په نړۍ کې ژوند له ډېرو ساده ژوندیو پیل شوی. یادو ساده ژوندیو په سمندر کې ژوند کوه. یاد واړه مایکروسکوپي واحد الحجروي ژوي باکتریا ته ورته وو. په دې کتاب کې به تاسې د یادو ساده ژو تدریجي تکامل او په پېچلو ژو بدلېدنه مطالعه کړئ.
لمړي کثیر الحجروي الګی او سپنجونه وو او ورپسې د سمندر ناوې یا د سمندر چترۍ رامنځته شوې او بیا چونجیان د سمندر ستوری پیدا شوي. همداسې ارتروپوډ، غڼې او حشرې، کلک پوستکي او حلزونونه هم موجودې وې.
لمړي هغه ژوي کومو چې شمزی لره کبان وو. له لمړیو شمزي لرونکو دوه ژواکي رامنځته شوي کوم چې له اوبو بهر راوتل. له لمړنیو دوه ژواکو په سینه څښېدونکي لکه تمساح، ماران او کربوړي رامنځته شوي. په لمړنیو ژو کې تر ټولو غټ ډایناسور وو. واړه ډایناسور بڼکې لرلې او مرغان ترې رامنځته شوي. او د ډایناسور له بلې ډلې بیا تی لرونکي پیدا شوي کوم چې تر اوسه په نړۍ کې تر ټولو زیات تکامل ته رسېدلي ژوي دي.
د ژوند پیل
ځمکه تقریبا ۵ میلیارده کاله زړه ده او په ځمکه تقریبا د درې او څلور میلیارده کاله مخکې ترمنځ ژوند پیل شوی. تر ټولو زوړ د ژوندیو موندل شوی فوسیل د سیانوباکتریا یا سیانوفیسې دی. سیانوفیسې له باکتریا سره نږدې تړاو لري او کولای شي چې د لمر وړانګې د خپلو خوړو د تولید لپاره وکاروي لکه شنه بوټي یې چې کاروي. د سیانوفیسې فوسیل تقریبا درې میلیارده او ۲۰۰ میلیونه کاله زوړ اټکل شوی. دا هم امکان لري چې له سیانوفیسې مخکې د ژوند کوم بل ډول هم موجود وي کوم چې تر اوسه نه وي موندل شوی.
په ځمکه کې د ژوند رامنځته کېدل له نن څخه په ډېر بدل حالت او وضیعت کې وو. په هوا کې د نن پرتله اکسیجن ډېر کم وو، د ځمکې ډېرو برخو کې اورشیندنې وې او د تالاندې او برېښنا توپانونه هم ورسره مل وو. په اتموسفیر کې ساده کیمیاوي توکي موجود وو، د برېښنا توپانونو یې کیمیاوي تعامل رامنځته کړ او په پېچلو ترکیبونو یې بدل کړل - په بله مانا د ژوند لپاره په بنسټیزو مادو یې بدل کړل. په دې پېچلو مادو کې مالیکولونه موجود وو لکه د ډي اېن اې د ډول نیوکلیک اسیدونو او امینو اسیدونو مالیکولونه - کومو چې پروتینونه جوړ کړل او پروتینونو په خپل نوبت ژوندۍ ماده رامنځته کړه. د ژوندۍ مادې له راڅرګندېدو سره لمړۍ حجره جوړه شوې او له همدې لمړنیو حجرو د اوسنۍ نړۍ لسګونه زره کثیر الحجروي ژوي او بوټي رامنځته شوي.
مالیکولونه
په دوراني جدول کې ۱۱۸ عنصرونه موجود دي د کومو چې ۹۴ په طبیعت کې په طبیعي ډول پیدا کیږي. په طبیعي ډول پیدا کېدونکو کې یې تر ټولو سپک هایډروجن او تر ټولو دروند یورانیم دی. عناصر کولای شي خپله کې تعامل وکړي او مالیکولونه رامنځته کړي. د بېلګې په توګه هایدروجن د اکسیجن له دوه اتمونو سره اتحاد کوي تر څو د اوبو یو مالیکول جوړ کړي. پېچلي مالیکولونه لکه امینو اسیدونه د ډېرو عنصرونو له تعامل رامنځته کیږي.
ژوندي له دوه ډوله پېچلو مالیکلونو جوړ دي : پروتینونه کوم چې د امینو اسیدونو مختلف ډوله تعاملونو رامنځته کړي او د نیوکلیک اسیدونو مالیکولونه کوم چې د نیو کلیو ټایډونو له ځنځیر جوړ دي. له باکتریا نیولې تر انسان پورې ټول ژوندي له همدې دوه مادو جوړ دي.
په پیل کې سمندرونه په امینو اسیدونو غني شوي او بیا یې اوږد زنځیر جوړ کړی له کوم چې لمړي پروتینونه رامنځته شوي، د وخت له تېرېدو سره یې له نورو مالیکولونو سره تعامل کړی او بیا ترې لمړۍ حجره جوړه شوې کومې چې له باکتریا سره تړاو لره.
اکسیجن او ژوند
لمړیو حجرو د ژوندي پاتې کېدو او بقا لپاره ترې چار چاپېره پېچلي موجود مالیکولونه خوړل. کله چې دا زخیره پای ته ورسېده نو ځینې حجرو د لمر وړانګې د خپلو خوړو د تولید لپاره کارول پیل کړل کوم ته چې مونږ فوټوسنټېز وایو، کومو حجرو چې فوټوسنټېز اختراع کړی د باکتریا له ډول سره تړاو لري. د باکتریا فوټوسنټېز د اکسیجن د تولید لامل شوه کوم چې لاندې د ډبرو انځور کې تاسې د اوکسیډ د کرښو په توګه لیدلای شئ.
له ټولو حجرو غشاء تاو وي، له داسې مالیکول جوړې وي کوم کې چې لیپیډونه شامل وي. په اوبو کې دا مالیکولونه دوه طبقې جوړولای شي کوم چې ممکن د لمړۍ غشاء د پیدا کېدو ښودنه کوي. یادو مالیکولونو د نورو پېچلو مالیکولونو د ګروپ ترڅنګ وده کوله او خپله کې یې توپ ته ورته جوړښت رامنځته کړی دی او د وخت له تېرېدو سره یې ساده حجرې لکه د باکتریا رامنځته کړي.
د ډي اېن اې وده
د ډي اېن اې ودې د ژوند تکامل کې اړین رول لرلای. په اوسنیو ژوندیو کې ډي اېن اې جېنونه جوړوي کوم چې د پروتینونو جوړولو لپاره ټول اړین مالومات په ځان کې لري، کوم چې د په حجرې کې د هرې ترسره کېدونکې چارې مسولیت په غاړه لري، په دې مسولیت کې د اضافي ډي اېن اې تولید هم شامل دی.
باکتریا دومره وړې وي چې مونږ یې د مایکروسکوپ له مرستې پرته نشو لیدلی. ډېری یې له ۰.۰۰۱ تر ۰.۰۰۵ ملي متره قطر لري. د باکتریا حجرې ډېر ساده جوړښت لري. د ژو او د بوټو د حجرو قطر له ۰.۰۱ تر ۰.۰۵ پورې وي او ډېر پېچلی جوړښت لري.
په تدریجي شکل، د سیانوفیسې له شمېر سره په متناسبه توګه په اتموسفیر کې، د فوټوسنټېز له لارې اکسیجن زیات شو. په پیل کې همدې اکسیجن د باکتریا ګڼ شمېر له منځه یوړې خو وروسته باکتریا دا زدکړل چې څرنګه موجود اکسیجن د خپلو اړتیاو لپاره وکاروي. د باکتریا مختلفو ډولونو وده وکړه او دې چارې د نورو ژوندیو رامنځته کول ممکن کړل کومو چې تر خپل ځان ډېر لمړني حالت کې ژوندي د خوړو په توګه کارول. ورپسې پېچلې حجرې رامنځته شوې کومو چې د کلوروپلاسټونو په ذریعه د فوټوسنټېز وړتیا ترلاسه کړه. یادې پېچلې حجرې لمړۍ د بوټو حجرې وې.
د سیانو باکتریا یا سیانو فیسې حجره ده.
تکامل : پېچلې حجرې
د باکتریا په پرتله د بوټو او ژو حجرې ډېرې پېچلې وي. د بوټو په حجره کې بیضوي یا هګۍ ته ورته جوړښت موجود وي کوم ته چې کلوروپلاسټونه وایي او دنده یې فوټوسنټېز ده او د دې وړتیا لري چې د خوړو د تولید لپاره د لمر وړانګې وکاروي. کلورو پلاسټونه سیانو فیسې یا سیانو باکتریا ته ورته والی لري کومو چې مخکې د خپلو اړتیاو پوره کولو لپاره د اکسیجن کارونه زدکړې وه. اوسمهال ساینس پوهان ګمان کوي چې کلوروپلاسټونه له همدې سیانو باکتریا سره تړاو لري کوم چې میلیاردونه کاله مخکې په غټې حجره کې ځان ځای کړی.
د ژو او بوټو حجرو کې بل بیضوي جوړښت هم موجود دی کوم ته چې مایټوکانډریا نوم اخلي او ګمان کیږي چې د هغې سیانوباکتریا برخه ده یا تړاو ورسره لري کومې چې پیل کې د اکسیجن کارونه زدکړې وه. مایټوکانډریا هم د غټې حجرې داخل کې ځان ځای کړی.
د بوټي د حجرې جوړښت
د بوټو تکامل
لومړني بوټي واحد الحجروي ژوندي وو، او هغه وخت رامنځته شوي کله چې سیانوباکتریا یا سیانوفیسې په غټه حجره کې ځان ځای کړ. په دې غټو حجرو کې مایټوکانډریا مخکې له مخکې موجوده وه کومه چې نورو باکتریا زېږولې وه. د غټې حجرو لخوا په خپل ځان کې د باکتریا ځای کولو، حجرې ته زیاتې ګټې لرلې. مایټوکانډریا مرسته ورسره کوله چې له اکسیجن ګټه واخلي او کلورو پلاسټونو یې خواړه تولیدول. دا لومړني بوټي د سمندر او جهیلونو په سطحه کې اوسېدل. د وخت له تېرېدو سره دا واحد الحجروي بوټي په کثیر الحجروي بوټو بدل شول. یاده حجره پرته له دې چې سره جلا شي په دوه ووېشل شوه. په پیل کې له ځینو د حجرو غوټې ته ورته تنه جوړه شوه، نور یې استوانه اي منځ کې خالي تنې باندې بدل شول او نور د حجرو په زنځیر ته ورته کړیو بدل شو. همدا لومړني بوټي اوس هم شته لکه د اوبو الګی یا اوبړۍ او د اوبو غوږونه - د اوبو غوږونه د بوټي نوم دی.
اودورینا د الګي یو ډول دی، د حجرو ګرده داخل کې خالي تنې
اودورینا د الګي یو ډول دی، د حجرو ګرده داخل کې خالي تنې
پاندورینا د الګي یو ډول دی
ډېسمیډیالونه
له سمندرونو او جهیلونو وچې ته خپرېدل
د میلیونونو کلونو لپاره الګی یا اوبړۍ په ځمکه کې یوازینی موجود بوټی وو. اوبړۍ یوازې تر اوبو محدودې وې ځکه چې د مثل تولید لپاره اوبو او لوندوالي ته اړتیا لري او له اوبو بهر وچیږي او له همدې امله په پیل کې بوټي یوازې اوبو کې وو او په وچه کې نشته وو. په وچه کې یې پیل د اوبو چار چاپېره له الګي شوی کوم کې چې وروسته نیمه د اوبو ضد پوښ وده وکړه، جوړښت یې ریښو ته ورته وو. د وخت له تېرېدو سره یې ډنډری پیدا کړ او د ګیا شکل کې یې وده وکړه.
سیکا له لومړنیو بوټو یو دی
لومړني ژوي
ټول څلور جیولوجیکي عصرونه موجود دي هر یو یې په ترتیب سره : پریکمبرین عصر کوم چې د ځمکې له پیل تر ۴ بیلیونه کاله ادامه لرله، دوېم پایلو زویک عصر دی کوم چې له نن څخه د ۲۵۲ او ۵۴۱ میلیونه کاله وړاندې ترمنځ وو، درېم میسوزویک عصر وو کوم چې د ۶۶ او ۲۵۲ میلیونه کاله وړاندې ترمنځ وو او څلورم عصر ۶۶ میلیونه کاله وړاندې پیل شوی او تر اوسه ادامه لري.
ژوي له یوې پېچلې حجرې تکامل کړی کوم چې وروسته له جلا کېدو پرته په دوه حجرو وېشل شوې. کومو حجرو چې بوټي رامنځته کړي له هغو حجرو سره یې ډېر توپیر لره کومو چې ژوي رامنځته کړي. یادو حجرو مایټوکانډریا لرله خو کلوروپلاسټونه پکې نه وو او له همدې امله پکې فوټوسنټېز نا ممکن وو او له همدې امله یې خواړه لومړني بوټي او باکتریا وو. د همدې ژو لرې خپلوان اوس هم د پروټو زوا په نامه موجود دي. یادو حجرو وروسته په ځینې فعالیتونو پیل وکړه لکه هاضمه او خوځښت او یادو فعالیتونو یې د نورو پېچلو ژوندیو رامنځته کېدو ته لار هواره کړه.
تکامل : کثیر الحجروي ژوي
پروټو زوا
لومړني واحد الحجروي ژوي او بوټي په سمندر کې اوسېدل. په اوس وخت کې پروټو زوا او ورته مایکروسکوپي ژوي د همدې لومړني ژوند سره تړاو لرونکې بېلګې دي. د پروټو زوا یوه ښه بېلګه امیب دی کوم چې یوه ساده حجره کې پروټوپلازم او سریښ کېدونکی جېل لري. له خپل بدن څخه غړو ته ورته برخې جوړوي او د خوځښت لپاره یې کاروي. د خوراک لپاره خپل بدن کې داخل لور ته ژوره رامنځته کوي او کله چې خواړه پکې ونیسي داخل ته یې تېروي. د امیب ځینې ډولونه د انسان او ژوي پرازیت دي او د وینې لرونکي نس ناستي یا "ډي سین ټېري" لامل کیږي.
کثیر الحجروي ژوندی
کله چې واحد الحجروي ژوي زیات شول نو د هغو ژوندیو شمېر کومو چې په همدې واحد الحجروي ژو ځان مړوه ورسره ډېر شو. لمړي کثیر الحجروي د اوس وخت چونجیانو او سمندري ناوې یا چترۍ ته ورته وو. دا ډول ژوي چې کله مړه شي د نازک بدن له امله په اسانۍ په فوسیل نه بدلیږي ځکه چې بدن یې کلکې جامدې برخې نه لري خو په ځینو ډېرو وړو فوسیلي رسوبونو کې یې وړې سمڅې پاتې دي. یاد رسوبونه تقریبا ۷۰۰ میلیونه کاله زاړه دي او د استرالیا په سوېل کې موندل شوي. د پریکمبرین عصر فوسیل ډېر کم موجود دی او یاد فوسیل یې یوه استثنا ده.
