیا ترڅنګ خوب کې هم ښه والی رامنځته کوي.

کله چې تاسې داسې حالت کې وی کوم چې ستاسې زهن سټرس کوي نو بدن مو د بي ۱ ویټامین په کارولو پیل کوي او ستاسې بدن ترې خالي کوي. که چېرې تاسې بي ۱ وکاروئ نو سټرس کې مو کموالی رامنځته کوي.
کورټیزول او پړسوب
کورټیزول د سټرس هورمون دی خو په ورته وخت کې د پړسوب ضد په توګه هم کار کوي. که چېرې یو کس په خپل اډرینل مرغړیو کې ستونزه ولري او مرغړي یې کم کورټیزول هورمون تولید کړي نو د بدن زیاتو برخو کې یې پړسوب پیدا کیږي. که چېرې انسان اوږدمهاله سټرس ولري نو بدن یې د کورټیزول له کمي سره مخ کیږي او تر ډېره امکان لري چې په فایبرومایالجیا اخته شي.
کورټیزول د اینسولین په څېر دی، ممکن ستاسې بدن کې ډېر هورمون موجود وي خو اخذ کوونکي یې نه اخذ کوي. کله چې بدن اوږد مهاله سټرس سره مخ وي نو بدن د د کورټیزول د اخذ کوونکو د اخذ کوونې وړتیا کموي. کوم کسان چې په اډرینل مرغړیو کې ستونزه ولري نو ډېری وخت یې د پوزې سینوس برخه کې حساسیت رامنځته کیږي. کوم کسان چې په سینوس کې حساسیت لري ویټامین اي، ویټامین اې او ویټامین سي یې د پوزې روغتیا کې مرسته کولای شي.
که چېرې د یو کس اډرېنل مرغړي د کورټیزول په ترشح کې ستونزه ولري نو عضلات یې ورسره کمزوري کیږي، هډوکو کې یې ستونزې پیدا کیږي، د وینې فشار یې ورسره لوړیږي او د شپې خوب یې ورسره خرابیږي.




Tags: