د سرطان د تشخیص لپاره پنځه ازموینې

zakria rahimi
By -

 د سرطان ازموینې له انسان سره مرسته کوي چې سرطان په لمړنیو پړاونو کې تشخیص کړي. د ازموینې ډول مو د عمر له مخې او د خطر له مخې ډاکټر ټاکي. د سرطان ځینې ډولونه له زیات عمر سره تړاو لري، ځینې له جنسیت سره تړاو لري او ځینې وخت یوې کورنۍ کې ارثي وي. که چېرې یو کس د جنسیت، عمر یا د کورنۍ د مخینې له امله د سرطان له خطر سر مخ وي نو اړینه ده چې د سرطان ازموینې له ډاکټر سره په مشورې وکړي. لاندې پنځه اړینې ازموینې یادې شوي :


۱ - مموګرام
مموګرام ازموینه کې د تیانو اېکس رې اخیستل کیږي او د اېکس رې له مخې ډاکټر کولای شي د سرطان تشخیص په لمړیو پړاونو کې وکړي. که چېرې مموګرام ازموینه دوامداره وي نو د هر ځل ازموینه کې ډاکټر د تیانو بدلون کتلای شي. د تیانو سرطان ځینې وخت کې تر درې کالو پورې خپل علایم نه ښيي.
د کومو ښځو چې عمر له ۴۰ کالو زیات وي باید هر کال مموګرام ازموینه وکړي، د کومو ښځو چې عمر له ۵۵ کالو زیات وي باید هرو دوه کالو کې یو ځل ممو ګرام ازموینه وکړي.

۲ - د رحم د غاړې سرطان
د ازموینې لپاره ډاکټر له رحم څخه حجرې یا مایع اخلي او د ازموینې لپاره یې لابراتوار ته لیږي.
- که چېرې ښځه کې انساني پاپیلوما ویروس موجود وي نو په رحم کې زخې او سرطان پیدا کوي.
- پاپ سمییر ازموینې په رحم کې د حجرو هغه بدلون ته کتنه کوي کوم چې که بې درملنې پاتې شي په سرطان بدلیږي.
د رحم د خولې ازموینه له اتلس کلنۍ پس پیل کیږي په ځانګړي ډول هغو هیوادونو کې چېرې چې جنسي اړیکه بې نکاح او غیرې مشروع له زیاتو نرانو سره وي.

۳ - د غټې کولمې پای یا د رېکټم برخې سرطان
نران او ښځې دواړه کوم چې له ۴۵ تر ۷۵ کالو عمر کې دي، دواړو ته اړینه ده چې د خپل مقعد ازموینې وکړي. که چېرې یې عمر له ۷۵ کالو زیات وي او ګمان کوي چې د سرطان له خطر سره مخ دی نو اړینه ده چې له خپل ډاکټر سره یې په اړه خبرې وکړي. ازموینه یې د غایطه موادو په ازموینه، د انعطاف وړ سیګمویډوسکوپي او کولونوسکوپي کیږي. د کولونوسکوپي لپاره ډاکټر ګروپ او کامره لرونکی پایپ کاروي، که چېرې پولیپس یا سرطان ومومي نو د ازموینې لپاره یې پرې کوي. که چېرې هر څه نورمال وي نو ډاکټر لس کالو کې د بلې کولونوسکوپي سپارښتنه کوي.

۴ - د پروستات سرطان
د پروستات ځانګړي انټي جېن ته پي اېس اې لنډیز کاریږي. پي اېس اې یو پروتین دی کوم چې د پروستات مرغړي روغتیا لرونکې او سرطاني حجرې تولیدوي. څومره چې د پي اېس اې کچه زیاته وي همدومره د پروستات د سرطان خطر زیات وي. د کچې په اړه یې ډاکټران یو نظر نه لري ځینې ډاکټران (4 ng/mL) لوړه کچه ګڼي او ځینې یې ۲.۵ یا ۳ لوړه کچه ګڼي او په دې حالت کې د پروستات د سرطان لپاره د نورو ازموینو سپارښتنه کوي.

که چېرې یو کس په منځنۍ کچه د پروستات د سرطان له خطر سره مخ وي او عمر یې ۵۰ کاله وي نو باید ازموینې وکړي.
که چېرې د یو کس عمر ۴۵ کاله وي او د پروستات د سرطان خطر یې ډېر زیات وي باید ازموینې وکړي.
که چېرې یو کس ۴۰ کاله عمر ولري او نږدې خپلوانو کې یې له یو څخه زیات د پروستات په سرطان اخته شوي وي باید د پروستات ازموینې وکړي.

۵ - د سږو سرطان
که چېرې یو کس ۲۰ کاله سګرټ څکولي وي باید د سږو د سرطان لپاره ازموینه وکړي. که چېرې یې یو یا دوه پاکټه سګرټ لس کاله هره ورځ څکولي وي باید ازموینې وکړي. که چېرې یې عمر له ۵۰ تر ۸۰ کالو پورې وي او تېرو ۵ کالو کې یې سګرټ څکول پریښي وي نو باید د سږو د سرطان ازموینې وکړي. د سږو د سرطان د ازموینې لپاره د کم ډوز د سي ټي سکېن (LDCT) سپارښتنه کیږي.



Tags: