کېمو تېراپي د ځینو کسانو لپاره اغیزمنه درملنه وي خو د نورو لپاره هغسې نه وي لکه چې تمه یې کیږي. که چېرې د یو ناروغ لپاره کېمو اغیزمنه درملنه نه وي نو په ایمیونو تېراپي یا وړانګو درملنې ته مخه کولای شي. کېمو تېراپي کولای شي سرطاني حجرې مړې کړي او د سرطان د خپرېدو مخه ونیسي خو د هر کس لپاره کېمو کار نه کوي ځکه چې د سرطان ځینې ډولونه تر نورو له کېمو سره مقاومت کوونکي وي.
کله چې کېمو کار نه کوي علایم یې :
- تومور د ودې حال کې وي
- نوی تومور د جوړېدو حال کې وي
- سرطان نویو برخو ته د خپرېدو حال کې وي
کېمو څومره وخت کې کار کوي ؟
معمولا کېمو د څو اونیو، میاشتو او یا کلونو په موده کې ورکول کیږي. وخت یې د سرطان له ډول سره تړاو لري، د کېمو تېراپي له ډول سره تړاو لري او کېمو ته د سرطان له غبرګون سره تړاو لري. له دې پرته لاندې یاد شوي هم د کېمو په اغیز کې خپل اړین رول لري :
- د سرطان د تشخیص پر مهال د سرطان پړاو
- د سرطان پخوانۍ درملنه
- عمر او د ټولې روغتیا حالت
- له علایمو سره د مقاومت وړتیا
د درملنې په اوږدو کې، د وینې د حجرو له شمېر سره، د بدن په غړو له بد اغیز سره او جدي جانبي عوارضو سره کېمو په تطابق کې کیږي. کېمو تېراپي ممکن د درملنې په پیل کې ورکړل شي، ممکن د درملنې په پای کې ورکړل شي او یا هم له نورې درملنې سره یو ځای وي، کارونه یې له ځانګړو حالتونو سره تړاو لري.
هدف کوونکې درملنې : اوسمهال د سرطان د هر ډول لپاره کار نه کوي او ممکن په هر هېواد کې هم نشته وي خو د درملنه یې لاندې یاد شوي ممکن کوي :
- ایمني سیستم سره مرسته تر څو سرطاني حجرې پیدا کړي
- سرطاني حجرو ته وېش او خپرېدل ستونزمن کوي
- د سرطاني حجرو لپاره د وینې د رګونو د جوړېدو مخنیوی کوي تر څو حجرې وده ونه کړي
- په مستقیمه توګه هدف شوې حجرې له منځه وړي
- د سرطاني حجرو مخنیوی کوي تر څو هغو هورمونونو ته لاسرسی ونه لري کوم یې چې وده کې مرسته کوي
اېمیونو تېراپي
بیولوجیکي درملنه هم ورته وایي. په دې درملنه کې د ایمني سیستم ځواک کارول کیږي تر څو سرطان له منځه یوسي. د درملنې طریقې یې لاندې یادې شوي.
adoptive cell transfer
Bacillus Calmette-Guérin
checkpoint inhibitors
cytokines
monoclonal antibodies
treatment vaccines
د هورمون په بندولو یا کمولو درملنه
د سرطان ځینې ډولونه کومو کې چې د تیانو سرطان او د پروستات سرطان هم شامل دي په هورمونونو تغذیه کیږي. د هورمون درملنې ته د اینډورسین درملنه هم وایي. په دې درملنه کې هورمون یا بلاک کیږي او یا یې تولید بدن کې کمیږي تر څو سرطان په ولږه له منځه یوسي.
په وړانګو درملنه
د وړانګو لوړ ډوز کولای شي سرطاني حجرې له منځه یوسي. په وړانګو درملنه د کېمو تېراپي په څېر سیستماتیکه نه وي خو په هدف شوې برخه کې د تومور وده ورو کولای او له منځه یې وړلای شي او یاده چاره علایم او درد کمولی او ارامولای شي.
اوس که چېرې تاسې پوهېدل غواړئ چې کېمو تېراپي ستاسې لپاره اغېزمنه درملنه ده او که نه، د پوهېدو لپاره لاندې لارې چارې ترسره کړئ :
تر ټولو لمړی له ډاکټر سره وخت واخلئ او د وخت اخیستو پرمهال مو موخه هم ورته ووایئ. کله مو چې ډاکټر سره لیدل نو لاندې پوښتنې له ځان سره لیکلې یوسئ او د ډاکټر ځوابونه هم لنډ ولیکئ.
- زما سرطان څومره پرمختللی دی ؟
- له کېمو تېراپي پس او یا له کېمو تېراپي پرته زما د ژوندي پاتې کېدو تمه څومره ده ؟
- که چېرې زه کېموتېراپي ته ادامه ورکړم نو د کومې پایلې تمه باید ولرم ؟
- څرنګه پوهېدلای شم چې کېمو تېراپي نوره زما لپاره اغیزمنه درملنه نه ده ؟ او کومې اضامي ازموینې پرې له مونږ سره پوهېدو کې مرسته کوي ؟
- د کېمو د درملو ډول باید بدل کړو ؟ که هو نو څومره وخت کې پوهېدای شو چې دوېم ډول یې اغیزمنه درملنه ده ؟
- بدیله درملنه هم شته بد اغیز او ګټې یې څه دي ؟
- نوي جوړ شوي درمل شته او زه کولای شم په ځان یې تجربه کړم ؟
د ډاکټر له ځوابونو وروسته ممکن ته خپل احساس او احساسات هم وارزوې او هم د کورنۍ د نږدې غړو سره هم مشوره وکړې.

