د نر د تناسلي الې سر ته وایي. په منځ کې یې د یورېترا کانال بهر ته پرانیستې برخه ده له کومې چې نر مني او ادرار بهر تویوي. په لاتیني ژبه کې یې د نوم مانا د څېړۍ یا بلوط میوه ده او ځکه یې دا نوم پرې ایښی چې د نر د تناسلي الې سر همدې میوې ته جوړښت کې ورته دی.
له زېږېدو وروسته د تناسلي الې سر له پوستکي سره نښتی وي یاد پوستکي ته (foreskin) نوم اخلي. د وخت له تېرېدو سره دا پوستکی د تناسلي الې له سر څخه جلا کیږي او د دې وړتیا پیدا کوي چې په بشپړ توګه وروسته لور ته ولاړ شي. که چېرې انسان نا سنته پاتې شي تر ۱۸ کلنۍ پورې په بشپړ توګه او په طبیعي توګه دا پوستکی وروسته لور ته د غونډېدو وړتیا پیدا کوي.
کوم کوچنیا چې په کم عمر کې سنت شي د دې پوستکي لویه برخه ترې پرې کیږي او د تناسلي الې سر تل بهر څرګند پاتې کیږي. سنتي کولای شي ماشومانو کې د (urethritis) لامل شي. د مخنیوي لپاره یې باید مور او پلار له ختنې وروسته د کوچنیانو دا برخه پاکه وساتي تر څو د باکتریا د ودې مخنیوی وشي.

