Mammary Glands

zakria rahimi
By -

 دپوستکي لاندې او د سینې د عضلې (pectoral muscle) له پاسه موجود وي، له اولاد زېږېدو وروسته د شیدو مرغړي شیدې تولیدوي. په هر مرغړي کې زیات شمېر وړې نرمۍ (lobules) موجودې وي او همدا نرمۍ یې د شیدو تولید کوي. له دې ځای څخه د (ductal lobes) په نامه کانالونه (lactiferous ducts) کانالونو ته شیدې انتقالوي او همدا وروستي کانالونه د تیانو په سرونو پای ته رسېدلی وي او د تیانو په سرونو کې واړه سوریان شېدې بهر ته ترشح کوي. د شېدو له مرغړیو او کانالونو چارچاپېره شحمي نسجونه موجود وي تر څو د دواړو له زیان لیدنې ساتنه وکړي.


په ښځو کې د شیدو مرغړي بلوغیت ته له رسېدو وروسته وده کوي خو تر څو یې چې اولاد نه وي زېږولی فعالیت نکوي. د بلوغیت پر مهال او په ځانګړې توګه د اومېندوارۍ پر مهال ځینې هورمونونه د شیدو د مرغړو په وده کې ځانګړی رول لوبوي.

– ایسټروجېن (Estrogen) په ښځو کې اړین جنسي هورمون دی. دا هورمون په تیانو کې د شیدو د انتقالونکو کانالونو د سیستم په وده او په څانګو د وېشل کېدو لامل ګرځي. ایسټروجېن په تیانو کې د شحم راټولیدو امر هم کوي.

– پروجېسټېرون (Progesterone) هغو نسجونو ته وده ورکوي له کومو چې د شیدو مرغړي جوړیږي.

– پرولاکټین (Prolactin) ماشوم ته د هر ځل شیدو ورکولو پر وخت د شیدو د تولید امر کوي.

د شیدو تولید معمولا له اولاد زېږېدو وروسته سمدلاسه پیل کیږي او که چېرې ماشوم د مور رودلو ته دوام ورکړي نو تر څو کلونو پورې ادامه لرلای شي. ځینې ښځې ماشوم ته په شیدو ورکولو کې ستونزې هم تجربه کوي، له دې نوملړ څخه ځینې ستونزې لاندې یادې شوي :

– احساساتي ستونزې لکه ډېپرېشن
– د شیدو په مرغړیو کې غیرې عادیتوب
– د تیانو سرونو کې ټپ پیدا کېدنه
– د تیانو د سرونو عفوني کېدنه کومه چې له درد سره مل وي لکه (mastitis)
– د وینې کموالی
– ناسمه تغذیه
– برعکس لور ته د تیانو د سرونو تاوېدنه

ولې باید مور ماشوم ته د نورو خوړو او پوډري شیدو پر ځای خپلې شیدې ورکړي ځکه چې :
– د مور شیدې د ماشوم لپاره متوازن خواړه دي او ماشوم یې په اسانۍ هضم کولای شي
– مور د شیدو له لارې ډېر اړین او حیاتي انټي باډیز ماشوم ته انتقالوي
– د پوډري شیدو په پرتله د مورشیدې ارزانه دي
– کله چې مور ماشوم ته شیدې ورکوي همدا چاره یې ځلانځ ته سګنال لیږدوي چې بېرته نورمال کچه اختیار کړي
– ماشوم ته شیدې ورکول د مور په وزن کمولو او نورمال وزن ساتلو کې مرسته کوي

یو ماشوم تر شپږ میاشتینۍ پورې یوازې د مور په شیدو ځان تغذیه کولای شي.


1 – Chest wall 2 – Pectoralis muscles 3 – Lobules 4 – Nipple 5 – Areola 6 – Milk duct 7 – Fatty tissue 8 – Skin

Tags: