په ۲۰۱۹ کې چې کله کورونا وبا خپره شوه نو د نړۍ خلکو له ژوند کولو څخه بقا موندلو ته مخه کړه. ډېری کوم کسان چې د کورونا ویروس له امله مړه شوي، وژونکی یې ویروس نه وو بلکې خپل ایمني یا دفاعي سیستم یې وژلي. څرنګه یو انسان کولای شي خپل ایمني یا دفاعي سیستم کې تېروتنې سمې کړي او ځواکمن یې کړي ؟ د همدې پوښتنې د ځواب لپاره لاندې د ساینس لخوا تصدیق شوې طریقې دي :
۱ - لمړی یې روژه نیول دي. ډېری خلک فکر کوي چې ممکن روژه بدن کمزوری کړي خو حقیقت برعکس دی او روژه بدن ځواکمن کوي. په ۲۰۲۴ کې ساینس پوهانو د یوې څېړنې پایلې خپرې کړې چې که یو کس درې ورځې یا ۷۲ ساعته روژه ونیسي نو ایمني سیستم دې ټول ډیلیټ کیږي او بیا نوی پروګرام کیږي لکه کمپیوټر کې چې زړه وینډوز ډیلیټ کړې او بیا یې نوې انسټال کړې یا خپل مبایل فکټري ریسېټ کړې. همدې چارې ته طب کې اټافوجي وایي. اټافوجي بدن کې داسې طبیعي میکانېزم دی کوم چې د حجرو کمزورې یا هغه برخې کومې چې فعالیت نشي کولای تجزیه کوي او ځای یې نوې حجرې نیسي.
له دې پرته روژه نیول انسان کې د انسان د ودې هورمون زیاتوي. دا هورمون انسان کې هغه مرغړي ته هم وده ورکوي کوم چې د دفاعي یا ایمني سیستم حجرې تولیدوي، یادو حجرو ته ټي حجرې وایي. دا د ایمني سیستم د حجرو یو ډول دی او له اېچ ای وي، ویروسونو او سرطان څخه د بدن ساتنه کوي.
د ایمني سیستم لپاره بل تر ټولو حیاتي د ګېډې مایکروبایوم دی. د انسان بدن کې ۷۰ % ایمني سیستم مایکروبایوم جوړوي. مایکروبایوم بدن کې تر لس زره د زیاتو ګټورو باکتریاو ډولونه دي. د انسان بدن ته لسګونه زره مکروبونه د سترګو، خولې، پوزې او سږو له لارې داخلیږي او د مایکروبایوم په ذریعه له دې مکروبونو سره مقاومت کوي. د تازه سبزي هر ډول خوړل او اچار یا خمیره شوي هر ډول خواړه، مستو کې اوږه ستاسې مایکروبایوم زیاتوي او د بدن د مقاومت کچه مو لوړوي او مایکروبایوم ته بیا لوی زیان اړونکي بوره، بوتل او ډبلیو کې بند هر ډول څښاک او انرژي، نباتي غوړ او د سپینو اوړو ډوډۍ او نشایسته ده. له دې پرته هر ډول پروسېس شوي خواړه هم مایکروبایوم کمزوری کوي. بدن کې مو بوره یوازې د زړه ناروغۍ، لوړ فشار او شکر نه پیدا کوي بلکې د وینې سپینې حجرې کومې چې د بدن ایمني سیستم دی له منځه وړي او تاسې د مکروبونو، ویروسونو مقابل کې خپله دفاعي وړتیا له لاسه ورکوئ. یوازې ۷۵ ګرامه بوره مو پنځه ساعتو پورې ایمني سیستم کمزوری کوي، یوازې یوه د کوکاکولا کوچني ډبلي کې ۴۰ ګرامه بوره موجوده وي. د کورونا پرمهال هغه خلک ډېر مړه کېدل کومو چې شکر ناروغي لرله.
۲ - د ایمني یا دفاعي سیستم د ځواکمن کولو لپاره دوېم تر ټولو اړین زېنک دی. هر انسان د زېنک له ۱۱ تر ۲۲ ملي ګرامه پورې کچې ته هره ورځ اړتیا لري. په بیولوجیکي فعالیت کې اړین رول لري لکه د ډي اېن اې جوړول، د پروتینو ترکیب او د ټپونو رغول (له دې پرته نورې ډېرې چارې هم پر مخ وړي). زېنک د زکام لپاره هم ډېر مطالعه شوی، زېنک د پوزې په بلغم کې ځان ګډوي او د زکام د ویروس او حجرې د اتصال ترمنځ ځای نیسي او د پوزې استر کې پړسوب له منځه وړي. که چېرې بدن کې زېنک کم وي نو بدن کې دفاعي سیستم له کمزوري کېدو پس له کاره لویږي. د هغو څارویو سرې غوښه کې کوم چې په وښو او ګیا ساتل شوي وي زېنک موجود وي (البته د فارمونو څارویو کې نه، ځکه چې د غټولو او څوربولو لپاره یې هورمونونه او غله کاریږي او ډېر کم وخت واښه ورکول کیږي)، دوېم د کدو په زړو کې، غوزانو، بادامو او لوبیا کې زېنک موجود دی،
۳ - ویټامینونه د بدن ایمني سیستم ځواکمنولو کې حیاتي رول لري. په ویټامینونو کې دوه د بدن دفاعي سیستم ځواکمن ساتلو کې اړین رول لري یو یې ویټامین سي دی کوم چې په لیمویي میوه، پالک او سبزیانو کې موجود دی، د خټکي په څېر میوه کې هم پرېمانه پیدا کیږي او دوېم ویټامین اي دی. د ویټامین اي لپاره د افتاب پرست زړي او د زیتونو تېل ښې سرچینې دي. له دې پرته ویټامین اې او ویټامین ډي هم د بدن په ایمني سیستم کې خپل رول لري.
۴ - سټرس که چېرې فزیکي وي او که زهني نو بدن کې د ایمني سیستم فعالیت کمزوری کوي. د ژوند کولو لپاره او هرې چارې پر مخ وړلو لپاره سټرس کېدل اړین دي او له سټرس کېدو پرته انسان فعالیت نشي کولای، دې ته نورمال سټرس وایي خو که چېرې هره ورځ بې کچې زیات سټرس شې او د سټرس کچه غیرې ضروري وي نو دا مو بدن باندې بد اغیز لري او د حجرو په کچه مو ایمني سیستم له کاره غورزوي، د سرطان خطر زیاتوي او ایمني ناروغۍ او بې نظمي پیدا کوي. د سټرس مدیریت زده کول ډېر اړین دي.
۵ - کافي او ژور خوب د انسان د دفاعي سیستم ځواکمن ساتلو لپاره اړین دی. ناسم خوب د انسان په حافظې، مزاج او ایمني سیستم مستقیم اغیز لري. کله چې انسان ژور خوب کې وي نو بدن د بیا تولید حالت ته داخلیږي او د بدن د ایمني سیستم حجرې جوړوي. کله چې انسان ویده وي نو د ایمني سیستم حجرې یې د سېنډېکانس په نامه پروتین پرېږدي. دا پروتین بدن کې عفونیت پیدا کوي. که چېرې انسان سم خوب ونه کړي او یا کافي خوب ونه کړي نو سېنډېکانس پکې نه تولیدیږي.
۶ - سپورت بدن کې د وینې بهېدنه ښه کوي، بدن کې سټرس او پړسوب کموي، د هاضمې روغتیا ښه کوي او له بدن څخه د مضرو باکتریاو په مینځلو کې اړین رول لري.

