وایفای بې سیمه ټکنالوجي ده کومه چې مبایل، لپټاپ، کمپیوټر او نور برېښنایي وسایل له انټرنټ سره نښلوي. وایفای د ایلیکټرو مقناطیسي وړانګو په ذریعه مالومات لېږدوي کوم چې د انرژي یو ډول دی. د وایفای وړانګې د ایلیکټرو میګناټیک فیلډ په نامه سیمې جوړوي. داسې اوازې خپرې شوي چې د وایفای وړانګې روغتیا ته زیان اړوي او سرطان په څېر روغتیایي ستونزې پیدا کوي خو تر اوسه کوم هېڅ کره ثبوت نشته.
وایفای د سرطان لامل کیږي ؟ تر اوسه پورې ساینس دې پوښتنې ته قطعي ځواب نه دی موندلی. په ۲۰۱۱ کې نړیوالې روغتیایي ادارې ویلي وو چې د وایفای اېلیکټرو مقناطیسي وړانګې ممکن کارسینوجېن یا سرطان زېږونکې وي، خپرونه یې ۳۰ ساینس پوهانو کړې وه کومو چې د وایفای ایلیکټرو مقناطیسي فیلډ او سرطان مطالعې ارزولې وې. د سرطان په اړه چې کومې مطالعې شوې دي ټول پرې متفق نه دي د بېلګې په توګه، په ۲۰۱۷ کې، یوې څېړنې ښودلې چې وایفای د ګلیوما رامنځته کېدو خطر زیاتوي - ګلیوما په مغز کې د پیدا کېدونکي تومور یو ډول دی، خو په ۲۰۱۸ کې بلې څېړنې موندلي چې د ګلیوما او او د وایفای د ایلیکټرو مقناطیسي فیلډ ترمنځ کوم روښانه تړاو نشته دی. وروسته په ژو باندې تجربه وشوه تر څو د وایفای او سرطان په اړه ژو کې مطالعه وکړي خو څېړنې بې پایلې پای ته ورسېدې.
په ۲۰۱۵ کال کې موږکانو باندې ازموینې وشوې او د موږکانو په رحم کې وایفای د زنګ لامل کېدونکی سټرس (oxidative stress) رامنځته کړ کوم چې خپله د سرطان لامل کېدای شي. په ۲۰۱۸ کې بلې مطالعې ښودلې چې وایفای د هغو انزایمونو فعالیت ورو کوي کوم چې د زنګ لامل کېدونکي سټرس ضد وي. کومې مطالعې چې په ژو شوي له سرطان کېدو سره یې مستقیمه اړیکه بې پایلې وه.
په نر موږک کې شنډتوب
کوم نر موږکان چې د اوږدمهال لپاره د وایفای وړانګو ته څرګند پاتې شوي وو د مثل د تولید په وړتیا کې یې کمی رامنځته شوی وو. همداسې یې په موږکانو کې ډي اېن اې ته زیان اړولی وو.
په ۲۰۱۵ کې، څېړونکو تر ۱۰۰۰ د زیاتو انسانانو (نرانو) د سپرمو د خوځښت ازموینه کړې وه او له دوي د خپل مبایل او وایفای د کارونې په اړه پوښتنې شوې وې. کومو نرانو چې بې سیمه وایفای کارولې وه د هغو په پرتله چې د کیبل انټرنټ یې کارولی وو په سپرمو کې یې خوځښت کم وو. په ورته وخت کې له یادو کسانو د سګرټو او تباکو کارونې په اړه پوښتنې نه وې شوې ځکه چې تباکو هم د سپرمو خوځښت کې کمی راولي.
د پېژندنې بهیر
په ۲۰۱۷ کې په موږکانو څېړنه شوې او څېړونکي په دې اند دي چې وایفای په موږکانو کې د پېژندنې په بهیر اغیز کوي. همداسې یې په مغز او عصبي سیستم هم منفي اغیز لري.
د زړه روغتیا
په سویانو باندې تجربه شوې او څېړنې موندلې چې وایفای د زړه په روغتیا اغیز لرلای شي خو تر اوسه یې مېکانېزم نه دی څرګند او د نورو مالوماتو لپاره نورې مطالعې ته اړتیا ده.
د وایفای په اړه په انټرنټ کې ناسمې ادعاوې، د ادعاو له مخې وایفای لاندې یاد شوي روغتیایي حالتونه رامنځته کوي :
- اوټېزم
- پوستکي کې روغتیایي ستونزې
- سردرد
- دردونه
- سر ګرځېدل
- زړه بدوالی
- ستړیا
- د زړه ضربان کې بې نظمي
۵ جي او کورونا ویروس
۵ جي د وایفای د پنځم نسل ټکنالوجي ده، د وایفای یو ډول دی. د مبایل شبکه ده او په ۲۰۱۹ کې یې کارونه پیل شوې. له کارونې سره یې د روغتیا په اړه اندېښنې خپرېدل هم پیل شول خو ډېر ژر په ۲۰۲۰ کې د کورونا ویروس وبا خپره شوه او په یادو ادعا ګانو کې کورونا ویروس هم ور اضافه شو. په دې ادعاګانو کې ځینې بېلګې لاندې یادې شوي :
- ۵ جي (SARS CoV-2) خپروي کوم چې د کورونا ویروس لامل کیږي
- ۵ جي ستاسې په ایمني سیستم کې بې توازني رامنځته کوي او یاده چاره مو په کورونا ویروس باندې د اخته کېدو امکان زیاتوي
- ۵ جي د کورونا ویروس د ساتنې لپاره د پوښ په څېر دی
- د کورونا ویروس په واکسین کې د ۵ جي مایکرو چېپ موجود دی
- کورونا ویروس په لمړي ځل د چین په وهان ښار کې راڅرګند شو ځکه چې یاد ښار کې په لمړي ځل ۵ جي وایفای کارېدلې وه

خو وروسته د ۵ جي په اړه ټولې ادعاوې د سوداګریزو سیالو شرکتونو تبلیغات ثابت شول تر څو د چین مارکېټ خراب کړي.