د نړۍ خطرناکه وسله

zakria rahimi
By -

 انسانانو له ډېره وخته هڅه کړې چې د اوبو لاندې تګ وکړي. تر ټولو زوړ انځور د اسکندر مقدوني دی کوم چې د ښیښې په ډبلي کې دی او د اوبو لاندې د تلو هڅه کوي دا انځور تقریبا ۲۰۰۰ کاله زوړ انځور دی.


تقریبا ۱۸۰۰ کاله پس لیناډو داسې رسامي وکړه په کومې کې چې هغه داسې کیشتۍ طرحه کړې وې کومو چې د اوبو لاندې تګ کولای شو خو خپلې چارې یې ټولو پټې وساتلې او فکر یې کوه چې که چېرې انسانان یې جوړ کړي نو یو بل ته به یې زیان اړولو لپاره وکاروي. له دې وروسته په ۱۷۷۵ کې د هالنډ یو ساینس پوه داسې کیشتۍ جوړه کړه کومې چې د اوبو لاندې تګ کولای شو. د انسان تاریخ کې دا لمړی اوبتل ګڼل کیږي او د ټرټل یا شمشتۍ نوم ورته اخیستل کېده. هالنډیانو له انګریزانو سره په جګړه کې وکاروله او بلاخره ډوبه شوه او تجربه یې ناکامه شوه. انځور یې لاندې کتلی شئ.



په ۱۹ پېړۍ کې په دې نظر باندې کار چټک شو او د جرمني روډولف ډیزل په نامه ساینس پوه داسې انجن جوړ کړ چې هر څه یې بدل کړل. دې انجن تیل د تګ لپاره کارول، جرمنیانو دا انجن په اوبتل کې نصب کړ او لمړی بریالی اوبتل یې رامنځته کړ کوم ته چې یو بوټ نوم اخیستل کېده. په یو بوټ کې ستونزه دا وه چې انجن یې هوا ته اړتیا لرله او د دې لپاره باید هر ۴۸ ساعتونو کې یو ځل د اوبو سطحې ته راپورته شوای وای تر څو هوا واخلي.

په ۲۰ پېړۍ کې د صنعت له انقلاب سره مختلفې وسلې جوړې شوې او دوه نړیوالې جګړې وشوې. په دې جګړو کې امریکایانو، انګریزانو او فرانسویانو د جرمنیانو اوبتلونه ونیول او بلاخره دې هیوادونو بیلیونه ډالر د اوبتل جوړولو کې پانګونه وکړه ځکه چې دې هیوادونو فکر کوه چې کوم هیواد په سمندر کې ځواک لري نو هغه په نړۍ هم واک لري. په ورته وخت د ۱۹۴۰ لسیزې او ۱۹۵۰ لسیزې ترمنځ ساینس پوهانو اټومي انرژي کشف کړه. ساینس پوهان په دې پوه شول چې د اټومي انرژي د تولید لپاره هوا ته اړتیا نشته او بلاخره له دې انرژي یې بټۍ کې بریښنا تولید کړه او دا بټۍ یې په اوبتل کې نصب کړې کوم چې پخوا هر ۴۸ ساعته کې یو ځل د هوا لپاره د اوبو سطحې ته راپورته کېده اوس کولای شي تر شپږ میاشتو پورې د اوبو لاندې پاتې شي او همدا بټۍ یې د ۲۰ کالو لپاره د انرژي اړتیا پوره کولای شي.

اوسمهال په هر اوبتل کې اټومي سروکي او توغندي موجود وي او د اوبو لاندې یې موقیعت هم نا مالومه وي. مخکې د سونار په ذریعه د انجن له غږ څخه پیدا کېدلای شو خو اوس یې ټول اوبتل په ربړ پوښلی وي او د انجن غږ یې هم بې کچې کم کړی تر څو یې سونار ونشي موندلی. که چېرې د دوه هیوادونو ترمنځ اټومي جنګ ونښلي او یو هیواد لمړی برید وکړي نو له منځه تللي هیواد له اوبتل څخه اټومي برید کوي او دا اوبتل د هیواد، ولسمشر یا دفاع وزارت امر ته هم اړتیا نه لري بلکې په خپلسر د اوبتل داخل کې افسران د برید پرېکړه کوي. اوبتل یو لامل دی چې اټومي هیوادونه په یو بل برید نه کوي ځکه چې که ټول هیواد هم له منځه ولاړ شي نو د اوبو لاندې نامالوم ځای کې اټومي وسلې لري. اوسمهال چین، روسیه، امریکا، فرانسه، هند او انګلستان اټومي اوبتلونه لري.
له جنګ پرته اوبتل د جاسوسي لپاره هم کاریږي او ډېری وخت د سمندر لاندې د انټرنټ له کیبلونو مالومات اخلي. امریکایانو د اوبتل له لارې تقریبا ۹ کاله د شوروي اتحاد خبرې اورېدلې خو په امریکا کې د روسانو یو جاسوس د ۳۵ زره ډالرو بدل کې دا مالومات په روسې وپلورل او بلاخره روسانو یې د مخنیوي لپاره اقدام وکړ.




Tags: