د انجنیري څانګه ده، تمرکز یې په هوا کې په الوتکې او فضا کې په فضایي بېړیو وي. دوه عمده څانګې لري کومې چې وروسته بیا په فرعي څانګو وېشل شوي : په هوا کې انجنیري (aeronautical engineering) او له اتموسفېر بهر انجنیري (astronautical engineering). د الوتکو او بېړیو د برېښنایي سیستمونو انجنیري هم ورته وېش لري خو توپیر یې دا دی چې د الوتونکې تنې په ځای برېښنایي سیستم جوړوي. کله چې بهر فضا کې د یادې څانګې چارې خپرې شوې نو نوم یې له (Aeronautical engineering) څخه (aerospace engineering) ته بدل شو. په انګریز کې د (astronautics) لپاره دوېم نوم د راکېټ ساینس (rocket science) دی.
په هوا کې په تنې د اتموسفیر فشار وارېدیږي، تودوخه تجربه کوي، همداسې د جوړښت وزن یې یوه ننګونه وي کوم چې د تنې برخې تجربه کوي نو له همدې امله یې جوړونه کې مختلفې ټکنالوجیکي او د انجنیري څانګې ونډه اخلي لکه ایروډاینامېکس یا د هوا د خوځښت مطالعه، توغېدنه، برېښنایي سیستمونه، د مادې یا توکو د مطالعې ساینس، د جوړښت څېړنې او فابریکه کې جوړول یا تولیدول. د یادو ټولو څانګو فعل او انفعال ته هوایي او فضایي انجنیري وایي. په دې رشته کې د هرې څانګې د انجنیرانو ټیم موجود وي، هر ټیم یې په خپلې برخې کې وړتیا لري او ټول ټیمونه په ګډه د یوې موخې لپاره کار کوي.
د رادار د تقاطع برخه، د مایع میکانیک، تونلونه، د مدار میکانیک یا اسټرومیکانیک، ډاینامېکس یا د تنو د خوځښت مطالعه، ریاضي په ځانګړې توګه خطي الجبر، کالکولس او ډېفرېنشیل معادلې، ایلیکټرو ټکنالوجي یا د برېښنایي توکو مطالعه، توغونه یا توغېدنه، د کنټرول انجنیري، د الوتکې جوړښت، د جامدو توکو میکانیک کوم چې د مادې یا توکو له ساینس سره نږدې تړاو لري، ایرو اېلاسټیس سیټي یا د ایرو ډاینامېکس او د ایلاستیکي جوړښت ترمنځ فعل او انفعال، برېښنایي سیستمونه، سافټویر، خطر او د خوندیتوب ډاډ، د غږ کنټرول، ایرو اکوسټیکس یا د غږ د تولید مطالعه، د ازموینې الوتنې.
د پوورته یادو شوو لویه بنسټیزه برخه تیوریکي فزیک کې ده لکه د مایع ډاینامېکس د ایروډاینامېکس لپاره او یا د الوتنې د ډاینامېکس لپاره د خوځښت معادلې. همداسې تجربوي جز هم لري. کوم کسان چې د اوبو لاندې د تنې د غږ مطالعه کوي ډېری وخت د هوایي انجنیري ډیپلوم لري. په ورته وخت کې د ټولو سیستمونو ادغام، د تودوخې کنټرول، د ژوند ژغورنې سیستم، مخابرات، بېرنګونه، ډېزاین، فشار، وړانګې، سرعت او د کارونې د وخت ټاکل هم د هوایي انجنیري اضافي برخې دي.
د ۱۹ پېړۍ پای او د ۲۰ پېړۍ پیل کې لمړنیو مخکښانو د هوایي انجنیري چارې پیل کړي خو جورج کې لي پرې د اتلسمې پېړۍ له پای د نولسمې پېړۍ تر نیمایي کار کړی. جورج کې لي لمړی کس وو چا چې د توغېدنې او کش کېدنې ځواکونه وپېژندل او له یو بل یې جلا کړل. په پیل کې چارې تر ډېره تجربوي وې او تجربې یې هم د انجنیري د نورو څانګو د وړتیا او پوهې پر بنسټ کولې. ځینې اړین مفهومونه لکه د مایع ډاینامېکس باندې ساینس پوهان په اتلسمه پېړۍ کې پوه شوي وو. د ۱۹۰۳ کال په ډسمبر کې رایټ ورونو کنټرول شوې الوتنه ترسره کړه، الوتنې یې ۱۲ ثانې دوام وکړ. په ۱۹۱۰ لسیزه کې وده ورکړل شوه او تر لمړۍ نړیوالې جګړې پورې نظامي الوتکې جوړې شوې.
دوېمه نړیواله جګړه
کله چې د ۱۹۵۷ کال د اکتوبر په ۴ نېټه د شوروي اتحاد د سپوټنیک ۱ په نامه لمړی سټلایټ فضا ته وتوغوه، په غبرګون کې یې متحده ایالتونو هم د ۱۹۵۸ کال د جنوري په ۳۱ نېټه د اېکسپلور ۱ په نامه سټلایټ فضا ته ولېږه. ورپسې یې په ۱۹۵۸ کې متحده ایالتونو د (National Aeronautics and Space Administration) په نامه اداره جوړه کړه.
د ۱۹۷۰ کال د جنوري په ۳۰ نېټه بوینګ ۷۴۷ خپله لمړۍ سوداګریزه الوتنه له نیویارک څخه لندن ته وکړه. له تاریخ جوړونې پس د جومبو جېټ نوم ورکړل شو او د اسمان د ملکې په نوم یاده شوه. تر ۴۸۰ پورې مسافر یې ځان کې ځایولای شو.
په ۱۹۷۶ کې، د کونکورډ په نامه لمړۍ د مسافرو داسې الوتکه چې له غږ یې چټکه الوتنه کوله جوړه شوه. د جوړونې لپاره یې تړون د فرانسې او انګلستان ترمنځ د ۱۹۶۲ کال د نومبر په ۲۹ نېټه شوی وو.
د ۱۹۸۸ کال د ډسمبر په ۲۱ نېټه (Antonov An-225 Mriya) کارګو الوتکې لمړۍ الوتنه وکړه.



