Broadgilled hagfish - د پراخو برانشونو لرونکي هګ کبان

zakria rahimi
By -

  د نیوزلنډ هګ کب نوم هم ورته اخلي. په ماوري ژبه کې د ټوېر په نوم یادیږي. د چاتم ټاپو ګانو او نیوز لنډ چار چاپېره سیمه کې پیدا کېدونکی هګ کب دی. د استرالیا د سوېل او ختیځ سمندر غاړو کې هم شته دي. له ۱ تر ۹۰۰ متره ژورو اوبو کې ژوند کوي.


مارکب ته ورته بدن لري، په ملا کې تاج ته ورته وزر نه لري. د لکۍ پای یې پراخ پایډل ته ورته وي. رنګ یې خړ نسواري وي او په همدې رنګ کې د سور ګلابي او یا نیله رنګ سوری موجود وي. د سر کوپړۍ لري خو ژامې او ریښتینی شمزی نه لري. اسکلیټ یې له کرپندوکي جوړ دی. د خولې چار چاپېره یې ۶ برېتونو ته ورته ډنډري موجود وي. د خولې داخلې کې یې د غاښونو لپاره قاب وي او له کراټین جوړ د غاښونو صفونه پکې وي. د برانشونو لپاره اووه جوړه کڅوړې لري. د وړو بچیانو رنګ یې د بلوغ ته رسېدلي په پرتله روښانه وي.

ښځه یې چې کله تر ۴۱۲ ملي متره اوږدوالي پورې ورسیږي نو جنسي بلوغ ته رسیږي خو نر یې بیا په ۵۸۵ ملي متره اوږدوالی کې جنسي بلوغ ته رسېدای شي. له بلوغ ته رسېدو پس په ۳ کالو کې تر ۳۰ پورې هګۍ کوي. جنین یې تقریبا تر ۷ میاشتو پورې د ودې حال کې وي. په تناسلي اله کې یې که چېرې مخکینۍ برخه وده وکړي نو ښځه ده او که چېرې وروستۍ برخه وده وکړي نو نر دی او که چېرې یوه برخه هم وده ونه کړي نو بیا خنثی دی او که چېرې وروسته او مخکې دواړه برخې یې وده وکړي نو بیا هېرمافروډیت دی په دې مانا چې هم نر او هم ښځه ده او په یوازې ځان د مثل تولید کولای شي.

خپل ښکار له داخل څخه بهر لور ته خوري. همداسې چې کوم ژوی مړ شوی وي په مردار شوي جسد یې ځان تغذیه کوي. په ایکو سیستم کې اړین رول لري او خواړه ریسایکل کوي. معمولا هګ کبان ړانده وي او د حس لپاره د خولې چار چاپېره بریتونو ته ورته حسي ډنډرو باندې تکیه کوي او له دې پرته یې سترګې رڼا ته حساسیت ښي، د سمندر تل کې چېرې چې اوسي رڼا هم نشته وي نو د خپل ښکار په لور یا د مړه شوي ژوي په لور د بوي له لارې یا په همدې بریتونو لار پیدا کوي. که چېرې ښکاري ژوي برید پرې وکړي نو سملاسي جېل ته ورته ماده ازادوي او ښکاري ژوی پرې خپکۍ کوي او برانشونه یې ورته بندوي.

د نیوزلنډ ماوري او ایوي خلک یې د خوړو په توګه کاروي. په کوریا او جاپان کې سوداګریز ارزښت لري. په نیوزلنډ کې یې خلک نیسي او بیا یې د کوریا او جاپان په مارکېټ کې پلوري.

جېل یې پروتین لري کوم چې اوسمهال د څېړنو لپاره کاریږي. جېل یې له دوه برخو جوړ وي یو یې فایبر او بل یې بلغم دی. د سپنډېکس او نایلون په ځای هم کارېدلی شي. د سپورت لپاره جامې او زغره ترې جوړېدای شي.

ساینسي ډلبندي

ژوي

پاچايي

کورډاټا

فایلم

شمزي لرونکي

فرعي فایلم

اګناتا یا بې ژامو

له فرعي فایل لاندې

سیکلوسټومي

سوپر کلاس

میکسیني

کلاس

میکسیني فارمز

ډله

میکسیني ډای

کورنۍ

اېپټاټریټس

نسل

 





Tags: