Nasal Bone - د پوزې هډوکی

zakria rahimi
By -

 د پوزې هډوکی د مخ پورته برخې منځ کې، د پورته ژامې د هډوکي (maxillary) ترمنځ واقع دی. د پوزې هډوکی کوچنی او د پراخوالي په پرتله یې اوږدوالی زیات وي خو په هر انسان کې یې شکل او کچه توپیر لري. د پوزې هر هډوکی د پوزې له کرپندوکي سره وصل وي.


د هرې سپږمې هډوکی څلور هډوکي لري, دوه د سر د کوپړۍ دي دوه د مخ هډوکي ټول خپلمنځ کې مفصلونه جوړوي، د څلورو هډوکو نومونوه یې (ethmoid, frontal maxilla and opposite nasal) دي. د پوزې هر هډوکی څلور پولې لري او د هرې پولې نوم یې (superior, inferior, lateral, and medial) دی. د پوزې هر هډوکی دوه سطحې لري بهرنۍ او داخلي (outer and the inner surface) سطحې.

د پوزې د هډوکي بهرنۍ سطحه (compressor naris and the procerus muscles) عضلو پوښلې وي، په خپل ځان کې سوری لري له دې سوري کوچنی ورید تېر شوی وي. د پوزې د هډوکي داخلي سطحه په ځان کې ژور ځای لري په دې ژوره کې د (nasociliary nerve) عصب یوه څانګه غزېدلې وي.



Tags: