د ملا په لاندې برخه کې له (lumbar nerve) څخه څانګه شوی. د ګېډې په دوېمه او درېمه عضله کې په برخو وېشل شوی او له (iliohypogastric nerve) سره په اړیکه کې شوی د (iliohypogastric nerve) دنده د دیافراګم تنظیم کول دي.
د (ilioinguinal nerve) عصب په بدن کې نور هم لاندې غزیږي د ورانه په عضلو کې په څانګو وېشل شوی همداسې د نر د تناسلي الې په بېخ کې د هګیو د کیسې یا سکروټم یوې برخې سره هم وصل دی په دې برخه کې حسي دنده لري.
د ګېډې په جراحي کې باید جراح له دې عصب سره ډېر پام وکړي. که چېرې د جراحي پر مهال زیان وویني نو د انسان ورنونو، د هګیو کیسه کې درد پیدا کیږي او په دې سیمه کې عضلاتي فایبرونه کمزوري کیږي او د (inguinal hernia) لامل کیږي. په (inguinal hernia) حالت کې د ګېډې په لاندې برخه کې، په ورانه کې د کمزورو شو عضلو د نرمو نسجونو بهر ته وتنه رامنځته کیږي دا حالت د ښځو په پرتله نرانو کې ډېر وي.
په ځینو کسانو کې یاد عصب په (iliohypogastric nerve) کې پای ته رسېدلی وي او په داسې حالت کې د (iliohypogastric nerve) عصب یوه څانګه د همدې عصب دنده پر مخ وړي ځکه چې دواړه سره نښتي وي.


