Supraspinatus - سوپراسپیناتوس عضله

zakria rahimi
By -

 په ولیو کې د څرخ لپاره یا څرخونکې عضله ده، په دقیقه توګه په سوپراس سپیناتوس فوسا (supraspinatus fossa) کې ده، یاده برخه د سکاپولا په وروستۍ برخه کې داخل لور ته ننوتلې سطحه ده، د (scapula’s spine) لور ته په افقي توګه بسط کوي یا کش کیږي او او د (acromial process) لاندې تیریږي یاده برخه د سکاپولا په پورتنۍ برخه کې د هډوکي جوړښت دی. سوپرا سپیناتوس عضله د وږې له کپسول سره له نښتي ډبل هوار ټېنډون سره وصل ده. سوپرا سپیناتوس عضله افقي ابډکشن خوځښت رامنځته کوي د ابډکشن تعریف لاندې وګورئ او په دې خوځښت لاس د اسمان لور ته پورته کولو کې مرسته کوي. که چېرې یاده عضله کې ټپ رامنځته شي نو مخکې تر دې چې لنډوالی پیدا کړي باید په درې میاشتو کې جراحي وشي.

Abduction
په اناتومۍ کې د منځنۍ کرښې نه برعکس لور ته د بدن غړی خوځونه 



Tags: