د ناروې یو اړخ کې د شمال سمندر موجود دی، له سویډن، فنلنډ او روسې سره پولې لري. په نړۍ کې پنځم شتمن هیواد دی. د ناروې ۲۵ % نفوس میلیونران دي. په نړۍ کې اووم تر ټولو د ښې روغتیا لرونکی نفوس لري. ناروې تل داسې نه وه. په ۱۷۹۹ کې یې خلک ډېر بې وزله وو، هیواد په واورو کې پټ، دنګو غرونو کې یې سفر نا ممکن وو، د کلیو او درو ترمنځ یې سرکونه نشته وو، هوا یې ډېره سړه وه او تقریبا ټول ملت یې بیسواده وو. په دې سړه هوا او غرونو کې کرنه تقریبا نا ممکنه وه. قحطي ټوله ناروې کې خپره شوې وه او اقتصاد یې په بشپړ توګه ځپل شوی وو.
پوښتنه دا ده چې څرنګه یاد هیواد له دومره بې وزلۍ په داسې شتمن هیواد بدل شو چېرې چې ۲۵ % نفوس میلیونران دي. که چېرې تاسې ناروې له روسې، ایران، عراق، کوېت، اماراتو او سعودي سره مقایسه کړئ نو یاد هیوادونه د ناروې په پرتله د ګازو او نفتو لویې زخیرې لري او د نړۍ د ټول ناخالصه کورني عاید ۸ % جوړوي، همداسې د تیلو د تولید کچه یې هم له ناروې زیاته ده او ناروې په نړۍ کې ۱۳ هیواد دی کوم چې زیات تیل تولیدوي خو بیا هم یادو هیوادونو کې یو هم په شتمنو کې نه شمارل کیږي.
په اتلسمه پېړۍ کې ناروې پارلمان جوړ کړ، د پارلمان د جوړولو موخه دا وه چې یوازې د څو کسانو او یا سیاسیونو د شتمن کېدو مخه ونیسي او ټوله شتمني یوازې د یو څو کسانو لاس کې نه وي. د دې چارې لپاره یې لمړی د خپلو سیندونو او اوبو تنو باندې ډیمونه جوړ کړل، له بندونو یې برېښنا جوړه کړه او دا چارې یې یوازې په سیمه ایزو شرکتونو ترسره کړې. دوېم ګام کې یې د نړۍ څلورم سمندري ټرانسپورټ جوړ کړ، له دې پس یې په خپلو رېل لارو او سروکونو کار پیل کړ. په خلکو یې لوړه مالیه وضع کړه او دا مالیه یې یوازې او یوازې د ملت په پوهنیز سیستم مصرف کړه. دې چارو یې تر ۱۹۶۵ پورې ادامه وکړه او تر دې وخت پورې یې بې کاري په ناروې کې تقریبا د صفر کچې ته ورسوله.
په ۱۹۵۹ کې په هالنډ کې د تیلو زخیرې کشف شوې او مخکښان په دې اند وو چې ممکن د شمال سمندر لاندې هم دا زخیرې شته وي. په ۱۹۶۶ کې د فیلیپس پیټرولیم په نوم شرکت د ناروې سمندر کې کان کیندنه پیل کړه او تقریبا تر دوه کالو پورې یې ادامه لرله خو بیا هم تیل پیدا نشول او حکومت یې هم ناهیلی شوی وو خو شرکت د کیندنې د ادامې پرېکړه وکړه او بلاخره په ۱۹۶۹ کې یې د تیلو لویه زخیره وموندله. تر دې مخکې د ناروې اقتصاد کب نیونې او د کب صادرونې جوړ کړی وو خو له دې پس د تیلو په ۱۳ لوی صادرونکي هیواد بدله شوه.
دا چې ناروې داسې قانون لره چې حکومت، سیاسي تنظیمونه او یوازې یو څو کسان د شتمنۍ کنټرول نشي کولای او یوازې به په عامه هوساینه مصرفیږي همدې چارې پکې د ژوند او اقتصاد ښه والی رامنځته کړ او له نورو هیوادونو سره یې همدا قانون توپیر وو. بل دا چې د اماراتو او سعودي په څېر یې د خلکو مالیه کمه نه کړه، په خلکو یې مالیه وضع کړه او بېرته یې په عامه هوساینه کې د پانګونې په توګه وکاروله تر څو د هیواد نور سکتورونو پراختیا او وده ممکنه کړي. ناروې له دې پرته د منرالونو صادرات هم کوي او کومې پیسې چې له دې درکه ترلاسه کوي دا هم بېرته په خپلو ملي پروژو مصرفوي. پروژې او دندې یې هم په یوازې یو څو کسان یا کورنۍ نه کنټرول کوي بلکې مساوات پکې موجود دی او شتمنۍ په برابره توګه په خلکو وېشل کیږي.

