د بېګ بنګ تیوري وایي چې کاینات له یوې لویې چاودنې رامنځته شوي. که چېرې داسې وي نو بله پوښتنه دا ده چې تر هغې مخکې په دې لویه فضا کې څه وو ؟ د دې پوښتنې ځواب براین ګرین ویلی چې د بېګ بنګ تیوري کې ویل شوي چې کله کاینات رامنځته شول نو زمان یا وخت هم ورسره رامنځته شو. که چېرې وخت نه وو نو دا په دې مانا ده چې هېڅ هم نه وو. دا چې بېګ بنګ یوازې یوه نظریه ده او په دقیق ډول سره انسان نشي کولای چې دا ووایي چې له بېګ بنګ مخکې څه وو خو بیا هم ډېری فزیک پوهان په دې اند دي چې وخت د کایناتو له رامنځته کېدو سره پیل شوی او تر دې مخکې هر څه هېڅ وو. دا خبره د فزیک پوهانو په غیرې مستقیم ډول اقرار دی چې وایي زمونږ زهن او مغز یې له درک څخه عاجز دی او نه پوهیږو.
ډېری خلک په دې اند دي چې منفي زمان یا وخت هم موجود دی، په دې مانا چې له صفر لاندې زمان یا وخت. جاذبه خو پېژنئ چې څه ده ؟ که دې یو توپ لاس کې وي او ویې غورزوې نو د ځمکې جاذبه یې ځانته کش کوي خو انشټاین په دې اند وو چې منفي جاذبه هم موجوده ده په دې مانا چې ځمکه ځانته توپ کش کوي دا مثبته جاذبه ده خو په ځمکه له لګېدو سره بېرته دفع کیږي او هوا ته ټوپ اچوي دا یې منفي جاذبه یاده کړې. مونږ تر اوسه دافعه یا منفي جاذبه نه ده لیدلې او یا مو پام نه دی ورته کړی ځکه چې ځمکه او ټولې سیارې جاذبه لري او په لمریز نظام کې بیا تر ټولو لویه جاذبه د لمر ده کوم چې سیارې خپل چار چاپېره مدار کې ساتلي.
فکر وکړئ ټول ستوري له لمر انرژي اخلي که چېرې دا انرژي منفي جاذبه دفع کړي نو څه به رامنځته شي ؟ اوس راځو بېرته بېګ بنګ ته. ځینې ساینس پوهان په دې اند دي چې بېګ بنګ چاودنه نه وه بلکې همدا منفي جاذبه وه کومې چې کاینات خپاره کړي دي او له ۱۳ میلیارده او ۸۰۰ میلیونه کاله پس نن هم په یوه لایتناهي تیاره فضا کې د خپرېدو حال کې دي. همداسې یاد فزیک پوهان په دې اند دي چې د کایناتو له خپرېدو یوه ثانیه پس د تودوخې درجه له صفر لس میلیارده سانتي ګراد لوړه شوې. په دې وخت کې تودوخه دومره زیاته وه چې اتوم د شکل اخیستو وړتیا نه لرله او یوازې د اتوم زرې موجودې وې کومو چې وروسته هر څه رامنځته کړي دي.
له دې پېښې وروسته ۳۷۰ زره کاله تېر شول او بیا لمړی اتوم رامنځته شوی او هغه هم د هایډروجن اتوم وو او ورپسې بیا د هیلیوم اتوم رامنځته شوی. له بېګ بنګ وروسته چې کومه تودوخه رامنځته شوې د ساینس پوهانو لپاره تر اوسه معما ده او په دې نه پوهیږي چې کاینات ولې دومره لوړې تودوخې ته اړتیا لرله ؟ ممکن مخکې ژوندي موجود وو او قیامت یې تجربه کړی وي او د قیامت یادې تودوخې پناه کړي وي ؟ نور علم یې الله تعالی ته دی. دلته د ساینس پوه زهن نور کار پرېدي او د خپل زهن تولید کړې پوښتنه نشي ځواب کولای خو تیوري یا نظریه بیانولی شي کومه چې تر ډېره په اټکل ولاړه وي. دلته د ساینس پوهانو نظریه دا ده چې تر اوسنیو کایناتو مخکې نور کاینات موجود وو او له بېګ بنګ سره له منځه تللي او بیا نور کاینات ترې رامنځته شوي. کوم څه ته چې مونږ قران کریم کې قیامت وایو.
کوم څه ته چې انسانان له بېګ بنګ بیا بېګ بنګ رامنځته کېدل او د پخوانیو کایناتو له منځه تلل وایي انګریزي کې د همدې تیوري یا نظریې نوم بېګ بونس دی مانا یې لویه ټوپ اچونه ده. لمړۍ نظریې ته یې بېګ بنګ وایي او درېمه نظریه د کایناتو د رامنځته کېدو په اړه نظریه ابدي نومیږي انګریزي کې ورته اېټرنل انفلېشن وایي. په دې نظریه کې ساینس پوهان په دې اند دي چې د اسمان لاندې فضا کې کاینات د حجرې شکل لري کله چې بدن کې یوه حجره لویه شي نو په دوه حجرو او په درې او همداسې تکثیر یا وده کوي. دوي په دې اند دي چې کهکشانونه هم له یو بل د حجرې شکل کې زېږېدلي او پراخ شوي.
اوس دلته ځینې کسان په دې اند دي چې بېګ بنګ ډېره اړینه پېښه وه او کاینات یې رامنځته کړل خو نور بیا په دې اند دي چې بېګ بنګ د نورو بېګ بنګونو په منځ کې وړه یا ساده پېښه وه او همداسې به ادامه ولري او بیا بیا به پېښ شي.
خو په حقیقت کې ممکن هېڅ پوه نشو چې دا کاینات څه ډول خلق شوي، ممکن په دې هم هېڅکله پوه نشو چې مخکې له کایناتو څه وو او د کایناتو له پنا کېدو پس به څه وي ؟ تر اوسه یې له درک کولو زمونږ زهن ډېر عاجز دی.

