Nose - پوزه

zakria rahimi
By -

 پوزه د بوي لپاره د بدن غړی او د تنفسي جهاز برخه ده. بدن ته هوا د پوزې له لارې داخلیږي. کله چې د پوزې له لارې بدن ته داخله شوې هوا د بوي له سیستم (olfactory system) څخه تیریږي نو مغز په هوا کې ګډ بوي پېژني. په پوزه کې واړه وېښته موجود وي کوم چې هوا له بهرنیو ذراتو پاکوي. کله چې هوا د سپږمو له سوریانو تېریږي نو سږو ته له داخلېدو مخکې لوندوالی او تودوخه په سپږمو کې ترلاسه کوي.


په پوزه کې تر ټولو عامه ستونزه د پوزې بندېدل دي او ممکن لامل یې زکام، حساسیت، چاپېریالي فکتورونه وي کوم چې د سپږمو داخل لور کې د پړسوب لامل کیږي. په داسې حالت کې د پوزې بندېدو ته د بدن غبرګون په پوزه د پرنجېدو په ذریعه په زوره هوا ویستل وي.

له پوزې د وینې بهېدو ته په طبي ژبه کې (epistaxis) وایي، دوېم تر ټولو عام حالت دی او تر ډېره له لسو کالو په کم عمرو تر ۵۰ کالو په زیات عمرو کې پیدا کیږي.

د پوزې پلاستیکي جراحي ته (Rhinoplasty) وایي په پوزه کې د ستونزو هوارولو لپاره طبي موخې هم لري خو د ښکلا لپاره هم ترسره کیږي.



Tags: