په انګریزۍ کې ورته اونکولوجېسټ (Oncologist) وایي. دا ډاکټر د سرطان په تشخیص او درملنه کې تخصص لري. که چېرې یو کس په سرطان اخته وي نو د روغتیا د تفصیل له مخې یې د تومور متخصص درملنه ټاکي. د تومور متخصص لمړی د سرطان د ډول د پېژندنې هڅه کوي، له پېژندنې پس یې د ودې کچې ته کتنه کوي، د خپرېدو چټکوالي ته یې کتنه کوي او دې ته کتنه کوي چې د بدن کومو برخو کې سرطان دی.
دا چې د سرطان درملنه کې مختلف ډوله درملنې کاریږي نو له همدې امله د سرطان ناروغ د درملنې په موده کې ممکن له مختلفو د تومور متخصصینو یا اونکولوجېسټانو سره وویني.
له کوم ډول اونکولوجېسټانو سره د سرطان د ناروغ لیدنه امکان لري ؟
د درملو نسخه کوونکی د تومور متخصص (Medical oncologist)
د تومور دا ډول متخصص په کیموتېراپي، هورمونونو او بیولوجیکي طریقو د سرطان درملنه کوي. د سرطان له ناروغ سره د درملو د بد اغیز یا جانبي عوارضو په مدیریت کې او د روغتیا ساتنه کې مرسته کوي. کله چې درملنه وشي نو د سرطان ناروغ له ځانګړو مودو وروسته یا هم له نویو ستونزو سره د مخ کېدو په صورت کې له دې ډول متخصص سره د لیدو وخت اخلي.
په وړانګو د درملنې ترسره کوونکی د تومور متخصص (Radiation oncologist)
دا ډول اونکولوجېسټ د لوړې انرژي فوټون بیمونه د درملنې لپاره کاروي او سرطاني حجرې پرې په نښه کوي. د سرطان له ټولو ناروغانو یې تقریبا نیمایي د نورې درملنې ترڅنګ وړانګې هم د درملنې لپاره کاروي.
په ځینو کسانو کې، د سرطان لرونکې برخه کې، تخمونه نصب کیږي خو ځینې بیا ځواکمنو بیمونو ته اړتیا لري او د راډیویي عملیات نوم ورته اخیستل کیږي.
د تومور متخصص جراح (Surgical oncologist)
که چېرې جنرالېسټ ډاکټر شک وکړي چې یو کس په سرطان اخته شوی یا د سرطان علایم پکې دي نو لمړی یې د تومور متخصص جراح ته لیږي تر څو یې د اغیزمنې برخې نسجونه د بیوپسي لپاره واخلي. که چېرې یې نسجونو کې سرطاني حجرې موجودې وي نو ممکن تاسې بیا له همدې جراح سره د لیدو لپاره وخت واخلئ تر څو مو په عملیات له بدن څخه تومور او چار چاپېره نسجونه پرې کړي.
د ماشومانو رنځ پوه د تومور متخصص (Pediatric oncologist)
دا متخصص د هغو ماشومانو درملنه کوي کوم چې په سرطان اخته وي. په ټوله نړۍ کې، هر کال، تقریبا ۱۷۵۰۰۰ ماشومانو کې سرطان تشخیص کیږي. په کومو ماشومانو کې چې په امریکا کې سرطان تشخیص کیږي، له درملنې پس تقریبا ۸۰ % ژوندي پاتې کیږي.
ځینې د ماشومانو رنځ پوه د تومور متخصصین د سرطان په ځانګړو ډولونو کې تخصص لري خو ځینې یې د ماشومانو د سرطان په اړه څېړنې کوي. د دوي د چارو یوه لویه برخه د هغو کورنیو روزنه ده کوم چې په سرطان اخته ماشومان لري.
نسایي او ولادي د تومور متخصص (Gynecologic oncologist)
دا ډول متخصص په هغو ښځو کې د سرطان درملنه کوي کومې چې د هګیو په کیسه کې، د رحم په استر کې، د رحم په خوله کې، ولوا او مهبل یا واجینا کې سرطان لري. له دې پرته د غیرې سرطاني روغتیایي حالتونو درملنه هم کوي لکه د فایبرویډ او اېنډومېټریوسیس غیرې سرطاني تومورونو درملنه.
د وینې د ناروغیو متخصص اونکولوجېسټ (Hematologist-oncologist)
دا ډاکټران د لوکیمیا او لیمفوما په څېر د وینې د سرطان درملنه کوي. له سرطان پرته د وینې د نورو بې نظمیو درملنه هم کوي.
- په اونکولوجي کې ستاسې لمړی ځل ممکن څو ساعته وخت واخلي او په دې موده کې مو د تومور متخصص هڅه کوي چې ستاسې د روغتیا په اړه کافي مالومات ترلاسه کړي.
- که چېرې یو کس کې سرطان تشخیص شي نو احساساتي کېدل، د احساساتو نشتوالی، خپګان، سټرس، ډېپرېشن، تشویش، ټکان خوړل او داسې نور ممکن تجربه کړي.
- فزیکي ازموینه مو ممکن جنرالېسټ ډاکټر ترسره کړې وي خو اونکولوجېسټ یې هم ترسره کوي.
- تاسې ممکن ازموینې کړې وي خو اونکولوجېسټ ممکن تاسې ته د نورو اضافي ازموینو سپارښتنه وکړي.
- د تومور متخصص کولای شي تاسې ته د ښه کېدو موده وټاکي.
اونکولوجېسټ ممکن لمړی فزیکي ازموینه وکړي او بیا د وینې، ادرارو، غایطه موادو، سي ټي سکېن او یا نورو ازموینو سپارښتنه وکړي.