د پریکمبرین د عصر د پیل ډبرې د لوی بدلون ښودنه کوي، د همدې دورې ډبرې د فوسیل لویه برخه په ځان کې لري، په ځانګړې توګه د ټریلوبایټ فوسیل پکې ډېر پرېمانه دی کوم چې په اوسنیو ژو کې د لرګي سپږې ته ورته والی لري. په دوېمه کچه پکې د ګراپټولایټ فوسیل موجود دی. یاد ژوي په اوس وخت کې نشته او ټول نسلونه او ډولونه یې له منځه تللي خو کلک صدف یې د فوسیل شکل کې تر اوسه پاتې دی.
کوم ژوي چې په پریکمبرین عصر کې اوسېدل اوسمهال تقریبا ټول له منځه تللي خو د ځینو نسلونه او ډولونه تر اوسه شته دي. اوسمهال تقریبا ټول ۱۳۰۰۰۰۰ د بې شمزیو ډلونه تشرېح شوي. د شجرې ونه یې تر لومړنیو ژو پورې رسیږي. د بې شمزیو د تکامل لویه برخه په پریکمبرین عصر کې ترسره شوې. په همدې موده کې د بې شمزیو تقریبا ټول لوی ګروپونه راڅرګند شوي خو تر ۵۰۰ میلیونه کالو پورې یې تکامل ادامه لرله او تر اوسه پورې یې ډېر فرعي ګروپونه هم رامنځته شوي.
لومړني کبان د کامبرین عصر په پای کې تقریبا ۵۰۰ میلیونه کاله وړاندې، را څرګند شوي. د ۳۴۵ او ۳۹۵ میلیونه کاله وړاندې ترمنځ، په ډیون موده کې یې نسلونه او ډولونه رامنځته شول. د همدې مودې په پای کې د کبانو بنسټیز ډولونه را پیدا شوي.
تر ټولو لمړي شمزي لرونکي کبان وو. یاد کبان له بې شمزیو رامنځته شوي او د نن ورځې اسیدي ته یې ورته والی لره. اسیدي کڅوړې ته ورته ژوندي دي او د سمندر تل کې ژوند کوي او اوسنیو کبانو ته کوم ورته والی نه لري خو لاروا بچیان یې بیا تګ کوي او د خپل ځان لپاره ځای لټوي تر څو هلته بشپړ ودې ته رسېدلی ژوند تېر کړي. په خپله تنه کې نوټوکورډ لري کوم چې د شمزي رامنځته کوونکی یا زېږونکی ګڼل کیږي او تر اوسه د انسان په شمول د ټولو شمزي لرونکو په جنین کې موجود وي.
د اسیدي یو ډول دی
لومړنیو کبانو د هډوکي محفوظونکی یا خوندي کوونکی پوښ لره. دا چې د پوښ وزن زیات وو نو د سمندر تل کې یې ژوند کولو ته اړ کړي وو. خوله یې دایرې ته ورته پرانیستې وه او ژامې یې نه لرلې، په اوسنیو کبانو کې دا ډول خوله په میکسین او لامپرې کبانو کې موجوده ده خو لکه د لومړنیو په څېر د هډوکي پوښ نه لري.
پورته د لامپرې کب انځور دی
د لامپرې کب خوله ده
پورته د مکسین کب انځور دی
لانسلېټ
د کبانو شمزي لرونکو لومړنیو پلرونو ونشو کولای چې بقا ومومي خو له لانسلېټ کولای شو د یادو پلرونو جوړښت تصور کړو. لکه د کبانو په څېر د لانسلېټ عضلې بلاکونه جوړوي. همداسې نوټوکوړد لري.
ژوندی فوسیل
تقریبا د ټولو ژو په ګروپونو کې داسې نسلونه او ډولونه شته کوم چې د لومړنیو په څېر دي او یوازې یې کمه اندازه بدلون موندلی لکه د سټورجېن کب په څېر، کوم چې مخکې په سمندر کې پرېمانه پیدا کېدل خو اوس یوازې یو څو ډولونه پاتې دي. سټورجېن له هډوکي جوړ اسکلېټ لري، لکۍ یې شارک ته ورته ده او څنګ کې یې د هډوکو کتار موجود دی کوم چې ۴۰۰ میلیونه کاله وړاندې کبانو کې د هډوکو د پوښ په څېر وو.
ژامې او هډوکي
د کبانو په تکامل کې بل ګام د ژامو پیدا کېدل وو، ژامو کبانو ته اجازه ورکړه چې د کبانو نور ډولونه وخوړلی شي. کبان په دوه عمده ډولونو سره ووېشل شول : شارک او رې کب کوم چې کرپندوکی لري او هډوکی لرونکي کبان یا اکټي نوپټیریجین کبان. د شارک او رې کب اسکلیټ له کرپندوکي جوړ دی، جوړښت یې ربړ ته ورته وي او پروتین یې رامنځته کوي. د ډېرو شمزي لرونکو اسکلیټ پیل کې کرپندوکی وي له کوم سره چې بل منرال یو ځای کیږي او هډوکی ترې جوړوي. د اکټي نوپټیریجین کبانو اسکلیټ له هډوکي جوړ وي او ژامې یې د شارک د ژامو په پرتله ښه خوځښت کولای شي او وزرونه یې هم د لامبو لپاره ډېر مناسب دي.
د دوه ژواکو پلرونه کوم چې په ځمکه اوسېدل او د مثل د تولید لپاره بېرته اوبو ته تلل، تقریبا ۳۷۵ میلیونه کاله وړاندې په اوبو کې راڅرګند شوي. د اتیا میلیونه کلونو لپاره په ټوله ډیون موده کې او د سکرو د مودې پیل کې پر ځمکه مسلط ژوي پاتې شوي. د دوه ژواکو د تکامل دوېم ګام له اوبو څخه وچې ته راوتل وو. په دې کې لمړي بې شمزي ارتروپوډ وو کوم چې وروسته په ځمکه کې د غڼو، حشرو او زنځو په مختلفو ډولونه بدل شو. په ځمکه کې یې ژوند د لومړنیو بوټو منځ کې پیل کړ.
په دې وخت کې هر کال سیندونه وچېدل او کلنۍ وچکالي رامنځته کېدله او له همدې امله ځینې کبانو هڅه پیل کړه چې د خوړو لپاره له اوبو بهر راوځي او د وخت له تېرېدو سره له همدې کبانو دوه ژواکي رامنځته شول. دا هم امکان لري چې له اوبو بهر د خوړو پرېماني کبان هڅولي وي چې وچې ته تګ وکړي خو د یوه بې شمزي لپاره په وچه کې سږو ته اړتیا ده تر څو سا واخلي او د بدن غړي کوم چې د تګ کولو لپاره اړین دي ؛ دواړه داسې ځانګړنې دي کوم چې اوس وخت کې هم د اوبو د کبانو او دوه ژواکو ترمنځ توپیر ګڼل کیږي.
د سکرو موده کې له دوه ژواکو په سینه څښېدونکي رامنځته شوي. په سینه څښېدونکي په چټکۍ سره په مختلفو نسلونو او ډولونو ووېشل شول. تر ۲۲۵ میلیونه کاله زیات په نړۍ حاکم ژوي پاتې شول. ځینې یې لکه ډایناسور ډېر غټ شول او نور واړه یې د مرغانو پلرونه او بله ډله یې د تی لرونکو پلرونه شول او یو لوی شمېر یې ناڅاپه له نړۍ پنا شول. ټول په سینه څښېدونکي په اته ګروپونو سره ووېشل شول، له کومو چې درې اوس هم شته دي. په درې ګروپونو کې ټول ماران، د سمندر او وچې کیشپ یا شمشتۍ، کربوړي او تمساح ګانې دي.
