مېلانوما د پوستکي د سرطان یو ډول دی. ما هېڅکله فکر نه کوه چې په ما کې به د پوستکي سرطان تشخیص شي، په ځانګړې توګه د کورونا وبا پرمهال. پوستکي کې له بدلون وروسته، د ۲۰۲۰ کال په پیل کې مې د پوستکي له متخصص سره وخت واخیست. بدلون هم یوازې پوستکي کې ټپ ته ورته ګرېدلی ځای وو کوم چې خپله په خپلسر او پاملرنې سره سره نه رغېده. د پوستکي متخصص د ټپ یوه برخه واخیسته او لابراتوار ته یې د بیوپسي ازموینې لپاره ولېږله. څو اونۍ پس د ډاکټر منشي زنګ وکړ او راته یې ووېل چې د ازموینې پایله راغلې او له بده مرغه په تا کې د مېلانوما سرطان تشخیص شوی او په لنډ وخت کې یې له ډاکټر سره د لیدنې لپاره بیا وخت راکړ.
زما تجربه
زما د ازموینې پایلې روغتون ته ولېږل شوې او له څه وخت وروسته اونکولوجېسټ یا د تومور متخصص له روغتون څخه اړیکه راسره ونیوله او هڅه یې وکړه چې ژر د لیدو لپاره وخت راکړي. دا چې زما سرطان په ډېرو لمړیو پړاونو کې تشخیص شوی وو نو تومور نشته وو خو ډاکټر دا ویره لرله چې ممکن لنفاوي مرغړیو ته خپور شوی وي. ډاکټر ماته کافي وخت راکړ تر څو یې ماته د پړاونو په اړه او د درملنې د طریقو په اړه تفصیلي مالومات راکړي.
ډاکټر راته ووېل چې که چېرې سرطان نورو برخو ته خپور شوی وي نو درملنه به هم ځواکمنه وي. همداسې که چېرې بل ځای ته خپور شوی وي نو ممکن د بقا یا ژوندي پاتې کېدو لپاره ۵ کاله وخت دې هم کم شي. د مالوماتو په سمندر کې د لامبو وهلو پر وخت زما ډاکټر هڅه کوله چې له ما سره د ګډ احساس لرلو ښودنه وکړي. زما یې دومره پاملرنه کوله چې ما فکر وکړ دا ډول د پاملرنې وړتیا انسان په ډېر تمرین کولو هم نشي زده کولای.
د لیدو پر وخت ډاکټر ماته په یوه روغتون کې د عملیات لپاره تاریخ وټاکه، د عملیات په ورځ له ټاکلي وخت مخکې ولاړم تر څو د پروسیجر بشپړولو لپاره وخت ولرم. د جراحي واټ ته له تللو پس مسلکي ټیم عملیات ته چمتو کړم. د سرطان قطر تقریبا تر څو ملي متره پورې وو خو له ما یې د پوستکي لویه برخه لرې کړه. د عملیات پر وخت یې زما د لنفاوي مرغړیو یوه ټوټه هم د بیوپسي ازموینې لپاره اخیستې وه تر څو وګوري چې سرطان خو به لنفاوي سیستم ته نه وي انتقال شوی.
له عملیات پس ډاکټر او ټیم یې وخت نا وخت راتلل تر څو مې حالت وګوري. څه وخت وروسته زما د بیوپسي پایله هم راورسېده او زیری راباندې وکړ چې سرطان نورو برخو ته نه دی خپور شوی. او راته یې ووېل چې د ځواکمنې درملنې په ځای به یوازې درمل درته نسخه کړو او د خوړو د رژیم لارښونه به درته وکړو. له عملیات پس اوس هر څلور میاشتې پس یو ځل د پوستکي متخصص او د تومور متخصص سره د بشپړ ازموینې لپاره وخت اخلم. په هر ځل وخت اخیستو کې باید ټولې جامې د ډاکټر مخ کې وباسم تر څو ډاکټر د تومور او زخو لټون وکړي. هر کال اېم ار ای او سي ټي سکېن هم کوم او که چېرې ډاکټر مشکوک شي نو سملاسي مې ازموینو ته لیږي.
جامې ویستل او د ټول بدن ډاکټر ته ښودل، اېم ار ای او سي ټي سکېن کول د دې ترڅنګ چې قیمته دي او زیات لګښت لري نا ارامه کوونکې هم دي خو د سرطان د بېرته را ګرځېدو په وخت د تشخیص لپاره اړینې دي.
کله چې زه د دې مودې په اړه له تشخیص تر اوسه پورې فکر کوم نو زه ډېر خوشبخته یم ځکه چې روغتیایي ټیم پکې کافي پوهه او تجربه لرله او په ورته وخت کې یې زما بې کچې زیاته پاملرنه کوله. سرطان یوه وژونکې ناروغي ده او تشخیص کېدل یې انسان ویرولای شي. د روغتیا ټیم د درملنې تر څنګ په دې هڅه کې وو چې ما پوه کړي چې سخت حالت سره مخ یم او ځان باید ورسره برابري یا تطابق کې کړم.

