د مېلس ټو نور نومونه ښکولونکی بوټی، د مینې بوټی دی. که چېرې یوې کورنۍ کې یو کس سرطان ولري نو کورنۍ هڅه کوي چې داسې خواړه پیدا کړي کوم چې د علایمو د ارامولو تر څنګ ټوله روغتیا ښه ساتلی شي. ډېری خواړه د کومو په اړه چې خلک فکر کوي د سرطان ضد ځانګړنې لري او ایمني سیستم ځواکمن کوي تر اوسه یې د اغیزمنتوب په اړه څېړنې نه دي شوي او په ځینې حالتونو کې یې کارول ګواښونکي او خطرناک وي.
مېسل ټو د نړۍ په ځینو سیمو کې د سرطان د درملنې د بدیل په توګه کاریږي. دلته به تاسې د مېسل ټو د اغیز په اړه کافي مالومات درکړل شي.
مېسل ټو څه دی ؟
د اروپایي مېسل ټول علمي یا ساینسي نوم (Viscum album L) دی. تقریبا له یوې پېړۍ را په دیخوا د سرطان د درملنې لپاره کاریږي. نیمه پرازیتي بوټی دی او په ځینو ونو کې وده کوي او کال دولس میاشتې شین وي. د مېسل ټو بوټي استخراج د مختلفو روغتیایي حالتونو او سرطان لپاره کاریږي. په لمړي ځل، په ۱۹۲۰ کې، د اتریش فیلسوف روډولف سټېنر یې د سرطان د درملنې لپاره سپارښتنه کړې خو د ایټا ویګمن په نوم الماني ډاکټر په لمړي ځل د سرطان د درملنې لپاره وکارول.
د ګولیو شکل کې د خوړو په توګه کاریږي. د سرطان د درملنې لپاره د پیچکاري له لارې تذریق کیږي. په یوه اونۍ کې له دوه تر درې ځلو پورې د پوستکي لاندې پیچکاري کیږي او له څو اونیو نیولې تر کلونو پورې یادې درملنې ته ادامه ورکول کیږي. په اروپا کې د سرطان د درملنې د بدیل په توګه کاریږي خو ایف ډي اې یې نه تصدیق کوي او په امریکا کې یې د سرطان د درملنې لپاره کارول بند دي او د درملو په بڼه نه پیدا کیږي.
مېسل ټو نیمه پرازیتي بوټی دی او په نورو ونو کې د پرازیت په شکل کې وده کوي، د هرې ونې مېسل ټول خپله کې توپیر لري، په بله مانا د هرې ونې بوټی یې د یوې ناروغي لپاره د درملو په توګه نه نسخه کیږي او د هرې ونې بوټی یې د جلا ناروغیو درمل دي. همداسې د کال په اوږدو کې په هر موسم کې چې وده وکړي د بل موسم له مېسل ټو سره یې ځانګړنې توپیر لري. په کوم وخت کې یې چې حاصل اخیستل کیږي هم یې ځانګړنې د بل وخت له حاصل سره توپیر لري. استخراج یې په اوبو لرونکو مایعاتو کې کیږي، ډېر وخت اوبه او الکول سره ګډ وي.
ډېری وخت د سرطان له نورو درملو سره ترکیب کې کاریږي لکه مېسل ټو له کېمو سره. کوم چې د اروپا مېسل ټو دی او په سوداګریزه توګه پلورل کیږي ترکیب کې یې (Helixor, Iscador, Iscador Qu, Lektinol, Cefalektin, Eurixor, ABNOBAviscum, and Abnoba-viscum Quercus) موجود وي.
ولې مېسل ټو د سرطان د درملنې لپاره کاریږي ؟
مېسل ټو کې لېکټینونه، ویسکوټوکسینونه، فلاونویډونه، اولیګو او - پولیساکارایډونه، غشایي لیپیډ او الکالویډونه موجود وي. ټول یاد شوي روغتیایي ځانګړنې لري خو تر اوسه پورې پوهان په دې نه دي پوه چې سرطان ضد ځانګړنې یې څه ډول کار کوي. داسې ویل کیږي چې په مېسل ټو کې د لېکټینونو غلظت کولای شي په ایمني سیستم اغیز ولري او یاده چاره د سرطان د درملو بد اغیز کموي او د بدن د دفاع ځواکمنوي.
لېکټین داسې مالیکولونه دي کوم چې د پروتین او کاربوهاېډرېټ برخې لري. دا ترکیب له حجرې سره ځان نښلوي او اغیز یې په حجرې کې بدلون رامنځته کوي.
ویسکوټوکسینونه بل فعال ترکیب دی او ویل کیږي چې د سرطان ضد ځانګړنې لري.
څېړنې ښي چې د مېسل ټو هغه استخراج ډېر اغیزمن وي کوم کې چې ټول پورته یاد شوي ترکیبونه موجود وي. استخراج یې په ایمني سیستم باندې مختلف اغیزونه لري کوم چې د سرطان په درملنه کې او د سرطان لپاره د دودیزو درملو د بد اغیز کمولو کې اړین رول لري. همداسې بدن کې د ایمني سیستم طبیعي وژونکې حجرې زیاتوي او د ایمني سیستم یادې حجرې د سرطاني حجرو د وژلو لپاره اړینې او اغیزمنې دي.
مېسل ټو د پړسوب ضد ځانګړنې هم لري او کولای شي چې په سرطاني حجرو کې د نویو رګونو جوړېدو مخه ونیسي او یاده چاره تومور ته د خوړو د لارې بندولو په مانا ده.
د سرطان ضد نورو خوړو برعکس مېسل ټو په انسان کې ډېر مطالعه شوي. تر ۵۰ زیاتو کسانو کومو چې سرطان لره مېسل ټول یې په رضا کارانه توګه کارولي او په کلنیکي توګه پکې مطالعه شوي. پایله کې څېړونکو موندلې چې د سرطان د ناروغ ژوند اوږدوي، د سرطان علایم ښه کوي او د سرطان د دودیزو درملو بد اغیز کموي.
په ۲۶ نورو کسانو کې کومو چې سرطان لره، د کانګو او درد کمولو کې یې لویه مرسته کړې وه. نورو څېړونکو په ۲۸ داسې کسانو کې یې اغیز مطالعه کړی چې د سږو، تیانو او غټې کولمې سرطان یې لره او پایله کې یې هېڅ اغیز نه لره. بلې مطالعې موندلې چې د رحم یا ځلانځ د غاړې سرطان کې، که چېرې د سرطان له دودیزو درملو سره یو ځای وکارول شي نو د ناروغ د ژوندي پاتې کېدو نرخ زیاتوي.
پایله کې څېړونکو دا موندلې چې د سرطان درملنه نه ده خو که چېرې د سرطان له دودیزې درملنې سره وکارول شي نو د ژوندي پاتې کېدو نرخ زیاتوي، ایمني سیستم د سرطاني حجرو پر ضد کاروي او د دودیزو درملو بد اغیز کموي، د سرطان علایم اراموي.

