د هرمز تنګی ډیر کوچنی ځای دی او د همدې کوچني ځای کنټرول د ټولې نړۍ کنټرول دی. که چېرې تاسې د فارس خلیج نقشه وګورئ یوې خوا ته عمان، بحرین، کوېت، سعودي، امارات، عراق او قطر پراته دي او د سمندر بل څنګ په اوږدو کې ایران پروت دی. په ایران چین او روسیه پانګونه کوي، وسلې ورکوي او هر ډول سیاسي، نظامي او استخباراتي ملاتړ یې کوي او بله خوا کې بیا امریکا او د اروپا ځینې هیوادونه پوځي اډې او پوځي حضور لري. هر یو یې سیمه کې د هرمز تنګي د کنټرول لپاره پانګونه کړې او که چېرې یاد ځواکونه د همدې تنګي په کنټرول سره مخامخ شي نور درېمه نړیواله جګړې ترې جوړېدای شي.
تنګی د سمندر تنګه شوې برخه وي او د نړۍ د اوبو دوه لویې تنې سره نښلوي. د نړۍ ۷۰ % برخه سمندر دی او د نړۍ ۸۰ % سوداګري هم د همدې سمندر له لارې کیږي. په همدې سمندرونو کې هر وخت تر ۵۰ زره پورې سمندري بېړۍ د تګ حال کې موجودې وي. د بېړۍ له همدې تنګیو هم تېریږي او که چېر تنګي بند کړل شي نو د ټولې نړۍ اقتصاد باندې هم خپل اغیز لري.
د ۲۰۲۱ کال په مارچ کې، په سوېز کانال کې یوه یو بېړۍ د شپږ ورځو لپاره ونښته، له دې سره کانال د شپږ ورځو لپاره د تګ راتګ پر مخې بند شو او پایله کې یې نړیوال اقتصاد ته ۱۰ بیلیونه ډالر زیان واوښته. د هرمز تنګی د خلیج سمندر د هند له سمندرګي سره وصل کوي، باب المندب د سوېز کانال ته وتلی او یاد کانال د هند سمندر له مدیترانې نښلوي.
همداسې د پاناما تنګي له لارې د شمالي او سویلې امریکا ترمنځ سوداګر تګ راتګ کوي او چینایان یې هم د خپلو بېړیو لپاره کاروي، د پاناما تنګی ارام سمندر او اتلانتیک سمندر سره نښلوي. د پاناما تنګي له لارې د امریکا او لوېدیځې اسیا ترمنځ د سوداګري لویه برخه ترسره کیږي، له دې پرته امریکا له اروپا، افریقا او اسیا سره نښلوي.
بل تنګی د مراکش او هسپانیا ترمنځ د جبل الطارق په نوم دی. له همدې لارې د اتلانتیک سمندر ټولې بېړۍ مدیترانې ته تګ راتګ کوي.
بل تنګی د دنمارک تنګی دی کوم چې دنمارک، سویډن او ناروې ته د تګ لپاره لار ګڼل کیږي. له همدې لارې روسانو د خپلو تیلو لویه برخه اروپا ته صادروله.
د ترکې تنګی د مدیترانې او تور سمندر تر منځ تنګی دی. دا کانال له لارې روسیه، ترکیه، ازربایجان د اروپا له سوېل ختیځ سره نښلوي.
بل تنګی د مالیزیا او سوماترا ترمنځ دی. د همدې تنګي له لارې د هند سمندرګي او د ارام سمندر ترمنځ سوداګریز بېړۍ تګ راتګ کوي. همدا د چین لپاره اړینه لار ده. دا لار د اسیا او اروپا ترمنځ تر ټولو لنډه لار ګڼل کیږي.
پورته ټول تنګي یو هم د هرمز تنګي په څېر اړین او حیاتي رول نه لري. دا تنګی د فارس خلیج د عمان له خلیج سره نښلوي. له دې پرته د فارس له خلیج سره اته هیوادونه پولې لري، دا اته هیوادونه ایران، عراق، سعودي، بحرین، قطر، کوېت، امارات او عمان دی. دا هیوادونه د تیلو لوی تولیدونکي دي، او تر ډېره خپل تیل په ډالر پلوري. د نړۍ لپاره د انرژي تر ټولو لویه سرچینه ده او که چېرې هرمز تنګی وتړل شي نو تر ټولو لمړی ډالر خپل ارزښت له لاسه ورکوي. د نړۍ له ټولې کارېدونکې انرژي، ۳۳ % له تیلو اخیستل کیږي. دوېم ګام کې ګاز دی کوم چې په نړۍ کې د انرژي درېمه لویه کارېدونکې سرچینه ده.
د هرمز تنګي سیمه کې یوه لویه ننګونه ایران دی او دوېمه لویه ننګونه په دې تنګي کې اته وړې جزیرې دي او له دې لارې هره تېرېدونکې بېړۍ باید ځان له ټکر کېدو ورسره وژغوري او په دې کې اووه د ایران په کنټرول کې دي. اماراتو غوښتل چې دا جزیرې خپل کنټرول کې واخلي خو په ۱۹۷۰ کې د ایران پوځ ونیولې. له دې تنګي تر ټولو زیات تېل پنځو هیوادونو ته ځي د کومو چې لمړی چین دی او د نړۍ تر ټولو دوېم لوی اقتصاد دی. چین د خپلې اړتیا ۴۵ % نفت د هرمز تنګي له لارې واردوي. د نړۍ درېم لوی اقتصاد جاپان دی، جاپان خپل ۱۰۰ % نفت له بهر واردوي، د کومې چې ۸۰ % د هرمز تنګي له لارې تېریږي. هند د نړۍ پنځم لوی اقتصاد دی، هند خپل ۷۰ % نفت او ۵۰ اېل اېن جي ګاز د هرمز تنګي له لارې واردوي. سوېله کوریا هم د نړۍ په لویو اقتصادونو کې یو دی او د خپلې اړتیا ۷۰ % نفت د هرمز تنګي له لارې واردوي. که چېرې د هرمز تنګی د اوږدې مودې لپاره وتړل شي یا هم د خلیج هیوادونو کې جګړه د تیلو او ګازو تصفیه خونې او زخیرې وسوزوي نو د نړۍ اقتصاد ته بې کچې لوی زیان اوښتلی شي.