په اوسمهال کې له منځه تللی د بې ژامو کبانو ګروپ دی. په اورډو وېشین موده کې یې ژوند کوه. په ټېراس پیډو مورفي کلاس کې فرعي کلاس دی. د ارانډاس پیډي شکله په نوم یوازې یوه ډله پکې شامله ده. په دې ګروپ کې تر ټولو زوړ نسل ساکابامباس پیس دی کوم چې په سوېلې امریکا کې ژوند کوه.
سر یې زغره لرونکی وو، همداسې یې ګېډې بهر ته وتلې کاسه لرله. د سترګو چار چاپېره یې د هډوکو کړۍ موجوده وه. په فوسیل کې یې سپږمې په روښانه توګه نشي په ګوته کېدلای خو امکان لري چې د سترګو تر منځ وې. د لاندې خوا شونډه یې د خولې قابونو باندې پوښل شوې. د برانشونو کڅوړې یې امکان لري چې وړې او تر ۱۵ پورې وي، د ملا او د ګېډې د قابونو ترمنځ یې موقیعت لره. د پوستکي هډوکی یې غیرې حجروي یا په حجرو نه وېشل کېدونکی (اسپېډین) هډوکی دی.
ډلبندي یې د میکو د فیلوجیني د ارشیف پر بنسټ او نېلسون، ګرېنډ، وېلسسن ۲۰۱۶ پر بنسټ او وان دېر لان ۲۰۱۸ پر بنسټ شوې.
په Arandaspidiformes ډله کې لاندې نسلونه شامل دي
Andinaspis
Apedolepis
Arandaspis
Areyongalepis
Pircanchaspis
Porophoraspis
Ritchieichthys
Sacabambaspis
ساینسي ډلبندي
پاچايي |
ژوي |
فایلم |
کورډاټا |
له فرعي فایل لاندې |
اګناتا یا بې ژامو |
کلاس |
ټېراس پیډو مورفا |
فرعي کلاس |
ارانډاس پیډو مورفا |
ډله |
ارانډاس پیډي شکله |

