Southern hagfish - د سوېل هګ کب

zakria rahimi
By -

  ساینسي نوم یې میکسین اوسټرالیس (Myxine australis) دی. رنګ یې ګلابي رنګه وي. د سر رنګ سپین او ملا کې سپینه کرښه لري. له ۹ تر ۴۰ سانتي متره پورې اوږدیږي. د چیل، ارجنټینا او برازیل اړوند د اتلانتیک سمندر د سوېل په سړو اوبو کې پیدا کیږي. د ماجېلان په تنګي کې هم شته دي. له لس تر سلو مترو پورې ژورو اوبو کې، په خټین تل کې ژوند کوي. د سمندر په تل کې په کمه تودوخه کې او د اوبو لوړ فشار کې په مړو کبانو ځان تغذیه کوي.

ساینسي ډلبندي

ژوي

پاچايي

کورډاټا

فایلم

شمزي لرونکي

فرعي فایلم

اګناتا یا بې ژامو

له فرعي فایل لاندې

سیکلوسټومي

سوپر کلاس

میکسیني

کلاس

میکسیني فارمز

ډله

میکسیني ډای

کورنۍ

میکسین

نسل




Tags: