ګوتې ته ورته وړې بهر ته وتلې برخې دي، په دوه نورو نومونو (fimbriae of the uterine tube or fimbriae tubae) هم یادیږي، د (fallopian tubes) کانالونو په پای کې وي، په ښځه کې د هګیو له کیسې څخه هګۍ ځلانځ ته انتقالوي. د هګیو له کیسې سره (fimbriae) نښتې وي.
وړې ایپیتلیال حجرې (epithelial cells) – داسې حجرې دي کومو چې ټول بدن کې جوفونه یا داخل کې خالي ځایونه پوښلي وي. په دې حجرو کې د سیلیا په نامه مایکروسکوپي ویښتو ته ورته جوړښت موجود وي په (fallopian tubes) کانال کې یاد جوړښت ټکان ته ورته خوځښت کوي او د ښځې هګۍ د هګیو له کیسې ځلانځ ته انتقالوي. همدا کانال یو ډول مایع هم تولیدوي په همدې مایع کې هګۍ ځلانځ ته لېږدوي.
د ښځې هګۍ خپله خوځښت نکوي بلکې د سیلیا په نامه وېښتو ته ورته جوړښت خوځښت کوي او د هګۍ انتقال ممکن کوي. د یوې هګۍ انتقال د هګیو له کیسې تر ځلانځ پورې معمولا له ۳ تر ۵ ورځو پورې وخت نیسي. که چېرې هګۍ په کانال کې یا هم ځلانځ کې وي نو د نر سپرم یې القاح کولای شي. که چېرې ځلانځ ته انتقال شوې هګۍ القاح ونکړي نو د بلې میاشتې د میاشتینۍ ناروغۍ پر مهال له وینې سره بهر کیږي.
