ځینې روغتونونو کې هغو کسانو ته کوم چې د سرطان هېڅ علایم نه لري خو د جنتیک او یا نورو لاملونو له امله په سرطان د اخته کېدو له خطر سره مخ دي سپارښتنه کوي چې د سرطان په لمړیو پړاونو کې د تشخیص لپاره د ټول بدن سکېن وکړي. خو د ټول بدن سکېن بدن ته لوی زیان اړوي، دا ډول زیان منل کومه ګټه لري ؟
د ټول بدن سکېن معمولا د (computed tomography) د کوم چې لنډیز (CT) سکېن دی یو ډول وي کوم چې ټول بدن سکېن کوي. دا ډول سکېن د زنې له لاندې برخې پیل کیږي. له سي ټي سکېن پرته په اېم ار ای او پي اي ټي هم دا ډول سکین ترسره کېدای شي. په دې ډول سکېن د بدن داخل کې د ټپ ځای او اوږدوالی یا سور یې کتل کیږي، داخل کې د وینې بهېدنه پرې کتل کیږي، د سرطان د تشخیص او د ودې او خپرېدو څارلو لپاره کاریږي.
یو انسان کله د ټول بدن سکېن ته اړتیا لري ؟
کله چې د یو انسان په داخل کې وینه بهیږي او یا یې د پېښې له امله د بدن په داخل کې ټپونه رامنځته شوي وي نو ډاکټر د ټول بدن د سکېن سپارښتنه کوي. په ورته وخت کې د سرطان د خپرېدو د څارنې او د سرطان درملنې ته د غبرګون کتنې لپاره هم د ټول بدن سکېن کیږي. د اېف ډي اې او نورو لویو روغتیایي ادارو لخوا د سرطان د تشخیص لپاره د ټول بدن د سکېن سپارښتنه نه کیږي او یوازې په ځانګړو روغتیایي حالتونو کې د ټول بدن د سکېن تصدیق یې کړی دی.
معمولا د سرطان دودیز سکېن د بدن د یوې برخې سکېن کول وي لکه د تیانو لپاره مموګرام ازموینه. که چېرې ټول بدن سکېن وشي نو واړه تومورونه له پامه غورځولای شي او تاسې ته د روغتیا په اړه ناسم مالومات درکولای شي، که چېرې یو کس سرطان ولري او د ټول بدن سکېن یې تشخیص نشي کړای نو د سرطان علایمو ته د معمولي ناروغي ګمان کولای شي او په وخت یې درملنه نه کول د سرطان د خپرېدو لامل کیږي. که چېرې یو کس سرطان ونه لري، د سکېن لخوا ناسم مالومات یې په تشویش اخته کولای شي او اضافي ازموینو ته یې اړ کوي.
د ټول بدن د سکېن زیانونه څه دي ؟
لمړی زیان یې وړانګو ته د بدن څرګدتیا ده. سي ټي سکېن او پي اي ټي سکېن دواړه د بدن د داخل سکېن کولو لپاره وړانګې کاروي او د سکېن د وړانګو لویې کچې ته څرګندتیا تاسې کې د سرطان خطر زیاتوي.

