Radar - رادار

zakria rahimi
By -

 رادار یو سیستم دی کوم چې د رادیو څپې کاروي تر څو د توکو واټن، لوری، د واټن اخیستو یا واټن کمولو سرعت مالوم کړي. رادار په رادیو باندې د مالومولو یا تعینولو طریقه ده او د الوتکې، کیشتۍ، فضایي بېړۍ، توغندي او موټر د موندنې او تعقیب لپاره کاریږي. د رادار کلیمه په ۱۹۴۰ کې، د متحده ایالتونو سمندري ځواک د (radio detection and ranging) له لمړیو تورو جوړه کړې.


ټرانزمېټر یو اله وي کومه چې له یو انتن سره د رادیو څپې تولیدوي، موخه یې د سګنال لېږدونه وي تر څو یې اخذ کوونکی یا رسیور ترلاسه کړي. د رادار سیستم کې ټرانزمېټر موجود وي کوم چې د رادیو یا مایکرویف په ډومین کې ایلیکټرو مقناطیسي څپې تولیدوي، همداسې لېږونکی انتن پکې موجود وي، اخذ کوونکی یا ترلاسه کوونکی انتن پکې موجود وي، ډېری وخت د ترلاسه کوونې او لېږنې لپاره یو انتن پکې کاریږي. اخذ کوونکی او پروسیسور لري تر څو د موندل شوو توکو مشخصات یا ځانګړنې پرې مالومې کړي. رادیويي څپې (ټکان ته ورته یا دوامداره) کومې چې له ټرانزمېټر خپریږي، له توکو سره له تماس پس بېرته انعکاس کوي او اخذ کوونکي ته راګرځي او د توکو د موقیعت او سرعت په اړه مالومات راوړي.

له دوېمې نړیوالې جګړې مخکې او د دوېمې نړیوالې جګړې پرمهال ډېرو هیوادونو په پټه د رادار جوړولو هڅې پیل کړې وې. تر ټولو اړین پرمختګ پکې د متحده ایالتونو لخوا د جوف لرونکي مګنېټرون ټیوب یا تونل جوړونه وه کوم چې د کوچني سیستم جوړونه ممکنه کړه.

د رادار عصري کارونه د مختلفو موخو لپاره ده، په دې کې هوایي او ځمکنی د ترافیک کنټرول، د ستورپوهنې د توکو څارنه، دافع هوا، د توغندیو ضد سیستم، سمندري رادار کوم چې د نښو او کیشتیو د موندنې لپاره کاریږي، د الوتکو د ټکر د مخنیوي سیستم، د سمندر د څارنې سیستم، له اتموسفیر بهر د فضا د څارنې سیستم، په فضا کې د دوه تنو د ملاقات سیستم، هوا پېژندنه کې د ورښت څارنه، د الوتنې د کنټرول سیستم، د توغندیو هدایت کوونه، په خپله چلېدونکی موټر، د ځمکې د سطحې لاندې کارېدونکی رادار.

عصري رادار ډیجیټل د سګنال پروسیس کوونه او زده کونکی ماشین کاروي. نور هغه سیستمونه کوم چې رادار ته ورته والی لري د ایلیکټرومقناطیسي طیف نورې برخې کاروي، یوه بېلګه یې لیډار دی کوم چې د راډیو د څپې په ځای د لیزرونو انفراریډ وړانګه کاروي.


د اوږد واټن د رادار انتن، په فضا کې د توکو او بالاستیک توغنیدیو د موندنې او تعقیب لپاره کاریږي.

د رادار سګنال
د رادار سیستم یو ټرانزمېټر لري کوم چې د رادیو څپې خپروي، د څپو لوری یې مخکې له مخکې ټاکل شوی وي، او د رادیو یادو څپو ته د رادار سګنال وایي. کله چې یادې څپې له یوه توکي سره ټکر وکړي نو معمولا بېرته انعکاس کوي او یا مختلفو لوریو ته خپریږي، د څپو یوه برخه ممکن په توکي کې ننوځي او جذب کړل شي. تر ډېره څپې د هغو توکو لخوا بېرته منعکسې کیږي کومې چې د پام وړ د هادیتوب ځانګړنه لري یا هم د برېښنا لپاره هادي وي لکه د وسپنو ډېری ډولونه، د سمندر اوبه او لنده ځمکه. په ځینې حالتونو کې ورسره د رادار الټي میټر کاریږي - د رادار الټي میټر د رادار لرونکې الوتکې لاندې تر ځمکې پورې د واټن محاسبه کوي، محاسبه یې د څپې د خپرېدنې او بېرته د منعکس کېدنې د وخت له مخې وي. کومې څپې چې له توکو سره له ټکر پس بېرته د رادار د ریسیور په لور منعکسې کیږي همدا مطلوبې څپې وي او د همدې څپو په ذریعه رادار موندنه کوي. که توکی د خوځښت حال کې وي او رادار له ریسیور واټن اخلي او یا د رادار په لور نږدې کیږي نو د رادیو څپو کې د ډوپلر اغیز له امله لږ بدلون راولي - ډوپلر اغیز د څپې په فریکوېنسي کې بدلون دی، یا هم په بله مانا کله چې یو توکی د کتونکي په لور نږدې کیږي او یا واټن ترې اخلي نو د برېښنا، غږ، رادیو څپې کې یا هم نورو څپو کې کمېدنه او یا زتېدنه ده.

د رادار ریسیور هر وخت نه خو کله نا کله له ټرانزمېټر سره په یوه سیمه کې وي. کله چې سګنال منعکس شي او ریسیور یې ترلاسه کوي نو یاد سګنال ډېر کمزوری وي خو د ایلیکټریکي امپلیفایر په ذریعه ځواکمن کېدای شي. د سګنال د ترلاسه کوونې لپاره د سګنال پروسیس کېدو طریقه هم کاریږي. په کوم واټن کې چې رادار کار کوي په دې واټن کې د انفرارېډ وړانګو، د ماورا بنفش وړانګو او د څرګندو وړانګو سګنال ډېر بې کچې کمزوری کیږي. همداسې د رادیو څپو ته په باران، واورې، غبار یا لوخړې او داسې نورو حالتونو کې توکي څرګند وي خو څرګندو وړانګو ته نشي ښکارېدای. د رادار د ځینو طرحو د رادیو څپې د اتموسفیر د ګازونو لخوا، لوندوالی او لوخړې لخوا مختلفو لورو ته خپرېدای شي او له همدې امله یې طرحه کې پام ورته کیږي خو ځینې رادارونه بیا د لوندوالي او اتموسفیر د ګازونو د موندنې لپاره کاریږي.

روښنایي
رادار د لمر یا د سپوږمۍ د رڼا په ځای، په خپلې خپرېدنې تکیه کوي، همداسې د هدف له لوري په خپرو شوو ایلیکټرومقناطیسي څپو (لکه تودوخه، انفرارېډ وړانګې او داسې نور) هم تکیه نه کوي. د توکو په لور باندې، د خپرو شوو مصنوعي رادیو د څپو بهیر ته (Illumination) وایي. د رادیو څپې د انسان سترګې او اپتیکي کامرې نشي لیدلای.

Radaroperation

د ټکان رادار : د رادار د ټکان لپاره د څپې د خپرېدو او بېرته د منعکس کېدو وخت، ټکان د تر هدف پورې تګ کوي او بېرته ریسیور ته راګرځي، د تلو او بېرته راتلو وخت سره یې واټن متناسب دی.

Animated visualisation of the doppler effect using a cartoon car and the waves of sound from its horn.


پورته انځور کې موټر لمړی ولاړ دی او ارنګ وهي، بیا ورپسې مخکې لور ته ډېر سرعت تګ کوي او ارنګ وهي تاسې دواړو حالتونو کې د ارنګ د غږ څپه وګورئ او دوېم حالت کې یې د ډوپلر اغیز وګورئ.

https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/9/90/Speeding-car-horn_doppler_effect_sample.ogg
پورته انځور کې : د ارنګ د غږ په څپه کې بدلون پورته درې ثانیو اډیو کې واورئ. اډیو په لینک کې ده.

انعکاس
که چېرې ایلیکټرومقناطیسي څپې په یوه توکي کې تګ کوي او له دوېم توکي سره څپې مخ شي کوم چې له لمړي سره توپیر لرونکی ډای لیکټریک ثبات او یا توپیر لرونکی ډایا مقناطیسي ثبات لري نو د دواړو توکو د پولې له منځ یا څپه بېرته انعکاس کوي او یا مختلفو لوریو ته خپریږي. مطلب دا چې یو جامد توکی په هوا یا خالي ځای کې، او یا داسې حالت کې چېرې چې د یو توکي اټومي غلظت له چاپېریال سره توپیر ولري نو معمولا د رادیو څپه له خپلې سطحې یو بل لور ته خپروي. دا چاره تر ډېره په هادي توکو کې کیږي لکه وسپنې او د کاربن فایبر او له همدې امله رادار کولای شي الوتکه او سمندر کې کیشتۍ او په ځمکه موټر په اسانۍ پیدا کړي. د رادار د څپو د جذب لپاره تر ډېره د رادار جذبونکي توکي کاریږي په دې کې تر ډېره غیر هادي توکي او مقناطیسي مادې شاملې دي. یاد توکي په نظامي الوتکو کې د غلجکي تګ لپاره کارېدلي وي.

د رادار څپې په مختلفو طریقو یو بل لور ته خپریږي او د خپرېدنې طریقه یې د رادیو د څپې له کچې (د څپې اوږدوالي) او د هدف له شکل سره تړاو لري. که چېرې هدف لوی وي او د څپې اوږدوالی لنډ وي نو څپه داسې ټوپ ترې وهي لکه رڼا چې له هیندارې بېرته انعکاس کوي او بنګړه رامنځته کوي. که چېرې هدف کوچنی وي او د څپې اوږوالی اوږد وي نو د کمزوري انعکاس له امله رادار هدف نشي لیدلای. د ټیټې فریکوېنسي رادار د رادار ټکنالوجي، د لټون لپاره په ریزنېنس تکیه کوي خو د هدف پېژندنه نشي پرې کولای. په لمړنیو رادارونو کې د څپو اوږدوالی ډېر غټ وو او هدف ډېر کوچنی وو او له همدې امله یې مبهم سګنال ترلاسه کوه. په عصري رادارونو کې د څپې اوږدوالی تر څو سانتي مترو پورې کوچنی وي.


سپینوالی د انعکاس ښودنه کوي. یاد رادار د ۱۹۶۰ لسیزې رادار دی او د هوا پېژندنې لپاره کارېده. په رادار کې سپین انعکاس د ابی په نامه د توپان انعکاس دی. په رادار کې د رادار فریکوېنسي، د رادار د ټکان شکل، پولرایزېشن، د سګنال پروسېس او انتن د دې ټاکنه کوي چې د څه لټون، موندنه او څارنه کولای شي.

د رادار د حدودو معادلې
کومه انرژي چې بېرته انتن ته د تر لاسه کولو لپاره راګرځي په معادلې اندانزه کیږي.




د ټرانزمېټر ځواک یا انرژي ده
د خپرونکي یا ټرانزمېټر انتن ګېن دی
د انتن حدود دي او د په توګه هم ښودل کېدای شي
د ټرانزمېټر د څپې اوږدوالی دی
د ترلاسه کوونکي یا تیسیور انتن ګېن دی
د رادار د تقاطع برخه ده
د رادار په سګنال خپرېدنې باندې د چاپېریال اغیز دی
له ټرانزمېټر څخه هدف پورې واټن دی
له هدف څخه ریسیور پورې واټن دی
که چېرې ټرانزمېټر او ریسیور دواړه په یوه سیمه کې وي نو او دځای باندې لیکلای شو په کوم کې چې R حدود دي د لاندې په څېر لیکل کیږي.



د ډوپلر اغیز
Doppler effect
ډوپلر اغیز د څپې په فریکوېنسي کې بدلون دی، یا هم په بله مانا کله چې یو توکی د کتونکي په لور نږدې کیږي او یا واټن ترې اخلي نو د برېښنا، غږ، رادیو څپې کې یا هم نورو څپو کې کمېدنه او یا زتېدنه ده.
د لېږل شوې او تر لاسه کېدونکې فریکوېنسي ترمنځ، خوځښت بدلون رامنځته کوي، کوم چې د رادار او انعکاس ورکوونکې تنې ترمنځ د څپې د اوږدوالي په شمېره کې توپیر راولي. دا چاره د رادار په فعالیت کې ښه والی یا خرابوالی رامنځته کوي، ښه والی او خرابوالی یې د موندنې په بهیر کې د اغیز له څرنګوالي سره تړاو لري.

په سمندر کې کارېدونکی رادار، د اتومات هدایت نیمه فعال رادار او یا فعال رادار، د هوا پېژندنې رادار، نظامي الوتکه کې رادار، د ستور پوهنې رادار د فعالیت زیاتولو لپاره په ډوپلر اغیز تکیه کوي کوم چې د لټون او موندنې بهیر کې د هدف د سرعت په اړه مالومات تولیدوي، او دا چاره رادار ته په داسې چاپېریال کې چېرې چې غټ توکي وي او سرعت یې کم وي په داخل کې یې د وړو توکو پیدا کوولو وړتیا ورکوي.

فعال رادار سګنال لیږي او سګنال یې بېرته ریسیور ته منعکس کیږي، د غیرې فعال رادار لېږل شوی سګنال هغه وخت بېرته منعکس کیږي کله چې د توکو له سطحې سره ټکر وکړي.

د ډوپلر د فریکوېنسي بدلون د فعال رادار لپاره د لاندې په څېر دی چېرې چې د ډوپلر فریکوېنسي ده،لیږل کېدونکې یا ټرانزمېټ فریکوېنسي ده، له کتونکي څخه د واټن اخیستنې یا د کتونکي په لور د واټن کمونې سرعت دی، C د نور سرعت دی.


غیرې فعاله رادار د ایلیکټرونیکي رادار ضد الو پر ضد او د ستورپوهنې د رادیو لپاره د لاندې په څېر استفاده کیږي.


که چېرې یو توکی د رادار له بیم سره په قایمه زاویه کې تګ کوي نو له رادار د واټن اخیستنې او یا واټن کمولو سرعت نه لري. که چېرې د رادار له بیم سره موازي تګ وکړي نو زیات نه زیات د ډوپلر فریکوېنسي بدلون رامنځته کوي.

کله چې ټرانزمېټ یا خپرونې فریکوېنسيد ټکان شکل کې خپره شي، د ټکان په کارونې د فریکوېنسي تکراروي، د فریکوېنسي کوم طیف چې د پایلې په توګه ترې رامنځته کیږي نو پورته او لاندې همغږې فریکوېنسیانې پکې موجودې وي په دې کې واټن دی په پایله کې، که چېړې د ډوپلر د فریکوېنسي بدلون د له نیمایي کم وي نو د ډوپلر اندازه کوونه غیرې مبهمه ده.




او کله چې د ځای نیونکی شي



ډوپلر د هوا 2 کیلو هارټز رادار یو ګیګا هارټز فریکوېنسي خپرولای شي او له ستونزې پرته 150 m/s یا (340 mph) د هوا سرعت اندازه کولای شي خو په دقیقه توګه هغه باد د کوم چې سرعت 1000 m/s یا (2,200 mph) وي نشي اندازه کولای.


د سرچینې د خوځښت له امله د څپې په اوږدوالي کې بدلون


پولرایزېشن
کله چې هوا کې خپریږي د یوې رادیو د څپې د برېښنایي ساحې د ویکتور د لوري لارښونه (Polarization) ، په ایلیکټرو مقناطیسي وړانګو کې، ایلیکټریکي ساحه د خپرېدو له لوري سره قایمه زاویه یا عمودي شکل کې واقع وي، او د ایلیکټریک ساحې لوری د څپې پولرایزېشن دی. د رادار د لېږل شوي سګنال لپاره، امکان لري چې پولرایزېشن کنټرول شي او مختلف ډوله اغیزونه ترې ترلاسه شي. ډولونه یې عمودي پولرایزېشن، افقي پولرایزېشن، خطي پولرایزېشن او دایروي پولرایزېشن دي (له ښي د کېڼ لاس په لور دایره) او هر یو یې د مختلف ډوله انعکاس موندنې لپاره کاریږي. د بېلګې په توګه دایروي پولرایزېشن د باران د مداخلې کمی رامنځته کوي. د خطي پولرایزېشن بېرته ګرځېدنه د وسپنې د سطحې ښودنه کوي. د تصادفي پولرایزېشن بېرته ګرځېدنه د فراکټال یا هندسي شکل ښودنه کوي.

د رادار محدودونکي فکتورونه

د بیم لوری او حدود
د رادار بیم په خالي ځای کې مستقیمې کرښې ته ورته لوری تعقیبوي خو په اتموسفیر کې د هوا د (radar horizon) له امله د بیم لوری یو څه اندازه منحني شوی وي. یادې سیمې ته د رادار افق وایي. که چېرې بیم له ځمکې سره په موازي شکل کې هم فضا کې خپور شوی وي نو بیم هغه وخت کې پاس لور ته پورته کیږي کله چې د ځمکې انحنا له افق څخه لاندې ښکته شوې وي. له دې پرته له کوم چاپېریال چې بیم عبور کوي هغه چاپېریال سګنال کمزوری کوي او بلاخره بیم خپریږي.

لاندې یاد شوي فکتورونه د دودیز رادار حدود محدودوي :
- د لید کرښه، کوم چې د ځمکې له پاسه ارتفاع سره تړاو لري، د لید له مستقیمې کرښې پرته د بیم لوری بلاک شوی وي.
- زیات نه زیات غیرې مبهم حدود، د ټکان د تکرار فریکوېنسې ټاکي. زیات نه زیات غیرې مبهم حدود هغه واټن دی کوم پورې چې د رادار ټکان تګ کولای شي او مخکې له دې چې بل ټکان خپور شي بېرته راتګ کولای شي.
- د رادار حساسیت د رادار لخوا د هدف د موندنې او تعقیب وړتیا ته وایي. د رادار حساسیت او د رادار په معادله کې، د بېرته راګرځېدلي سګنال انرژي. په دې جز کې د چاپېریال حالت او کچه (یا له هدف سره د رادار د تقاطع برخه) شامل دي.




د ځمکې له پاسه د اېکو ارتفاع
په دې کې :
r
د رادار او هدف ترمنځ واټن دی


4/3 دی

د ځمکې شعاع ده (د ځمکې له مرکز تر سطحې پورې واټن)

د رادار له افق پورته زاوی ده
د فیډ هورن انتن د ځمکې له سطحې ارتفاع ده


شور
د سګنال شور په سګنال کې د تصادفي یا ناڅاپي بدلون څخه له داخله سرچینه اخلي، یاد غږ د ټولو برېښنایي اجزاو له لوري تولیدیږي.
کله چې واټن زیات شي نو ورسره بېرته منعکس کېدونکي سګنالونه هم کمیږي، غږ د رادار د حدودو کچه په ګوته کوي. د غږ کچه او د سګنال له کچې سره په منځ کې د شور نسبت یا هم شور/سګنال دواړه د فعالیت کچې دي او د فعالیت په حدودو اغیز کوي. د سګنال منعکس کوونکي کوم چې ډېر لرې وي ډېر کم منعکس کېدونکی سګنال تولیدوي او سنګال یې د غږ له کچې زیات نه وي نو له همدې امله منعکس کوونکی نه موندل کیږي. د موندنې لپاره داسې سګنال ته اړتیا ده کوم چې د غږ له کچې زیات وي.

معمولا شور ناڅاپه بدلون وي او د هغه سګنال له پاسه ځای کیږي کوم چې د رادار ریسیور ترلاسه کوي او څومره چې سګنال کمزوری وي همدوره یې له شور سره توپیر کول ستونزمن وي. د شور فکتور د کچې واحد دی کوم چې د ایلیکټرونیک سیستم او یا جز لخوا سګنال کې اضافه کیږي، یاده کچه باید ریسیور کې راکمه کړل شي.

شاټ شور په خپرېدنه کې د ایلیکټرونونو لخوا د اتصال د قطع کېدو په اوږدو کې تولیدیږي او په ټولو کشف کوونکو یا موندونکو کې رامنځته کیږي. د پراخونکې یا ځواکمنونکې یا امپلیفیکېشن الې په اوږدو کې فلیکر شور د ایلیکټرون د خپرېدنې له امله رامنځته کیږي او د هېټېروډاین امپلیفیکېشن په ذریعه کمیږي.

بهرنۍ سرچینې هم رادار کې شور تولیدوي. تر ټولو زیاته د شور رامنځته کوونکې بهرنۍ سرچینه د هدف چار چاپېره طبیعي حرارتي وړانګې دي. په ډېرو عصري د رادار سیستمونو کې، داخلي شور له بهرني سره مساوي او یا ترې کم وي. په دې کې استشنا، کله چې اسمان شين وي او رادار پورته لور ته وي، او د رادار لخوا سکېن کېدونکی چاپېریال سوړ وي نو ډېر کم حرارتي شور رامنځته کوي، په دې کې حرارتي یا د تودوخې شور دپه توګه لیکل کیږي په دې کې T تودوخه ده، او B بېنډوېت دی، بېنډ وېت د مالوماتو د لېږد نرخ او د فریکوېنسي حدودو دواړو ته وایي. د بولټزمن ثبات پکېدی.

شور تصادفي وي خو سګنال تصادفي نه وي. د سګنال پروسېس د شور د کچې د کمولو لپاره له دوه ستراتیژیو کار اخلي : د سګنال د ادغام هغه ډول کوم چې د خوځښت حال کې د هدف ښودنې سره کاریږي ترپورې شور کمولی شي. همداسې د pulse-Doppler signal processing لپاره د مختلفو فلټرونو ترمنځ سګنال برخې برخې کېدای شي او د شور کچه د فلټرونو د شمېر له مخې راکموي.

مداخله
د رادار سیستم باید په نامطلوبه سګنال برلاسی شي تر څو په خپل مطلوب هدف تمرکز وکړای شي. د نامطلوبه سګنالونو سرچینه ممکن له داخل او یا بهر وي، په مداخلې باندې د رادار د برلاسه کېدو وړتیا د سګنال او شور نسبت تعریف کوي. په مطلوب سګنال کې د شور په پرتله سګنال ځواکمن وي. شور کې د اتموسفیر اړوند شور او د ریسیور داخل کې شور شامل وي.

کلاټر
په رادار کې د رادیو د فریکوېنسي هغې اېکو ته وایي کومه چې له هدف بېرته د رادار ریسیور ته انعکاس کوي، یاده اېکو له غیرې مطلوب هدف منعکس کیږي لکه د انسان لخوا جوړشوي تعمیرونه، د رادار ضد فشنګونه یا چف، همداسې په طبیعت کې له ځمکې، سمندر، او که دنده یې د هوا پېژندنه نه وي نو له باران، د دوړو توپان، ژوي په ځانګړي توګه هوا کې مرغان، په اتموسفیر کې د بادونو د تنو توپاني خوځښت.
له دې پرته نورې د اتموسفیر پېښې هم د رادار د کلاټر لامل کیږي لکه په ایونو سفېر کې د جیو مقناطیسي توپان له امله توپاني خوځښت او یا اتموسفیر کې د هوا د نورو پېښو له امله کلاټر رامنځته کیږي. دا ډول پېښې له جیو مقناطیسي قطب سره نږدې رامنځته کیږي چېرې چې د لمریز باد له امله د ځمکې مګنیټوسفېر کې، په ایونسفیریک پلازما کې خوځښت رامنځته کوي.

ځینې وخت کې کلاټر د څپو د هدایت کوونکي له امله د ټرانسیور او انتن ترمنځ رامنځته کیږي - ټرانسیور داسې اله وي کومه چې د ریسیور او ټرانزمېټر دواړو په توګه کار کوي. په دودیز (plan position indicator) رادار کې، کوم چې څرخېدونکی انتن لري، کله چې ریسیور د څپو هدایت کوونکي کې له ذرو څخه منعکسو شوو اېکو او ناسمو هدایت شوو رادیو فریکوېنسیانو ته غبرګون ښي نو د سکرین په منځ کې یې د لمر یا د لمر د وړانګو په توګه ښي.
کله چې د ټرامنزمېټر لخوا ټکان ولېږل شي نو بېرته انعکاس کوي او ریسیور یې سګنال ترلاسه کوي، که چېرې د لېږنې او ترلاسه کوونې ترمنځ په وخت کې زیاتوالی رامنځته شي نو د لمر له وړانګو انعکاس پکې کمیږي او د حدودو په دقیقوالي یې هم کوم اغیز نه کوي. ډیری وخت کله چې یو ټکان خپور شي او له انتن پرېښودو مخکې بېرته انعکاس وکړي نو د لمر یا د لمر د وړانګو په توګه یې ښي. کلاټر د مداخلې غیرې فعاله سرچینه ګڼل کیږي.

د کلاټر موندنه او خنثی کېدنه په مختلفو طریقو ترسره کیږي. د رادار او سکېنونو ترمنځ بې خوځښته راڅرګندیږي ؛ په تعقیب شوو د سکېن اېکو کې مطلوب هدف د خوځښت حال کې ښکاري، په ورته وخت کې ټولې بې خوځښته اېکو له منځه وړل کېدای شي. د سمندر کلاټر د افقي پولرایزېشن په کارونې له منځه وړل کېدای شي. په دایروي پولرایزېشن د باران کلاټر له منځه وړل کیږي. د هوا پېژندنې رادار برعکس د مستقیمې کرښې پولرایزېشن کاروي تر څو د ورښت لټون پرې وکړای شي. ځینې نورو طریقو کې د کلاټر په پرتله د سګنال کچه زیاتوي.

کلاټر یا له باد سره خوځښت کوي او یا بې خوځښته وي. دوه عامې ستراتیژیانې د کلاټر چاپېریال کې د فعالیت د کچې د سمولو لپاره کاریږي :
- د متحرک هدف ښودنه، کوم چې متوالي ټکانونه ادغام کوي
- ډوپلر پروسېس کوونه، فلټرونه کاروي او له مطلوب سګنال څخه کلاټر جلا کوي

د کلاټر د کمونې لپاره تر ټولو اغیزمن تخنیک پلس ډوپلر رادار دی. ډوپلر د فریکوېنسي د طیف په کارولو د فضایي تنو او الوتکو ترمنځ توپیر کولای شي. همداسې په مختلفو هدفونو کې یو هدف د سرعت په توپیر جلا کولای شي او د یادو چارو لپاره منسجم ټرانزمېټر ته اړتیا وي. بل تخنیک د خوځښت کوونکي هدف ښودونکی کاروي، د هغو سیستمونو لپاره دا تخنیک مناسب دی کوم چې منسجم ټرانزمېټر نه کاروي.




په رادار کې د څولارو ایکو د دې لامل شوي چې دوه ناسم هدفونه وښي انګریزۍ کې دې ډول جعلي هدف ته ګوسټ وایي.

جام کوونه
د رادار جام کوونه د هغې رادیو فریکوېنسي ته رجوع کوي کومه چې له رادار بهر سرچینه اخلي او د رادار په سګنال کې خپریږي او په دې طریقه اصلي هدف له رادار پټوي. جام کوونه ممکن ایلیکټرونیکي جګړه وي او قصدي وي او یا هم د بلې ډلې لخوا د ورته فریکوېنسي د حدودو کارولو له امله وي او غیرې قصدي وي. جام کوونه د مداخلې فعاله سرچینه ګڼل کیږي ځکه چې د رادار له عناصرو بهر رامنځته کیږي او د رادار له سګنال سره کوم تړاو نه لري.

