استرالیا مخکې د نړۍ په شتمنو هیوادونو کې شمېرل کېده، تر ټولو غوره معاشونه یې لرل او د ژوند معیار پکې ډېر لوړ وو. له دې پرته استرالیا ښکلې سمندر غاړې، ژوي لکه کانګرو، پایتان ښامار، تور ماران او ځینې نور ژوي لري کوم چې یوازې په استرالیا کې پیدا کیږي. د هند په سمندرګي کې واقع ده او د اوبو لویې تنې له نورې نړۍ جلا کړې. د استرالیا ۹۰ % نفوس د سمندر غاړو په لویو ښارونو کې مېشت دی او تقریبا لویه برخه یې یوازې دښتې، سارا ګانې او غرونه دي.
استرالیا کې یوازې په دې شنې برخه کې یې انسانان ژوند کوي نوره ټوله برخه یې صحرا (سارا) ځنګل او غرونه دي.
د ویلیم جان په نامه هالنډی په ۱۶۰۶ کې اندونیزیا ته په کیشتۍ کې تللی وو او کله چې بېرته راګرځېده نو توپان یې کیشتۍ د استرالیا لور ته یوړه او له توپان پس چې کله منزل ته ورسېده نو خپله موندنه یې خپل هیواد ته راپور کړه. خو تر ۱۷۷۰ کال پورې استرالیا ته چا تګ ونه کړ او په همدې کال کې د انګلستان موندونکي کیپټن جیمز کوک له خپل ټیم سره استرالیا وموندله او د استرالیا په لویدیځ کې له کیشتۍ پیاده شول خو د سیمې له هندیانو سره مخ شول او هغوي پرې د غشو بریدونه او د جیمز کوک د ډلې لخوا د ټوپکو بریدونه پیل شو. د جګړې پایله کې انګریزانو شاتګ وکړ او له سیمې بېرته ولاړل. اته کاله وروسته کیپټن ارتور فیلیپس له درې سوه کسانو او وسلو سره د استرلیا په لویدیځې سمندر غاړې کې پیاده شو ا وبلاخره یې دا سیمه ونیوله. دوي هڅه وکړه چې د لویدیځ لور ته هم تګ وکړي خو د سارا له خرابې هوا او تندې سره مخ شول.
په ۱۸۵۱ کې، له اوسني سیډني ښار څخه ۲۱۰ کیلو متره لرې د باترسټ په نامه کلي کې د سرو زرو کان وموندل شو. له موندنې پس تر ۲۰ کالو پورې د نړۍ ۴۰ % سره زر د استرلیا له همدې کان څخه ترلاسه کېدل او دا ټول د بېړیو له لارې انګلستان ته وړل کېدل او د انګلستان حکومت د خپلې کرنسي (پونډ) د قیمت ساتنې لپاره کارول. د همدې ۲۰ کالو موده کې له اروپا او امریکا ډېری خلک استرالیا ته ولاړل او د سرو زرو کانونو کې یې کار پیل کړ. په ۱۸۵۱ کې د استرلیا ټول نفوس څلور نیمه لکه کسان وو خو شل کاله وروسته په ۱۸۲۱ کې ۱.۷ میلیونه ته رسېدلی وو.
له ۱۸۷۱ څخه تر ۱۹۰۰ پورې استرالیا په شپږ کالونیو کې وېشل شوې وه. په ۱۹۰۱ کې دا کالونۍ سره یو شوې او د کمان ویلت استرالیا په نامه هیواد یې جوړ کړ. د کالونیو وېش یې پورته انځور کې لیدلی شئ.
په دې وخت کې یوازې سپین پوستو استرالیا ته د کډوالي اجازه لرله او تر ۶۰ کالو لپاره همدې پالیسي ادامه لرله، په ۱۹۶۶ کې دا پالیسي لغوه شوه او کډوالي د پوستکي د رنګ په ځای د وړتیا پر بنسټ شوه. له دې چارې سره ډېری خلک له چین، منځني ختیځ، هند او داسې نورو هیوادونو استرالیا ته کډوال کېدنه پیل کړه او تر ننه پورې دا چاره ادامه لري.
ډېری خلک ممکن دا فکر ولري چې دومره لوی خالي ځای لري نو کورنه به هم پکې ډېر ارزانه وي. په استرالیا کې د کور لرل د هوساینې نښه او ملي هویت دی. په ۲۱ پېړۍ کې هم استرالیایان هڅه کوي چې خپل کور ولري خو دا خوب یې د وخت له تېرېدو سره یوازې په فکر او خیال بدلېدونکی دی او لامل یې لاندې یاد شوی :
په ۱۹۷۰ کې د یو کال معاش تقریبا ۴۲۰۰ ډالر وو او د یو کور قیمت تقریبا ۱۸۷۰۰ ډالر وو. په ۲۰۲۴ کې د یو کال معاش ۷۴۰۰۰ ډالر وو کوم چې د ۱۹۷۰ کال له معاش ۱۷ ځلې زیات دی خو د کور قیمت اوسمهال ۱۵۰۰۰۰۰ دی کوم چې له ۱۹۷۰ کال څخه ۸۰ ځلې زیات دی. په دې مانا چې که چېرې یو کس د ۲۰ کالو لپاره هم خپل ټول معاش وساتي نو یو نورمال کور پرې نشي اخیستلای. کوم کسان چې ډېر لوړ معاش هم لري د استرالیا له کورونو څخه یوازې ۱۳ % کورونه اخیستلای شي او ډېری وخت یې قیمت هم د بانک په پور ادا کوي او همدا لامل دی چې استرالیا یو په هغو هیوادونو کې دی د کوم چې د وګړو لویه برخه د بانکونو پوروړي دي.
په استرالیا کې هر کال د ۴۰۰ زره کسانو نفوس زیاتیږي. د نفوس د زیاتېدنې لامل یې کډوالي ده او ډېری کډوال ورته له سوېلې اسیا او چین راځي. کډوالي د کورونو د کموالي او د قیمت زیاتېدنې دوېم لامل دی. د استرالیا د اقتصاد ۱۷ % بهرني محصلین جوړوي، دا محصلین چې کله خپله ماستري یا دوکتورا پای ته ورسوي او د زدکړو لپاره وی فیسبونه ادا کړي نو دوېم ګام کې تر لاسه کړې وړتیا باندې د استرالیا صنعت لویه ګټه رسوي. له زدکړو پس هلته دنده پیدا کړي او بېرته خپلو هیوادونو ته نه ستنیږي او له همدې امله استرالیا د دې کډوالو په راتګ بندیز نه لګوي. استرالیا اوسمهال په دې هڅه کې ده چې په خپلو ساراګانو کې بندونه جوړ کړي او د دې بندونو له لارې خپلو وچو ځمکو ته اوبه ورسوي او ځمکه کې یې ابادي او پراختیا ممکنه کړي. د بندونو لپاره د سارا نقشه لاندې کتلای شئ.
د استرالیا د اقتصاد جوړونکو کې لویه برخه د پاکستان د سیاسیونو او پوځي افسرانو او جنرالانو بچیان دي کوم چې د پاکستان د سرمایې لویه برخه بهر انتقالوي او د خپلو کورنیو د غړو په نوم پرې بلډینګونه، شرکتونه او کاروبارونه اخلي او په ورته وخت کې دا سرمایه د خپلو بچیانو د زدکړو لپاره کاروي دوېم ګام کې چین دی او درېم ګام کې هند دی.



