د سبزي خوړنې رژیم د غټې کولمې د سرطان خطر کموي ؟

zakria rahimi
By -

ډېر خلک د ډېرو لاملونو له امله د سبزي خوړنې رژیم ته مخه کوي. په دې لاملونو کې مذهبي، چاپېریالي، اصولي، کلتوري او روغتیایي شامل دي. دا ډله خلک ژوي او د ژو تولید نه خوري، له غوښې، کبانو، چرګانو، هګیو، شیدو او شاتو ډډه کوي. ډېرو څېړنو د سبزي خوړلو د رژیم مطالعې ته مخه کړې او ګمان کوي چې که چېرې په مناسبه طریقه پلي شي نو ټولې روغتیا کې ښه والی رامنځته کولی شي او عمر زیاتولی شي. ځینې څېړونکي بیا دا وړاندیز کوي چې د سبزي خوړونې رژیم کولای شي د سرطان د ځینې ډولونو خطر هم کم کړي.

په متحده ایالتونو کې د غټې کولمې سرطان، د سرطان اړوند مړینو کې څلورم د ژوند اخیستونکی سرطان دی. پوښتنه دا ده چې ایا د سبزي خوړلو رژیم کولای شي د غټې کولې د سرطان خطر کم کړي ؟

په انګرېزۍ کې (colon cancer) د (colorectal cancer) لنډیز دی، د غټې کولمې په کولون او رېکټم برخې کې سرطان حجرو ته رجوع کوي. د غټې کولمې د سرطان خطر زیاتونکي لاندې یاد شوي :
- د کولمې د پړسوب ناروغي
- د غټې کولمې د سرطان کورنۍ مخینه
- سپورت او فزیکي فعالیت نه کول
- داسې خواړه چې فایبر پکې کم او غوړ پکې زیات وي
- ساتل شوې او پروسېس شوې غوښه
- زیات وزن لرل
- تباکو او سګرټ
- الکول

په پورته یادو شوو فکتورونو کې یې ځینې تاسې نشئ بدلولای د بېلګې په توګه جېنونه او د سرطان کورنۍ مخینه، خو د نورو بدلون په تاسې پورې تړاو لري لکه دوزن کمول، سګرټ پرېښودل، د ساتل شوې غوښې نه خوړل او سپورت کول.

که چېرې تاسې د سبزي خوړلو رژیم ته مخه کړئ نو ممکن د غټې کولمې د سرطان خطر مو کم کړي.

په ۲۰۲۲ کې ۴۹ مطالعو ته کتنه شوې، په یادې کتنې کې تقریبا درې میلیونه کسان په دې اند دي چې د سبزي خوړلو رژیم د هاضمې د کانال د هر ډول سرطان مخنیوی کوي.

په ۲۰۱۵ کې، د ځانګړو ډلو اړوند ۹۶۳۵۴ کسانو کې د ۷ کالو څارنې دا ښودلې چې کوم کسان یوازې سبزي خوري د غټې کولمې د سرطان خطر یې کم وي.

یوې بلې څېړنې موندلې چې د سبزي خوړلو رژیم ۱۵ % د هر ډول سرطان خطر کموي.

د سبزي خوړلو رژیم کې یوازې تازه او پخه شوې سبزي نه وي بلکې ژوي او د ژو له تولید پرته نور هر څه پکې وي لکه د وچې میوې هر ډول، تازه میوه، زړي او تخمونه، د داسې اوړو ډوډۍ کوم چې پروسېس شوي نه وي. ټولو کې فایبر ډېر زیات دی او کومو خوړو کې چې فایبر زیات وي د غټې کولمې د سرطان خطر کموي. له فایبر پرته په سبزي او میوه کې د هغه اوکسیډنټ یا زنګ ضد ترکیب موجود وي کوم چې د سرطان لامل کېدای شي.

همداسې د خوړو متخصصین بیا په دې اند دي چې که چېرې د سبزي خوړلو له رژیم سره د ژو پروتین هم کمه اندازه وکارول شي نو په روغتیا به ښه اغیز ولري ځکه چې هګۍ، شیدې او کبان د روغتیا لپاره اړین او هېڅ ډول سرطان نه پیدا کوي.

که چېرې یو کس د کولمې سرطان ولري او د سبزي خوړلو رژیم ته مخه کړي نو د مړینې خطر یې کمیږي.



Tags: