کله چې خلک تاته ووایي چې ته هېڅ ارزښت نه لرې نو باید ته څه وکړې ؟

zakria rahimi
By -

  ډېری خلک دې ډول حالت کې غبرګون ښي، د بل پام خپلول تعقیبوي، بحث کوي او هڅه کوي چې خپل ارزښت ثابت کړي. که څوک تاته په خپل چلند دا وښي چې ته ارزښت نه لرې نو غبرګون مه ښیه او په ډسپلین ځواب ورکړه :


۱ - خپله انرژي وژغوره، پام کول یو ځواک دی، هغو ته خپل وخت مه ورکوه کوم یې چې ضایع کوي، کله چې ستا موجودیت کمزوری شي نو د مقابل کس په تا کنټرول هم کمزوری کیږي.
۲ - هېڅ مه وایه، چوپتیا له تشرېح کولو ځواکمنه ده، خپل نشتون او غیر حاضري پرېده چې هغه څه ووایي کوم چې الفاظ نشي بیانولی.
۳ - خپله ارامتیا وساته، د نورو د نا ارامي ارامول ستا مسولیت نه دی، خپل زهن داسې وساته لکه بالا حصار کې پوځي کلا، چېرې چې هېڅ بې اجازې نشي داخلېدای.
۴ - په غچ باندې خپل وخت او انرژي مه ضایع کوه، خپل وخت او انرژي په خپلې فکري او اقتصادي ودې ضایع کړه، تر غبرګون او غسې بریا په لوړ غږ خبرې کوي.
۵ - له دې ډول خلکو سره سملاسي خپل حدود ټاکه، که چېرې حدود ورسره ونه ټاکې نو دا ډول خلک د دې چل زده کوي چې تا سره کوم ډول چلند وکړي.
۶ - دې ډول خلکو ته تشرېح مه ورکوه ځکه چې ستا ارزښت د توجیه کولو لپاره تشرېح ته اړتیا نه لري. کوم خلک چې ستا احترام کوي نو په ارزښت دې هم پوهیږي او کوم خلک دې چې احترام نه کوي نو په تشرېح کولو به ستا ارزښت درک نه کړي.
۷ - له شور، غسې او ډرامې جوړولو پرته له دې خلک د واټن اخیستلو لپاره قدم واخله. کله نا کله د بل پرېښودل تر ټولو ځواکمن غبرګون وي. تر ټولو اړینه برخه دا ده چې خلک ستا په ارزښت هغه وخت پوهیږي کله چې ته نور نشته یې خو دې وخت کې ته نور شاته نه ګورې او مخکې تګ کوې.