د جام کوونې سګنال یوازې له یوه لوري (له جام کوونکي د رادار ریسیور ته) خپریږي او بېرته انعکاس نه کوي خو د رادار اېکو بیا له رادار-هدف-رادار ته تګ او بېرته راتګ کوي، کله چې د مربع د انعکاس قانون له مخې د رادار ریسیور ته بېرته راګرځي وخت یې د انرژي ځواک کمزوری کړی وي. له جام شوي رادار څخه جام کوونکي ډېر کمزوري وي خو بیا هم په اغیزمنه توګه له رادار څخه هدف پټوي. که چېرې هدف ترې د لید په کرښه کې پټ کړي نو (mainlobe jamming) ورته ویل کیږي او که چېرې د لید په نورو کرښو کې وي نو (sidelobe jamming) ورته ویل کیږي.

د سګنال پروسېس کوونه

د واټن کچه کوونه

د خپرېدنې یا ټرانزمېټ وخت
د واټن د کچه کوونې لپاره یو طریقه د الوتنې وخت دی. د رادیو د سګنال لنډ ټکان خپرول (ایلیکټرومقناطیسي وړانګې) او تر بېرته انعکاس پورې یې د وخت کچه کول دي. د هدف واټن د تلو او بېرته راتلو نیمایي وخت دی او د سګنال له سرعت سره ضرب کیږي. دا چې د رادیو سګنال د نور د سرعت په څېر تګ او بېرته راتګ کوي نو د دقیق واټن کچه کولو لپاره داسې برېښنایي وسایلو ته اړتیا ده چې د محاسبې سرعت یې ډېر چټک وي.
ډېری وخت کله چې سګنال خپریږي، په دې وخت کې ریسیور د منعکس کېدونکي سګنال موندنه نه کوي نو د دې لپاره په رادار کې ډوپلېکسر کارېدلی وي کوم چې مخکې له مخکې په ټاکل شوي نرخ ټرانزمېشن او اخذ کوي. په زیات نه زیاتو حدودو کې هم ورته اغیز کاریږي تر څو حدود لږ نه لږ کړي او د دې لپاره د ټکانونو ترمنځ وخت اوږدوي او د ټکان د تکرار وخت او یا د ټکان د تکرار فریکوېنسي ورته وایي.

په یوه رادار کې د ښه اوږد واټن حدود او د ښه لنډ واټن حدودو ترکیب کول اسانه چاره نه ده. د ښه لږ نه لږ واټن حدودو لپاره د لنډ ټکان اړتیا ده او خپرېدو کې ټولټال انرژي کمه ده، د انعکاس انرژي یې نوره هم کمیږي او د هدف موندنه پکې سخته وي. دا چاره د ډېرو ټکانونو په تولید سمېدای شي خو د حدودو واټن کې کمی راولي. هر رادار د سګنال ځانګړی ډول کاروي.
د اوږد واټن یا حدودو رادار اوږده واټن کې ټکانونه کاروي او د ټکانونو ترمنځ د وخټ ځنډ موجود وي. د لنډ واټن د رادار د ټکانونو ترمنځ ځنډ بیا کم وي. دا چې ایلیکټرونیکس په ډېرو رادارونو کې سمون راوستی نو اوس کولای شي د خپل ټکان د تکرار فریکوېنسي کې بدلون راولي او همداسې دا چاره یې په حدودو کې د بدلون اجازه هم ورکوي.

نوي رادارونه د یوې حجرې په دوران کې دوه ټکانونه ازادوي یو د لنډ واټن لپاره کوم چې تقریبا د ۱۰ کیلو متره واټن کې کار کوي، دوېم د اوږد واټن لپاره کوم چې تقریبا تر ۱۰۰ کیلو متره واټن کې کار کوي.

واټن په وخت کچه کیږي. د رادار مایل هغه وخت دی کوم کې چې د رادار ټکان یو سمندري مایل تګ کوي. یو سمندري مایل ۱۸۵۲ متره دی. په دې واټن کې یې تګ د نور له سرعت سره برابر وي، د نور سرعت په یوه ثانیه کې ۲۹۹۷۹۲۴۵۸ متره دی. حاصل یې له ۲ سره ضرب کیږي او په دوران کې یې پایله ۱۲.۳۶ مایکرو ثانیې (12.36 μs) کیږي.

د واټن کچه کولو دوېمه تریقه د اېف ایم پر بنسټ ده. لمړی لاندې لنډو تعریفونو ته کتنه وکړئ له هغې پس به کچه کولو ته بېرته راوګرځو.

اې اېم د (Amplitude Modulation) لنډیز دی. یو تخنیک دی کوم چې په ایلیکټرونیکي اړیکو کې، په وړونکې څپه کې د مالوماتو د کوډ کولو لپاره کاریږي. په دې کې (Amplitude) یا د څپې ځواک د مالومات د سګنال له مخې توپیر کوي، د رادیویي څپې په ذریعه دا تخنیک مالومات تر ډېره لرې پورې انتقالوي. په بله مانا اې اېم د څپې ځواک کې بدلون راولي تر څو سګنال انتقال کړي.

اېف اېم د (Frequency Modulation) لنډیز دی. په الیکټرونیکي اړیکو کې کارېدونکی تخنیک دی، د وړونکې څپې له پاسه مالومات کوډ کوي. اې اېم د څپې په ځواک کې بدلون راولي تر څو سګنال انتقال کړي خو داې اېم برعکس اېف اېم د مالوماتو د سګنال له مخې د څپې په فریکوېنسي کې بدلون رامنځته کوي. یاده چاره له شور او مداخلې سره مقاومت کوونکی سګنال رامنځته کوي تر څو د غږ کیفیت ښه شي.

لټونکی یا ډیموډیولېټر : برېښنایي سرکېټ، مدار یا اله ده کوم چې له خپاره شوي سګنال مالومات راباسي. کله چې سګنال خپریږي نو دې چارې ته (modulation) وایي او کله چې سګنال بېرته خپل اصلي شکل ته بدلیږي دې بهیر ته (demodulation) نوم اخلي. لټونکی یا ډیموډیولېټر د مختلفو موخو لپاره کاریږي : په رادیو کې له اېف ار سګنالونوغږیزه محتوا راباسي، موډېمونه (له انالوګ سګنالونو ډیجټلي مالومات راباسي)، د سګنالونو پروسېس کوي (له خپاره شوي سګنال مالومات راباسي). ډولونه یې اې اېم، پي اې او اېف اېم دي.

د واتڼ کچه کولو لپاره بله طریقه (frequency modulation or FM) ده. په دې سیستمونو کې، د لېږل کېدونکي سګنال فریکوېنسي له وخت سره بدلیږي. تر هدف پورې د سګنال تګ او بېرته ریسیور ته انعکاس محدود وخت کې کیږي، کومه فریکوېنسي چې تګ کوي له بېرته راګرځېدونکې فریکوېنسي سره توپیر لري. د دواړو سګنالونو د فریکوېنسي پرتله کولو باندې توپیر په ډېره اسانۍ کچه کېدلای شي.

دا تخنیک د دوامداره څپو په رادار کې هم کارېدلای شي، د الوتکو د رادار الټي متر کې هم موجود وي. په دې سیستمونو کې د رادار "وړونکی یا انتقالونکی" سګنال، د وړاندوینې وړ طریقه کې ترتیب شوې یا تنظیم شوې فریکوېنسي (FM) ده، معمولا په غږیزو فریکوېنسیانو کې پورته او لاندې لور ته په ساین څپه کې او یا د ارې غاښ ته ورته شکل کې بدلون مومي. وروسته دا سګنال له یوه انتن خپریږي او بل انتن یې اخذ کوي، د الوتکې انتن ډېری وخت د الوتکې د پوز لاندې وي. سګنال یې کولای شي یو ټکان ونه اوسي بلکې دوامداره سګنال واوسي.

په اخذ کېدونکي یا ترلاسه کېدونکي سګنال سپرېدونکی (modulation index) د رادار او منعکس کوونکې تنې ترمنځ د وخت له ځنډ سره متناسب دی. د وخت د ځنډ له زیاتېدو سره په فریکوېنسي کې بدلون زیاتیږي. د فریکوېنسي بدلون له طي شوي یا وهل شوي واټن سره په مستقیمه توګه متناسب وي. واټن یې وسایل ښودلی شي خو په ټرانسپونډر هم کتل کېدای شي. د سګنال د پروسېس دا طریقه هغې طریقې ته ورته ده کومه چې په ډوپلر رادار کې د سرعت د موندنې لپاره کاریږي. کومو کې چې دا طریقه کارېدلې بېلګې یې (AZUSA, MISTRAM, and UDOP) دي.

د ځمکې رادارونه د کمې انرژي اېف اېم سګنالونه کاروي او د فریکوېنسي لوی حدود رانغاړي. کله چې د سګنال مختلف انعکاسونه وي نو په ریاضیکي توګه یې څېړنه کیږي تر څو یې کمپیوټري انځور جوړ کړي. د ډوپلر اغیز د ورو خوځښت کوونکو تنو موندلو لپاره کاریږي او همداسې د اوبو د سطحې غږ کموي.

د دوامداره څپو رادار کوم چې اېف اېم (frequency modulation) کاروي او واټن موندنه ممکنه کوي.

مخینه

لمړۍ تجربې
په ۱۸۸۶ کې، د جرمني فزیک پوه هاینرېک هرټز، دا وښوده چې له جامدو توکو د رادیو څپې بېرته انعکاس کوي. په ۱۸۹۵ کې د روسې الکساندر پوپوف داسې یوه وسیله جوړه کړه کومې کې چې کوهېرر ټیوب کارېدلی وو او لرې واټن کې یې د تندر غورزېدو یا د ټکې د غورزېدو (د برېښنا له ځمکې سره نښتلو) لټون کوه - کوهېرر لومړنۍ اله وه او د رادیو د سګنال د لټون لپاره کارېده. په بل کال یې د سپارک ګېپ ټرانزمېټر په نوم اله جوړه کړه - سپارک ګېپ ټرانزمېټر په اوسمهال کې نه کارېدونکې د رادیو ټرانزمېټر دی کوم چې په برېښنایي سپرغیو د رادیو څپې تولیدولې. په ۱۸۹۷ کې الکساندر پوپوف سپارک ګېپ ټرانزمېټر په بالټیک سمندر کې وکاروله او هڅه یې وکړه چې له یوې کیشتې بله پیدا کړي خو په ورته وخت کې یې د درېم کیشتۍ موندلو سګنال هم ترلاسه کړ. الکساندر پوپوف لیکلي چې یاده وسیله د توکو د لټون لپاره کارېدای شي خو وروسته یې بیا خپلو چارو ته دوام ورنکړ.

د جرمني مخترع کریسټیان هولس مایر لمړی کس وو چا چې د رادیو څپې د وسپنیزې تنې د موندنې لپاره وکارولې. په ۱۹۰۴ کې یې په ډېره زیاته لوخړه یا غبار کې د رادیو په څپو د کیشتۍ موجودیت وښود خو له ټرانزمېټر څخه یې د کیشتۍ واټن ونشو ښودلای. د ۱۹۰۴ کال د اپرېل په میاشت کې یې د خپلې موندونکې الې د اختراع د ثبت حق ترلاسه کړ. د ۱۹۰۴ کال په سپټمبر کې یې انګلستان کې، د بشپړ رادار سیستم د اختراع د ثبت حق ترلاسه کړ - یاد رادار سیستم باندې کریسټیان هولس مایر د ټیلي موبایل سکوپ نوم ایښی وو. د عملیاتي څپې اوږدوالی یې ۵۰ سانتي متره وو او د ټکان سګنال د ګېپ سپارک په ذریعه جوړېده. د انتن تنظیم یې کلاسیک وو او پارابولیک منعکس کوونکې برخه پکې کارېدلې وه. پارابولیک د پارابولا اړوند ته وایي او پارابولا منحني جوړښت دی. له جوړېدو پس یې د جرمني پوځ ته د نندارې لپاره په کولون او روټرډم بندرونو کې وړاندې کړ خو د پوځ لخوا رد شو.

په ۱۹۱۵ کې رابرټ واټسن واټ رادیو ټکنالوجي د هوا د وړاندوینې لپاره وکاروله ترڅو د هوا له خرابوالي پیلوټان مخکې له مخکې خبر کړي. په ۱۹۲۰ لسیزه کې یې هڅو رنګ راوړ او په ټول انګلستان کې مخکښ شو، د چارو له ډلې یې د ځمکې د اتموسفېر د پورتنۍ ایوني شوې برخې یا ایونوسفېر په اړه څېړنې او په لرې واټن کې د برېښنا موندنه وه. کله یې چې د برېښنا د موندنې تجربې وکړې نو د رادیو د سګنال د سرچینې لوري او موقیعت موندنه کې یې وړتیا پیدا کړه او ورپسې یې د لنډو څپو په اړه څېړنې پیل کړې. د لنډو څپو د څېړنو لپاره یې مناسب ریسیور ته اړتیا لرله، د ترلاسه کوونې لپاره یې ارنولډ فرېډېریک ویلکینز ته د څېړنو سپارښتنه وکړه. ویلکینز د جنرل پوسټ افس ماډل خوښ کړ - جنرل پوسټ افس د انګلستان د ټیلي کمیونکېشن سیستم لرونکی وو.

په ۱۹۲۲ کې، د متحده ایالتونو د سمندري ځواک څېړونکي البرټ هویټ ټېلر او لیو کرافورډ ینګ د پوټومک سیندیوې او بلې غاړې کې ریسیور او ټرانزمېټر کېښودل، کله به چې کیشتۍ په یادې برخه کې تېرېدلې نو سګنال به کمزوری کېده. ټېلر په خپل راپور کې ولیکل چې که چېرې دا طریقه وکاریږي نو په داسې سیمه کې هم د کیشتۍ موندنه کولای شي چېرې چې سیمه خیره او تیاره وي خو په لاسته راوړنې او موندنې یې سمندري ځواک سملاسي کار پیل نه کړ. اته کاله ورورسته لارنس اې هایلنډ د متحده ایالتونو د سمندري ځواک په لابراتوار کې کار کوه او کله چې د سیمې له پاسه الوتکې تېرېدلې نو د رادیو سګنال کې یې کمزورتیا ولیدله. کله چې لارنس یاده چاره بیان کړه نو د رادیو د ایکو سګنالونو په اړه د نورو څېړنو غوښتنه ترې وشوه.

په انګلستان کې هم په مخفي توګه اېل اېس الډر ته په ۱۹۲۸ کې د سمندري رادار د اختراع د ثبت حق ورکړل شوی وو. پي اي پولارډ د برېښنایي سرکېټ د تجربې لپاره د برېډ بورډ په نامه تخته جوړه کړه کومې چې په ۵۰ سانتي متره (۶۰۰ میګا هارټز) کې فعالیت کوه. په ۱۹۳۱ کې سلطنتي انجنیرانو د اختراع ګانو په کتاب کې ثبت کړ. یاده ټکنالوجي په برطانیه کې لمړۍ ټکنالوجي وه په کومه یې چې د خپل سمندر ساتنه کوله.


د رادار دا ډول د الوتکې د موندنې او تعقیب لپاره کاریږي، په ډېره اسانۍ څرخیږي او په نري بیم باندې هوا کې لټون کوي.

له دوېمې نړیوالې جګړې مخکې
له دوېمې نړیوالې جګړې مخکې څېړونکو په متحده ایالتونو، انګلستان، د شوروي اتحاد، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان او هالنډ کې په پټه وسلې جوړې کړې وې او په ورته وخت کې یې داسې ټکنالوجي ته وده ورکړې وه کومې چې د عصري رادار جوړونه ممکنه کړه. استرالیا، کاناډا، سوېلې افریقا او نیوزلنډ هم د انګلستان له جګړې مخکې رادار تعقیب کړ. هنګري او سویډن د جګړې پرمهال خپل رادار جوړ کړ. فرانسې هم په ۱۹۳۴ کې رادار جوړ کړ او په ۱۹۳۵ کې یې د نورماندي سمندر کې نصب کړ.

په همدې موده کې، په شوروي اتحاد کې پي کې اوش چېپ کوف د لېنېنګراد ایلیکټروتخنیکي انسټیټیوټ سره په همکارۍ یوه تجربوي وسیله جوړه کړه کومې چې له ریسیور درې کیلو متره واټن کې الوتکه موندلی شوه. تر ۱۹۳۹ پورې یې د یوه رادار دوه ورژنونه ( RUS-1 and RUS-2 Redut) په لویه کچه تولید کړل خو وروسته یې اوش چېپ کوف سره د انسټیټیوټ له نورو ملګرو په سیاسي فساد تورن کړل او د ملګرو له ډلې یې لوی شمېر اعدام خو خپله اوش چېپ کوف یې لس کاله د سختو کارونو ګولاګ زندان ته ولېږه. په ۱۹۴۶ کې له زندان څخه ازاد شو او بیا یې ساینس ته مخه کړه او بلاخره یې دوکتورا وکړه خو د رادار چارې یې بیا پیل نه کړې او د توکو په ساینس او تېرمل فزیک یې کار وکړ. د شوروي اتحاد د جګړې پر مهال د شوروي اتحاد ټولټال ۶۰۷ رادار سټېشنونه جوړ کړي وو.

د شوروي اتحاد په ۱۹۴۳ کې (Gneiss-2) کارونې ته وړاندې کړ کوم چې په (Petlyakov Pe-2) الوتکه کې نصب کړل شوی وو او د ۱۹۴۴ تر پایه پورې یې ټولټال ۲۳۰ سټېشنونه جوړ کړي وو.

په بشپړ رادار کې د ټکان سیستم شامل وو او دا ډول لمړنۍ تجربوي وسیله د ۱۹۳۴ کال په ډسمبر کې، د متحده ایالتونو د سمندري ځواک په لابراتوار کې کار کوونکي رابرټ اېم پېج جوړه کړې وه. په بل کال کې یې داسې رادار وازمویه کوم چې د ځمکې له سطحې د ځمکې په سطحه کې د سمندر غاړو توپې په شپه کې پیدا کولې. له دې ډیزاین پس د ټکان سیستم د ۱۹۳۵ کال په مې کې کارونې ته جرمني وړاندې کړ، د ټکان دا سیستم روډولف کونهولډ جوړ کړی وو. دوېم کس انګلستان کې روبرټ واټسن واټ وو چا چې د ټکان سیستم د ۱۹۳۵ کال په جون کې کارونې ته وړاندې کړ.

په ۱۹۳۵ واټسن واټ ته دنده وسپارل شوه چې د رادیو پر بنسټ د جرمني ډېت رې سیستم په اړه پلټنې وکړي چې یاد سیستم څه دی - ډېت بیم یا ډېت رې ایلیکټرو مقناطیسي وسله وه او تیوري یې په ۱۹۲۰ او ۱۹۳۰ لسیزه کې لیکل شوې وه. په دې تیوري کې د رادیو په ذریعه د انسان او الوتکې موندل او د وړانګې په ذریعه له منځه وړل وو خو واټسن چې کله څېړنې وکړې پایله کې یې وویل چې یاد سیستم ممکن نه دی او یوه ساینسي افسانه ده.

د دوېمې نړیوالې جګړې پر مهال
په رادار کې تر ټولو اړین پرمختګ د جوف لرونکي مګنېټرون جوړونه وه. په ۱۹۴۰ کې انګلستان یاده ټکنالوجي په ټیزارډ ماموریت کې له متحده ایالتونو سره شریکه کړه. ورپسې څېړنو ادامه پیدا کړه تر څو د رادار کوچنی او د انتقال وړ سیستم جوړ کړي پایله کې د شپې لخوا برید کوونکو الوتکو کې، د سمندري ګزمو د الوتکو لپاره رادار، له هوا څخه د سمندر سطحه کې د کیشتیو د لټون رادار، په هدف باندې د بم غورزونې لپاره د اوبیو سیستم جوړ شو.


د متحده ایالتونو د سمندري څېړنو لابراتوار، د ۱۹۳۰لسیزې، د تجربوي رادار انتن، انځور یې په ۱۹۴۵ کې اخیستل شوی.

کارونه
په ځینو څانګو کې د رادار کارونه حیاتي رول لري. په پیل کې یې جوړونه یوازې د نظامي موخې لپاره وه، تر څو په سمندر، ځمکه او هوا کې نظامي هدفونه پیدا او تعقیب کړي خو وروسته په سمندر، ځمکې او هوا کې د ملکي موخو لپاره هم وکارېدل. په هوایي چلند کې، یوه الوتکه کې رادار نصب کیږي تر څو الوتکې ته هوا کې د بلې الوتکې او هر ډول خنډ په اړه خبرتیا ورکړي، د هوا په اړه مالومات ورته وښیي او په دقیقه توګه د ارتفاع په اړه مالومات ورکړي. سوداګریز رادار په لمړي ځل په ۱۹۳۸ کې نوکیا بېل لب، په یونایټیډ ایر لاین کې کارولی.

هغه الوتکې کومې چې د رادار په مرسته د ځمکې د نږدې کېدو د کنټرول سیستم کاروي کولای شي په لوخړه یا غبار کې ناسته وکړي. یاد سیستم کې د الوتکې موقیعت ته د دقیق نږدېوالي رادار سیستم کتنه کوي. یاد سیستم پیلوټ سره مرسته کوي چې د هوایي ډګر په کرښه ناسته وکړي.
نظامي الوتکې کې رادار له هوا څخه هوا کې د هدف په نښه کولو لپاره نصب وي. همداسې ځانګړې نظامي الوتکې په خپل ځان کې ځواکمن رادار لري او په هوا کې د ترافیکو کنټرول کوي او په ورته وخت کې د جنګ کوونکو او بریدو کوونکو الوتکو د موخې په لور لارښونه کوي.
سمندري رادار د کیشتیو د ټکر د مخنیوي لپاره، د لارې موندنې لپاره، په سمندر کې خپل موقیعت ټاکنې لپاره کاریږي. په بندرونو کې د کیشتیو د ترافیکي خدماتو رادار سیستم موجود وي او په هغو اوبو کې چېرې چې کیشتۍ ډېرې وي تګ راتګ تنظیم کوي.

هوا پېژندونکي رادار د ورښت د وړاندوینې او باد په اړه د مالومات ترلاسه کولو لپاره کاروي. همداسې د بوړبوکۍ یا ګرد باد، د تلندې او برېښنا، د ژمي د توپان او داسې نورو د وړاندوینې لپاره کاریږي. ځمکپوهان ځانګړی رادار کوم چې ځمکه کې داخلیږي کاروي تر څو د ځمکې د طبقې د ترکیب په اړه مالومات ترلاسه کړي.
Rotating marine radar - rotating waveguide antenna
د سمندر د سوداګریز رادار انتن


رادیو څه ده ؟
رادیو، د راډیویي څپو په ذریعه، ګڼ شمېر اورېدونکو ته د غږیزې محتوا خپرونکې طریقه ده. د راډیو الې په کارولو تاسې کولای شئ مختلف چینلونه ونیسئ او له دې لارې خبرونو او نورو پروګرامونو ته غوږ شئ.

د رادیو ډولونه
راډیو مختلف ډولونه لري ځینې یې لاندې یاد شوي :
- اې اېم / اېف اېم راډیو : د راډیو دودیزه خپرونه ده
- انلاین راډیو : داسې سټریم وي کوم چې د انټرنټ له لارې خپریږي
- د سټلایټ راډیو : د سټلایټ په ذریعه خپریږي
- د ټولنې راډیو : داسې سیمه ایزه راډیو وي چې ګټه پرې نه کیږي، ډېری وخت یې یوه ټولنه اوري او یا یوازې په یوې ځانګړې موضوع بحث کوي

رادیو له دودیزې الې کومې ته چې رادیو ویل کیږي اورېدل کېدای شي، له دې پرته د مبایل له اپلېکېشن، له انلاین سټریمینګ او له زیرکو لوډ سپیکرونه یې اورېدلی شو. د راډیو محتوا په غږیزه بڼه خپریږي او تر ډېره د خبرو اترو پروګرامونه، تاوده بحثونه، خبرونه، سپورت او هنري خپرونې وي. محتوا یې د رادیویي څپو په ذریعه خپریږي او خپرونه یې یا له پایې کیږي او یا له سټلایټ خپریږي. د ترلاسه کوونې لپاره یې اورېدونکي د الې په ذریعه چینل نیسي.

اې اېم د (Amplitude Modulation) لنډیز دی. یو تخنیک دی کوم چې په ایلیکټرونیکي اړیکو کې، په وړونکې څپه کې د مالوماتو د کوډ کولو لپاره کاریږي. په دې کې (Amplitude) یا د څپې ځواک د مالومات د سګنال له مخې توپیر کوي، د رادیویي څپې په ذریعه دا تخنیک مالومات تر ډېره لرې پورې انتقالوي. په بله مانا اې اېم د څپې ځواک کې بدلون راولي تر څو سګنال انتقال کړي.

اېف اېم د (Frequency Modulation) لنډیز دی. په الیکټرونیکي اړیکو کې کارېدونکی تخنیک دی، د وړونکې څپې له پاسه مالومات کوډ کوي. اې اېم د څپې په ځواک کې بدلون راولي تر څو سګنال انتقال کړي خو داې اېم برعکس اېف اېم د مالوماتو د سګنال له مخې د څپې په فریکوېنسي کې بدلون رامنځته کوي. یاده چاره له شور او مداخلې سره مقاومت کوونکی سګنال رامنځته کوي تر څو د غږ کیفیت ښه شي.

د اړیکو لپاره لاندې یاد شوي کاریږي :
- دوه اړخیزه رادیو : د دوه کسانو یا دوه ډلو ترمنځ د اړیکې نیولو لپاره کاریږي. په مختلفو صنعتونو کې کار ترې اخیستل کیږي، د پولیسو، روغتونونو، پوځ لخوا، پروګرامونو کې، ټرانسپورټ او تعمیراتي چارو کې کار ترې اخیستل کیږي. د کارونې موخه یې سملاسي اړیکه او له دې لارې همغږي رامنځته کول وي. په موټرو کې نصب کېدونکې او ګرځنده پکې شته دي. د خبرو لپار د فشار ورکولو یا ګوټک تاوولو برخه پکې وي، چینلونه پکې بدلېدای شي، د ولیم یا د غږ د کنټرول لپاره اله پکې وي او انسان ته د هوا په اړه خبرتیا ورکوي. بېلګې یې واکي ټاکي، سوداګریزې رادوګانې، هوایي رادیو ګانې او سمندري رادیوګانې دي.

- د مبایل له لارې اړیکې : د مبایل له لارې اړیکه کې د غږ لېږدونه، مولټي میډیا یا مختلف ډوله رسنۍ لکه هنر، پوهه او داسې نور له یوه ګرځنده ټیلیفون بل ته لېږل شامل وي. د لېږنې لپاره دواړه الې په فزیکي بڼه نه وي سره نښتې او د لېږنې لپاره بلوتوت، وایفای، د مبایل ډیټا کاروي. د اوس لپاره مبایل یا ګرځنده ټیلیفون د غږیزې اړیکې او د ویډیوکنفرانس لپاره، د اېس اېم اېس، اېم اېم اېس، وټس اپ او داسې نورو له لارې د پیغام لېږنې لپاره، د مالوماتو د لټون لپاره، ټولنیزو رسنیو ته د لاسرسي لپاره او د اپلېکېشنونو د کارولو لپاره کاریږي. د مبایل د اړیکې ټکنالوجي ۲جي، ۳جي، ۴جي او ۵جي سلولي شبکې دي. وایفای، وایمکس او بلوتوت، اېن اېف سي او سټلایټ هم د اړیکې لپاره کاروي.

- بې سیمه اړیکې : دوه الو ته دا وړتیا ورکوي چې له فزیکي اړیکې پرته خپله کې اړیکه کې شي. د اړیکې نیولو لپاره انفراریډ سګنالونه او رادیویي څپې کاروي. ډولونه یې لاندې یاد شوي :
- سلولي شبکې (۲جي، ۳جي، ۴جي، ۵جي)
- وایفای
- بلوتوت
- سټلایټ
- د رادیويي فریکوېنسي پېژندنه

رادیويي څپه : د ایلیکټرومقناطیسي څپې یو ډول دی او د اړیکو لپاره کاریږي. د مختلفو موخو لپاره کار اخیستل کیږي. لکه د اېف اېم او اې اېم خپرونو لپاره، د ګرځنده ټیلیفون د اړیکې لپاره، د بې سیمه اړیکې لپاره لکه وایفای، د سټلایټ د اړیکې لپاره. له فزیکي اړیکې پرته په اوږد واټن کې مالومات لېږدولی شي. د خپرونکي په ذریعه خپریږي او د ترلاسه کونکي یا اخذ کوونکي په ذریعه ترلاسه کیږي. د مالوماتو د لېږنې لپاره ځانګړې فریکوېنسي کاروي، په هوا او فضا دواړو کې سفر کولای شي. ګټه یې بې سیمه اړیکه ده، په اوږده واټن کې د مالوماتو لېږنه ده، او په پراخه سیمه کې د سګنالونو خپرېدنه ده. زیان یې د نورو سګنالونو مداخله ده، محدود ځواک او مقاومت دی، د امنیت نه خوندیتوب دی.

د رادیویي څپې خپرېدنه : په چاپېریال کې د رادیویي څپې سفر کولو ته رجوع کوي. د واټن، فریکوېنسي او ځمکې (تعمیر، غرونه، غونډۍ او هواره ځمکه)، د هوا یا اتموسفیر څرنګوالي اغیز لاندې وي. د خپرېدو ډولونه یې د لید کرښه یا مستقیمه لار، انعکاس (یا له سطحو ټوپ وهنه)، له خنډونو یا مخنیونکو تاوېدنه او انکسار دی.

د خپرېدو کرښه : په ایلیکټریکي انجنیري کې حیاتي رول لري او په اوږد واټن کې د ایلیکټریکي سګنالونو اغیزمن لېږد کوي. ډولونه یې : د ځواک خپرونې کرښه (د لوړ ولټېج برېښنا)، د اړیکې د خپرونې کرښه (ټیلیفون، انټرنټ او داسې نور)، د ګډ محور لرونکي کېبلونه (تلویزیون، انټرنټ)، د نوري فایبر کیبلونه (په لوړ سرعت د مالومات لېږد) دی.
د رادیو اجزاء :
- د چاینل نیونکی : په دې باندې د یوه سیستم ځانګړې فریکوېنسي خوښیږي تر څو له مطلوب سګنال سره برابري کې شي. په رادیو کې پرې چاینل نیول کیږي، د میوزیک الو کې د غږ څرنګوالی پرې سمیږي، په الیکټرونیکس کې د مطلوب فعالیت لپاره د فریکوېنسیانو د برابرۍ لپاره کاریږي.

- امپلیفایر : الیکترونیکي یا بریښنایي اله ده. د سګنال د ځواک، ولټېج او جریان زیاتونې لپاره کاریږي. په غږیزو سیستمونو، ټیلي کمیونیکېشن، طبي الو کې کاریږي. مختلف ډولونه لري لکه غږیز امپلیفایر، د ځواک امپلیفایر، عملیاتي امپلیفایر، ار اېف امپلیفایر. امپلیفایر د سګنال کیفیت ښه کوي، د سګنال ځواک کې ښه والی راولي او په اغیزمنه توګه یې خپرونه کې مرسته کوي.

- لټونکی یا ډیموډیولېټر : برېښنایي سرکېټ، مدار یا اله ده کوم چې له خپاره شوي سګنال مالومات راباسي. کله چې سګنال خپریږي نو دې چارې ته (modulation) وایي او کله چې سګنال بېرته خپل اصلي شکل ته بدلیږي دې بهیر ته (demodulation) نوم اخلي. لټونکی یا ډیموډیولېټر د مختلفو موخو لپاره کاریږي : په رادیو کې له اېف ار سګنالونوغږیزه محتوا راباسي، موډېمونه (له انالوګ سګنالونو ډیجټلي مالومات راباسي)، د سګنالونو پروسېس کوي (له خپاره شوي سګنال مالومات راباسي). ډولونه یې اې اېم، پي اې او اېف اېم دي.

- سپیکر، ویونکی یا خبرې کوونکی : یوه اله ده کومه چې ایلیکټریکي سګنالونه په غږیزو څپو بدلوي. ایلیکټریکي سګنالونه په غږیزې محتوا بدلوي. ډولونه یې ریبون، ډاینامیک، سب ووفر، ایلیکټروسټاټیک دي.

انتن : یوه اله ده کومه چې ایلیکټرومقناطیسي څپې ترلاسه کوي لکه رادیویي څپې ترلاسه کول. په رادیو، تلویزیون، سټلایټ او رادار سیستم کې کارېدلی وي.

په رادیو کې اضافي اجزا :
فلټرونه : د غیرې مطلوبو سګنالونو مخنیوی کوي
- د غږ کنټرولونکی یا ولیم : د غږ د لوړوالي کچه تنظیم کوي
- د ځواک سرچینه : برېښنا یا بیټرۍ

د سمېت چارټ یا جدول
په ایلیکټریکي انجنیري او اېف ار ډیزاین یا طرحې کې کلاسیک ابزار ګڼل کیږي. د پېچلې ایمپیډېنس پاڼې په ګرافیک شکل کې ښودنه ده، د خپرونکې کرښې، د شبکې د مېچینګ او اېف ار سرکېټونو د طرحې او څېړنې لپاره کاریږي. په ۱۹۳۰ لسیزه کې فیلیپ اېچ سمېت جوړ کړی. د سمېت جدول د پېچلي انعکاس د ضریب یو قطبي دیاګرام دی کوم چې د سرکېټ له ایمپیډېنس سره تړاو لري. په دې جدول کې دایرې او منحني کرښې موجودې دي کومې چې د اېمپیډېنس مختلف ارزښتونه ښي او کارونکو ته د لیدنې او محاسبې اجازه ورکوي.


د رادیو انتن په اړه بنسټیز مالومات
۱ - په انګرېزۍ کې ورته (Radiation Pattern) وایي. د جدول، دیاګرام یا ګرافیک شکل کې د ایلیکټرو مقناطیسي انرژي په هوا کې د خپرېدو د ځانګړنې ښودنه ده. ډېری وخت له انتن څخه د څپو د خپرېدنې د لوري ښودنې لپاره کاریږي. دا ښيي چې څومره ځواک هر لوري کې خپور شوی دی.
۲ - ګېن (Gain) دې ته رجوع کوي چې یو انتن یا امپلیفایر څومره د سګنال کچه لوړولی شي. اندازه یې په (decibels (dB)) کیږي، د لوړ ګېن مانا د ښه سګنال ترلاسه کوونه ده، د خپرونې پراخه سیمه ده، په ټول فعالیت کې ښه والی دی.
۳ - لوری اخیستنه یا د لوري ټاکنه (Directivity) په یوه لوري کې د انتن د سګنال یا انرژي د خپرېدو یا ترلاسه کولو وړتیا ته وایي. که چېرې یې د انتن د لوري د ټاکنې وړتیا لوړه وي نو په یوه لوري کې د سګنال ځواکمنولو وړتیا لري، په همدې لوري کې ګېن لوړوي، د نورو لوریو مداخله کموي. د لوري په ټاکنه کې ګټې له یوې الې بلې الې ته په مستقیمه توګه د پیغام لېږنه ده، په اوږد واټن کې د سګنال خپرېدنه ده او د مداخلې کمونه ده.
۴ - کله چې هوا کې خپریږي د یوې رادیو د څپې د برېښنایي ساحې د ویکتور د لوري لارښونه (Polarization)، ډولونه یې عمودي پولرایزېشن، افقي پولرایزېشن، دایروي پولرایزېشن دي (له ښي د کېڼ لاس په لور دایره). پولرایزېشن د سګنال په ترلاسه کولو اغیز کوي (انتن د یوه ځانګړي پولرایزېشن اخذ کولو لپاره طرحه شوی وي)، پولرایزېشن په مداخلې اغیز کوي (که چېرې پولرایزېشن برابرۍ کې نه وي نو د سګنال له لاسه ورکولو لامل کیږي)، پولرایزېشن په خپرېدو اغیز کوي (پولرایزېشن له چاپېریال سره د سګنال په فعل او انفعال اغیز لري).
۵ - د فریکوېنسي حدود (Frequency Range) په رادیویي طیف کې د فریکوېنسیانو ځانګړی بانډ دی. مختلف حدود د مختلفو موخو لپاره طرحه شوي لکه اې اېم/ اېف اېم، ګرځنده ټیلیفون، د سټلایټ اړیکې، د مینوالو رادیو، بېړني خدمات. په دې کې ډېره ټیټه فریکوېنسي، ټیټه فریکوېنسي، د منځنۍ کچې فریکوېنسي، لوړه فریکوېنسي، ډېره لوړه فریکوېنسي، فوق العاده لوړه فریکوېنسي، بې کچې لوړه فریکوېنسي شامل دي.
۶ - له بدیل جریان سره د انتن یا سرکېټ توپیر (Impedance)، لکه د رادیو سګنال له فریکوېنسي سره توپیر، په ohms (Ω) اندازه کیږي.

Dipole receiving antenna animation


لمړی د ډایپول (dipole) په تعریف ځان پوه کړئ - داسې جوړه قطب چې چارج یې مساوي خو له یو بل سره متضاد وي او خپله کې واټن سره جلا کړي وي.
د نیمې څپې ډایپول انتن د رادیو څپه ترلاسه کوي : په ریسیور کې د څپې ایلیکتریکي ساحه (E) دواړو طرفونو ته برابر یا مساوي جریان رامنځته کوي (تور غشی)

Dipole transmitting antenna animation

انتن د رادیو څپې خپروي : ټرانزمېټر بدیل جریان کاروي (په منځ کې سره غشي د راډ لورته) کوم یې چې په متناوبه توګه په مثبت او منفي چارجونو چارج کوي او د ایلیکتریکي ساحې لوپ خپروي - لوپ (loop) د منحني له لوري رامنځته شوي شکل کوم چې چار چاپېره قاتیږي او خپله کې تقاطع رامنځته کوي، بله مانا یې هغه جوړښت، بهیر یا لړۍ د کومې چې پای د پیل له برخې سره وصل وي. هر ځل چې جریان قطبیت بدلوي نو د لوپ غشي هر ځل معکوس لوري ته بېرته ځي.

دوه ګوني انتنونه : داسې انتن ته وایي کوم کې چې دوه هادي یا هدایت کوونکې برخې موجودې وي، ډېری وخت یې دواړه برخې یو بل ته ورته وي او (fed in the center) وي - د (fed in the center) مانا دا ده چې سګنال د ډایپول انتن له منځ سره وصل دی. دوه هادي عناصر (راډ یا سیم) یې منځ کې وصل وي. د خپرونې لپاره کیبل یې په منځ کې وصل کیږي، د لوړې یا ډېرې لوړې فریکوېنسي لپاره کارېدای شي، ډېری وخت په سیمه ایزو رادیوګانو کې هم کارېدلی وي. طرحه یې ډېره ساده ده خو ایلیکټرومقناطیسي څپې خپرولای او اخذ کولای شي.
د لوړې فریکوېنسي ډایپول (High-Frequency Dipole) د انتن یو ډول دی او د رادیو د اړیکو لپاره له ۳ تر ۳۰ پورې میګاهارټز حدودو کې کاریږي. ساده او اغیزمن ډیزاین دی، دوه هادي یا هدایت کوونکې برخې لري.


د ایلیکتریکي ساحو دیاګرام (نیله) د مقناطیسي ساحو دیاګرام (سور) د خپرونې پر مهال ډایپول انتن خپرې کړي (تور راډ)

په عمودي توګه قطب شوي د لوړې فریکوېنسي انتنونه په عمودي لارښونې د رادیو څپه خپروي او ترلاسه کوي. مانا یې داده چې ایلیکتریکي ساحه د څپې عنصر عمودي دی. پولرایزېشن د سګنال د خپرېدو په څرنګوالي اغیز لري، د سګنال له چاپېریال سره په فعل او انفعال اغیز لري.

ځانګړنې یې په ۳۶۰ درجو کې د سګنال خپرونه ده، د ځمکې په سطحه کې د سګنال ښه خپرونه ده، د رادیو د خپرونو او نظامي موخو لپاره ګټه ترې اخیستل کیږي. تر سلګونه کیلو متره لرې واټن کې پرې اړیکه نیول کېدای شي. کله نا کله غږ او شور مداخله پکې کوي.

ډولونه یې : مونوپول انتن ساده وي او د یوه عنصر لپاره طرحه شوی وي، د ۳۶۰ درجو لپاره کاریږي ؛ عمودي ډایپول د دوه عناصرو لپاره متوازنه طرحه وي او تر مخکیني یې فعالیت ښه وي، د مختلفو بنډونو لپاره عمودي طرحه د مختلفو لوړو فریکوېنسیانو لپاره کاریږي. د انتن لوړوالی یې د سګنال په خپرېدو اغیز لري.


په موټر کې د قاتېدو وړ انتن، په ۳۶۰ درجو کې د کار کوونکي انتن ساده بېلګه ده.

د مختلفو بنډونو او د تنظیم وړ سیم لرونکی انتن، دا ډول انتن مختلفو موخو ته د تطابق وړ وي.

د مختلفو بنډونو انتنونه د مختلفې فریکوېنسي په بنډونو کې کار کوي، د پام وړ له بدلون پرته او یا د انتنونو له جلا کولو پرته په مختلفو لوړو فریکوېنسیانو کې کار کوي، په تنه کې تر نورو کوچنی وي او ډېر ځای نه نیسي، تنظیم کول او کارول یې اسان وي. درې ډولونه لري په (Trapped antennas) کې رېزونېنټ سرکېټ کارېدلی وي تر څو د ځانګړې فریکوېنسي بنډونه جلا کړي ؛ په (Log-periodic antennas) کې بروډ بنډ یا د لوړ ظرفیت د خپرونې تخنیک وي او ګڼ شمېر پیغامونه په یوه وخت کې لېږلی شي، د ګڼ شمېر فریکوېنسیانو حدودو کې کار کوي ؛ په (Multiband dipoles) ډول کې د مختلفو بنډونو لپاره ځانګړي تنظیمات موجود وي. کارونه یې د سوداګریزې موخې لپاره، د نظامي موخې لپاره او د سیمه ایزې رادیو لپاره کیږي. د ځینې انتنونو جوړښت یې پېچلی وي.

د تنظیم وړ سیم لرونکی انتن
- انعطاف : کولای شي په ځانګړو فریکوېنسیانو یا بنډونو کې کار وکړي.
- جوړښت : جوړښت یې ساده او نصب کول یې اسانه دي.
- د ډېر ځای نیولو مخنیوی پکې امکان لري

ډلونه
په (End-fed antennas) کې تنظیمونکې یا برابرونکې اله وي، دا ډول انتن په یوه لور کې له یوه ټرانزمېټر یا ریسیور سره وصل وي او لکه د دودیزو ډایپول انتن په څېر په منځ کې نه وي وصل شوی. په (Center-fed antennas) کې تغذیه کوونکی کیبل په منځ کې وي.
دا ډول انتنونه د ګرځنده رول لپاره، د رادیو لپاره او د تجربوي موخو لپاره کاریږي.

د لوري ټاکونکی د اوږد سیم لرونکی انتن
په لوړه فریکوېنسي کې کارېدونکی د رادیو انتن دی. په یوه ځانګړي لوري کې سګنال ترلاسه کوي تر څو مداخله کمه کړي او سګنال ځواکمن کړي. په انتن کې یې اوږد سیم شامل وي او د رادیو د سګنال د ترلاسه کوونې یا لېږنې لپاره کاریږي. سګنال یې د سیم په لوري کې ترلاسه کیږي یا لېږل کیږي. په رادیو کې کار ترې اخیستل کیږي، له ټولې نړۍ پرې د لنډو څپو اورېدنه ترسره کیږي، جوړښت یې ساده دی او په کمو وسایلو په اسانۍ جوړېدای شي، لوړ ګېن لري او قیمت یې کم دی. نیمګړتیاوې یې دا دي چې سیم باید مشخص لوري ته برابر کړل شي تر څو سګنال ترلاسه کړي او کله نا کله یاده چاره ننګونکې وي، همداسې له چاپېریال څخه غږونه او شور یې سګنال کې مداخله کوي.

کم ځای کې پټ شوي واړه انتنونه
- د کور داخل کې انتن لکه اپارتمان، کوټې او یا دفتر کې انتن
- د چتن لاندې زوړندېدونکي انتنونه
- مقناطیسي لوپ انتنونه د دایرې شکل کې ډېر واړه انتنونه وي
- واړه د لوري ټاکونکي انتنونه

دا ډول انتنونه د انتن په فعالیت کې د ستونزې لامل کېدای شي، که چېرې د کور داخل کې نصب وي ممکن ډېره مداخله جذب کړي، که چېرې پټ نصب کېدو ته اړتیا کړي نو د نصب کولو لپاره یې وړتیا ته هم اړتیا شته وي.

Dipole antenna standing waves animation