Hagfish - هګ کب

zakria rahimi
By -

  په میکسیني کلاس کې شامل دي. بل نوم یې هایپر اوټرېټي دی. په میکسیني فارمز ډله کې ځای شوي. مار کب ته ورته جوړښت لري. په ټوله نړۍ کې یوازینی داسې کب دی کوم چې د سر کوپړۍ لري خو شمزی نه لري خو لمړنۍ او بنسټیزه مهره لري. هګ کبان په سمندر کې مړه ژوي خوري او ځینې ژوندي حالت کې ښکار کوي. که چېرې نور کبان یا سمندري ژوي برید پرې وکړي نو بې کچې زیات جېل ته ورته سپینه خټه له بدن ازادوي او خپله دفاع پرې کوي. یاده ماده یې په پوستکي کې د بلغم له مرغړیو ازادیږي.

جنتیکي مالومات ښي چې د ژامو لرونکو شمزي لرونکو په پرتله هګ کبان له لامپرې سره نږدې تړاو لري او سوپر کلاس سیکلوسټومي جوړوي. تر ټولو زوړ پېژندل شوی ګروپ یې ۳۱۰ میلیونه کاله پخوانی دی او تر ټولو اوسنی ګروپ یې ۱۰۰ میلیونه کاله پخوانی دی.

ساینسي ډلبندي

ژوي

پاچايي

کورډاټا

فایلم

شمزي لرونکي

فرعي فایلم

اګناتا یا بې ژامو

له فرعي فایل لاندې

سیکلوسټومي

سوپر کلاس

میکسیني

کلاس

میکسیني فارمز

ډله

میکسیني کېلا، روبي کنډینای، روبي کنډس، ټېتي میکسین، اېپټا ټریټینای، اېپټاټریټس، میکسیني نای، میکسین، نېما میکسین، نیومیکسین، نوټومیکسین

نسلونه





فزیکي ځانګړنې
معمولا تر ۵۰ سانتي متره پورې اوږدوالی لري. تر ټولو اوږد ډول یې اېپټاټریټس ګولیات دی کوم چې تر ۱۲۷ سانتي متره پورې اوږدېدلای شي. تر ټولو لنډ ډولونه یې میکسین کوای او پېکونوای دي کوم چې تر ۱۸ سانتي متره پورې رسیږي او ځینې یې بیا یوازې تر ۴ سانتي متره پورې وي.
هګ کبان اوږد شوی مار کب ته ورته بدن لري. پوستکی یې داسې وي لکه ازاده شوې جورابه. خیره ګلابي رنګ ته ورته رنګ کې وي او داسې ښکاري لکه غټ چونجی. د سر کوپړۍ یې له کرپندوکي جوړه وي، کومه برخه یې چې د مغز چار چاپېره ده فایبري پوښ وي. له کراټین جوړ غاښونو ته ورته جوړښت پکې وي. سترګې یې لینز نه لري او له همدې امله لیدل کېدونکي توکي ته پرې تفصیل او روښانتیا نشي ورکولای. بدن کې یې جوړه وزرونه نشته. د خولې چار چاپېره یې برېتونو ته ورته څانګې موجودې وي. خپله خوله د شخوند لپاره په عمودي توګه نشي خوځولی او د خوړو رانیولو لپاره خوله په افقي توګه خوځوي. غاښونو ته ورته جوړښت یې د کرپندوکي په قاب باندې نصب وي. خپلو غاښونو باندې خواړه رانیسي او خپلې مرۍ ته یې پرې داخلي.

پوستکی یې له بدن سره یوازې د ملا د څوکې په اوږدو کې وصل دی، نورو برخو کې داسې دی لکه ګونجې شوې برخه کومه چې له بدن جلا وي. د بدن د وینې درېمه برخه یې پوستکي کې وي او داسې ښکاري لکه له وینې ډکه شوې کڅوړه. ځینې ډولونه یې غزېدلي حالت کې ژوند کوي او ځینې یې له خپل بدن کړۍ جوړوي.




بدن کې مرغړي لري او له همدې مرغړیو سپین رنګ کې خټې یا جېل ته ورته ماده ازادوي. کله چې یاده ماده ازاده شي نو په ۰.۴ ثانې وخت کې خپل حجم لس زره ځلې زیاتوي. کومه ماده چې بهر باسي کوچنی فایبر لري او له همدې امله دوام کوونکې او نښلېدونکې وي. فایبر یې له پروتین جوړ وي او له همدې امله د انعطاف وړ وي. کله چې له ښکاري ژوي سره مخ شي نو د تېښتې لپاره یاده ماده ازادوي. که چېرې خپل جېل کې یا خټې کې ونښلي نو خپل ځان غوټې حالت ته بیایي او له ځان څخه خپل جېل پاکوي.

اوسمهال د غڼو له ورېښمینې ځالې د انسان لپاره زغره جوړیږي. د هګ کب په جېلو هم څېړنې روانې دي تر څو وکتل شي چې د زغرې لپاره غوره بدیل دی او که نه، ځکه چې کله یې جېل کش کړل نو الفا کراټین پروتینونه یې له الفا حلقې یا کړۍ په بیټا کلک پوښ بدلیږي. کش کېدنه او د پېچلو مالیکولونو د مختلفو اټومونو د لړۍ تر منځ اړیکه یې کراټین په ډېر کلک فایبر بدلوي.

په ۲۰۱۷ کال کې یو لوی ټریلر کې تر ۳۴۰۰ کیلو ګرامه پورې هګ کبان بار وو، یاد ټریلر د متحده ایالتونو په ۱۰۱ های وې ټکر وکړ او ټول کبان په سرک تیت شول، له خپرېدو سره کبانو جېل پرېښودل او پایله کې یې ټول سرک بند کړ او یو موټر یې خپلو جېلو کې پټ کړ.

د سا اخیستنې لپاره اوبه د حلق له لارې داخلوي، دا اوبه یې یوې غشا لرونکي جوف څخه تېریږي، بیا له داخلي برانشونو بهر وځي. برانشونه یې له ۵ تر ۱۶ جوړو پورې امکان لري، د برانشونو کڅوړه یې په انفرادي توګه پرانیستل کیږي په میکسین نسل کې یې برانشونه د ټولګې په توګه وي، له هرې پرانیستې د پوستکي لاندې کانال غزېدلی وي کوم چې خپله کې سره یو کیږي او ګډ یا شریک کانال جوړوي. مرۍ یې د کیڼ اړخ له برانشونو سره وي او له همدې امله د ښي اړخ له برانشونو غټ وي. په نورو ډولونه کې د برانشونو دا ټولګه کمه بشپړ وي. په بي ډېلېسټوما کې د برانشونو هره کڅواړه بهر ته جلا پرانیسته لري، په لامپرې کبانو کې هم لکه د بي ډېلېسټوما په څېر ده. کله چې د غشا ګانو چین تا او بېرته راتاو کړي نو په یوه لوري کې بهېدونکې اوبه له برانشونو وځي.

کوم بیولوجي پوهان چې تکامل مطالعه کوي د عصبي سیستم د سرچینې موندلو کې علاقه لري سیکلوسټومونه (هګ کبان او لامپرې) د همدې پوښتنو د ځوابولو لپاره اړین ګروپ دی. د هګ کبانو د مغز پېچلتیا باندې له ۱۹ پېړۍ تر اوسه بحثونه کیږي. ځینې مورفولوجېسټان وړاندیز کوي چې سېرېبېلم نه لري ځینې نور بیا په دې اند دي چې د منځني مغز په اوږدو کې واقع دی. د هګ کبانو نیورو اناتومي لامپرې کبانو ته ورته والی لري. دواړو کې ګډه ځانګړنه په نیورونونو کې د مایې لېن نشتوالی دی. د هګ کبانو د مغز ځینې برخې د شمزي لرونکو مغز ته ورته دي. کومې عضلې یې چې ګېډې او ملا کې دي له شوکي نخاع سره وصل دي. د شوکي نخاع هغه عصب کوم چې د مرۍ او حلق له عضلو سره نښتي په انفرادي توګه وده کوي تر څو دې عضلو ته ورسیږي.

د هګ کبانو سترګې لېنز نه لري، د سترګې د خوځښت لپاره عضلې نه لري، همداسې د سر د کوپړۍ درې د خوځښت عصب هم نه لري کوم چې په پېچلو شمزي لرونکو کې شته وي. له همدې توپیر د ډېرې پېچلې سترګې تکامل مطالعه کېدای شي. په ځینو شمزي لرونکو کې درېمه سترګه یا پارایټل سترګه د ایپي تالاموس برخه ده او یاده برخه په هګ کبانو کې نشته. سترګې یې رڼا لیدلی شي خو انځور په تفصیل کې نشي لیدلای. په میکسین او نیو میکسین کې د سترګو یوه برخه د تنې عضلې پوښلې وي. پالیونتولوجیکي مالومات ښي چې د هګ کبانو سترګې پلېزیومورفیک نه دي - پلېزیومورفیک داسې ځانګړنې ته وایي کومه چې له پلرونو پاتې وي او د کلېډ ټول غړي یې لري.

هګ کبان په ټولو شمزي لرونکو کې تر ټولو ټیټ د وینې فشار لري. د مایع تر ټولو لومړنی توازن په هګ کبان کې موجود دی. کله چې له حجرو بهر مایع زیاته شي نو فشار یې لوړیږي او دا چاره یې پښتورګي حس کوي او پایله کې اضافي مایع بهر دفع کوي. په ټولو کورډېټ کې یې د تنې په پرتله د وینې حجم زیات دی. په ۱۰۰ ګرامه تنه کې ۱۷ ملي لیټره وینه لري. په پیل کې پوهانو فکر کوه چې د هګ کبانو زړه لکه د نورو شمزي لرونکو په څېر عصب لرونکی نه دی خو وروسته څېړنو وموندله چې زړه یې هم عصب لري. د وینې د پمپ کېدو لپاره بدن کې اضافي پمپونه هم لري، مسلکي کسان دې پمپونو ته "کمکي زړونه" نوم اخلي. د وینې د پلازما طبیعت یې د شمزي لرونکو په پرتله د سمندر بې شمزیو ته ورته دی.

عضلات یې له شمزي لرونکو او ژامو لرونکو سره توپیر لري او لکه د نورو په څېر یې عضلات خپل منځ کې نه افقي او نه عمودي وېش یا دیوال لري، په ژامو لرونکو شمزي لرونکو کې د نښلونکو نسجونو په ذریعه اتصال دی. په ورته وخت کې ریښتینې مایومېرېس عضلې او مایو سپټا لري - مایومېرېس د اسکلیټي عضلو بلاک دی او ډېری وخت د اوبو په کورډېټ کې موجود وي، همدا عضلې خپله کې د مایو سپټا په نوم فاشیا سره جلا کړې وي. د هګ کبانو د غاښونو قاب د ژامو په پرتله ورو عمل کوي.

په اسکلېټ کې یې سر، نوټوکورډ او د لکۍ برخه شامل دي.

د مثل د تولید په اړه یې مالومات ډېر کم دي ځکه چې د سمندر ژورو برخو کې ژوند کوي. په خپل طبیعي چاپېریال کې یې نران کم او ښځې ډېرې وي. ځینې ډولونو کې یې نر او ښځه تر هغو نه مالومیږي تر کومې چې بشپړ ودې ته نه وي رسېدلي. ځینې یې دواړه د نر او ښځې تناسلي برخې لري او خپله هم نر او هم ښځه وي. ښځه یې د نر په پرتله ژر وده کوي. په هر ډول کې یې د هګیو شمېر توپیر لري خو له یوې تر ۳۰ پورې هګۍ کوي. بچیان یې په هګیو کې تر ۱۱ میاشتو پورې وده کوي یاده موده له نورو بې ژامو کبانو کمه ده.

د مړه شوي ژوي بدن ته داخلیږي او یا چې کوم ټپي ژوی د سمندر تل کې وویني او د مړ کېدو حال کې وي بدن ته یې د خوړلو لپاره داخلیږي.

لاندې یې فیلوجیني ته کتنه وکړئ






Tags: