ځینې خلک ورته په تېرونته لامپرې مار کب وایي خو لامپرې له مار کب سره کوم تړاو نه لري. لامپرې بې ژامو یا اګناتان کبان دي. پېټرو میزونټیډا کلاس کې او په پېټرو مایزونټي فارمز ډله کې ډلبندي شوي. د بشپړ ودې ته رسېدلي لامپرې خوله رودونکې، قیف ته ورته ګرده، غاښونه لرونکې خوله وي. د لامپرې نوم یې ممکن د لاتین له لامپېترا کلیمې اخیستل شوې وي د کومې چې مانا "د کاڼو څټل" ده خو د ار پوهنې په اړه یې کره مالومات نشته. په انګریزۍ کې یې جمع پای کې اېس اخلي خو ځینې کسان یې جمع له اېس پرته لیکي.
جنتیکي مالومات ښي چې د ژامو لرونکو کبانو په پرتله لامپرې له هګ کب سره نږدې تړاو لري او خپله کې په ګډه سیکلو سټومي سوپر کلاس جوړوي. د لامپرې کبانو تر ټولو زوړ فوسیل ۳۶۰ میلیونه کاله پخوانی د ډیوني مودې دی، عصري شکل یې په جوراسیک موده کې ۱۶۳ میلیونه کاله وړاندې راڅرګند شوی. کورنۍ یې د جوراسیک په منځ کې او د کرېټاسې مودې په پای کې رامنځته شوي.
اوسني لامپرې د ژوند لویه برخه د ځواني په اموکویټ پړاو کې تېروي. په دې پړاو کې ځان کې د اوبو په فلټر کولو تغذیه کوي او د سمندر تل کې سمڅې جوړوي. کله چې بشپړ وده وکړي نو بیا په مړه شوي ژوي ځان تغذیه کوي. خو ۱۸ ډولونه یې ښکار هم کوي. نهه ډولونه یې په خوږو او تازه اوبو کې ژوند کوي کوم چې د بل ژوي خوړونکي یا غوښه خوړونکي نه دي، همداسې چې کله بشپړ ودې ته ورسیږي نو ځان نه تغذیه کوي بلکې د اموکویټ پړاو په زخیرې ژوند کوي. نور ډولونه یې د سمندر په مالګینو اوبو کې پیدا کیږي.
لامپرې یا د سمندر غاړو په اوبو کې او یا تازه اوبو کې ژوند کوي. ډېری ډولونه یې په معتدلو سیمو کې پیدا کیږي. ځینې ډولونه یې په سمندر کې لرې کډوال کیږي، نور ډولونه یې په لویو بندونو او بندو جهیلونو کې اوسیږي. لاروا بچیان یې په تودو اوبو کې مقاومت نشي کولای او له همدې امله په تودو سیمو کې نشته دي.
ساینسي ډلبندي
ژوي | پاچايي |
کورډاټا | فایلم |
شمزي لرونکي | فرعي فایلم |
اګناتا یا بې ژامو | له فرعي فایل لاندې |
سیکلوسټومي | سوپر کلاس |
پېټرو مایزونټیډا | کلاس |
پېټرو مایزونټیفارمز | ډله |
کایرولیوم، هارډیسټیالا، هیبای میزان، مایومایزون، میسو مایزون، پي پي شیوس، پرېسکو مایزون، یان لیاو مایزون، جیو ټري ایډای، مورډا سي ایډای، پېټرومایزونټیډای | فرعي ګروپونه |
د اروپا په اېستونیا کې د سیند لامپرې
د ژوند لپاره چاپېریال یې بې کچې زیاتې کب نیونې، ککړتیا او د سیندونو وچېدا له منځه وړی. په انګلستان کې، په ۱۱ پېړۍ په دېمز سیند کې موجود وو. بل لامل یې په سیندونو باندې د بندونو جوړونه ده کوم چې د لامپرې د کډوالۍ مخه نیسي. کوم کانالونه چې په امریکا کې د انسان لخوا جوړ شوي او له جهیلونو سره نښلول شوي د همدې کانالونو له لارې، له سمندر څخه جهیلونو ته لامپرې کډوال شوي او اوسمهال د جهیلونو افت ګڼل کیږي. په متحده ایالتونو کې، په جهیلونو کې کیمیاوي مواد د لامپرې د نسل د کنټرول لپاره کاریږي او یادو موادو د څښاک اوبه ککړې کړي دي.
بشپړ ودې ته رسېدلي لامپرې مار کب ته ورته والی لري : بدن یې په خالونو ته ورته پوستکي نه وي پوښلی، لکه د مار کب په څېر اوږد وي خو له مار کب سره کوم تړاو نه لري. کوم چې سمندر کې اوسي تر ټولو اوږد یې تر یو متر پورې وي.
د لامپرې مغز په ټېلېن سېفالون، ډاین سېفالون، د مغز منځنۍ برخه، سېرې بېلم او مېډیولا باندې وېشل شوی.
لامپرې یوازیني تشرېح شوي شمزي لرونکي دي کوم چې څلور سترګې لري : دوه عمومي سترګې دي او دوه سترګې یې درېمه سترګې ګڼل کیږي. د ځوان لامپرې سترګې کمزورې وده کړې وي، سترګې یې د سترګو د خاپونو په څېر وي او روڼ یا شفاف پوستکي پوښلې وي خو کله چې وده وکړي نو سترګو یې هم بشپړ وده کړې وي. د مورډا سي ایډای کورنۍ د غړو سترګې راډ ته ورته یو فوټو رېسپټر لري. د پېټرو مای زونټیډای کورنۍ د غړو سترګې دوه ډوله راډ ته او مخروط ته ورته فوټو ریسپټر لري او د جیو ټري ایډای کورنۍ د غړو سترګې پنځه ډوله فوټو ریسپټرونه لري.
خوله یې له ګوناد یا جنسي مرغړیو مخکې ده، د خولې په ذریعه لامپرې ځان په ډبرو او ښکار پسې نښلوي. کله چې ژوندیو پسې ونښلي نو په خپلې ژبې یې بدن ټپي کوي او وینه ترې څکي.
غاښونه یې له کېراټین او پروتینو جوړ وي او منځ یې خالي وي، خالي ځای کې یې نوی غاښ د شین کېدو حال کې وي. د وینې د ټینګېدو د مخنیوي لپاره ماده په هغې تنې کې تذریق کوي په کومې پسې چې نښتی وي تر څو یې وینه بهېدونکې حال کې پاتې شي او ځان پرې تغذیه کړي، یاده ماده یې د خولې په وړو مرغړیو کې وي.
د لامپرې د بچیانو په خوله کې د وېلوم په نامه جوړښت وي، یاد جوړښت د خولې لور ته مایع بهوي او په دې چارې سا اخیستنه او د خوړو خوړل ممکن کوي.
د لامپرې معده له چاپېریال څخه مالګینه اوبه داخل ته اخلي او اوبه بې مالګې کوي او له دې لارې په اوسمو رېګولېشن کې ونډه اخلي - اوسمو رېګولېشن د یو ژوندي په داخل کې د اوبو او مالګې غلظت د کنټرول له لارې د ژوندي په مایع کې دوامداره اوسموټیک د فشار باثباته ساتنه ده. له دې پرته د هاضمې دنده ترسره کوي.
د لامپرې مختلف ډولونه خپله کې ګډې ځانګړنې لري. په هر ډول کې یې ورته اناتومیک جوړښت د مختلفو موخو لپاره کاریږي د بېلګې په توګه ځینې ډولونه خپل ځان په کبانو پسې د ځان تغذیه کولو لپاره نښلوي خو نور ډولونه یې د اوبو د جریان مخالف لوري کې د خوځښت لپاره په کب پسې ځان نښلوي. په متحده ایالتونو کې ځینې ډولونه د اوبو د جریان مخالف لوري ته د مثل د تولید لپاره تګ کوي.
د لامپرې رنګ هم له چاپېریال او سیمې سره تړاو لري.
په ټولو شمزي لرونکو کې د زیاتو کروموزمونو لرونکي د پېټرومای زونټیډای کورنۍ لامپرې کبان دي کوم چې له ۱۶۴ تر ۱۷۴ پورې کروموزمونه لري. ایمني سیستم یې له ټي او بي حجرو جوړ وي. بدن یې داسې بایو کیمیاوي سیستمونه لري کوم یې چې له وسپنې یې پاکولی شي.
بشپړ ودې ته رسېدلي لامپرې، د رڼو اوبو کې په تیږو او شګو کې هګۍ اچوي. وړو لاروا بچیانو ته یې امو کویت نوم اخلي. کله چې واړه بچیان له هګیو راوځي نو د اوبو جریان یې وړي تر څو سیند کې خټین تل ته ورسیږي. کله چې خټین تل ته ورسیږي هلته په خټو کې سمڅې او غارونه جوړوي او خپل ځان د اوبو په فلټر کولو تغذیه کوي، په اوبو کې چې کوم واړه الګي، وړې ټوټې او واړه مایکروسکوپي ژوندي وي هغه راغونډوي.
اموکویت له ۱۰ تر ۲۰ سانتي متره پورې وده کوي. ډېری ډولونه یې د ورځې رنګ بدلوي : په ورځ کې یې د بدن رنګ تېز او خیره وي او د شپې لخوا روښانه ته بدلیږي. پوستکی یې فوټوریسپټر حجرې یا له رڼا سره حساسې حجرې لري، د همدې حجرو غلظت یا ګڼوالی په لکۍ کې زیات دی. ځینې ډولونه یې تر اته کالو پورې لاروای امو کویت پاتې کیږي خو ځینې یې دوه کلونو کې بشپړ وده کوي. کله چې له لاروا په لوی بدلیږي نو بدلون یې له درې تر څلورو میاشتو پورې وخت نیسي خو ځینې ډولونو کې دا موده توپیر لري، د بدلون پرمهال خواړه نه خوري.
کله یې چې بدن بدلون کوي نو د صفرا کیسه، د صفرا تونل او اېنډو سټایل یې له منځه ځي او په تایرویډ مرغړي بدلیږي.
کوم ډولونه یې چې غوښه خوړونکي نه دي او په تازه اوبو کې ژوند کوي له بدلون وروسته نور ځان نه تغذیه کوي، له بدلون وروسته هګۍ اچوي او ورپسې مړه کیږي.. ځینې ډولونه یې کله چې بدلون ومومي نو غاښونه پیدا کړي، خوله یې د رودلو وړتیا پیدا کوي او سترګې وده پکې کوي او سمندر ته کډوال کیږي او لار کې ژوي ښکار کوي. کډوال کېدونکي یې تر څلورو کلونو پورې سمندر کې پاتې کیږي او بیا بېرته سیندونو ته د هګیو اچولو لپاره تګ کوي. کله چې د سیند تازه اوبو ته ورسیږي نو نران یې د ډبرو په خوځولو ځاله جوړوي او ښځې یې له زرګونو نیولې تر سل زرو پورې هګۍ پکې اچوي.
کله چې هګۍ واچوي نو نر یې له ښځې ځان تاووي او په ورته وخت کې هګۍ القاح کوي.
نر یې بدن کې د شحمو حجرې او نسجونه پیدا کوي، یاد نسجونه تودوخه تولیدوي او تودوخه یې ښځه تحریکوي. کله چې ښځه تحریک شي نو هګيو اچولو ته مخه کوي. البته ښځه یې تودوخه د بدن په اړیکې احساس کوي او کله یې چې احساس کړي هګۍ اچوي.
مسلکي ډلبندي کوونکي هګ کبان او لامپرې دواړه په فرعي فایلم "شمزي لرونکو" کې او فایل کورډاټا کې ځای کړي. په دې کې د سمندر بې شمزي تونیکاتا یا د سمندر سکورټ هم شامل دي، همداسې لکه د سېفالو کورډاټا کبان هم پکې موجود دي. اوسنيو مطالعو هګ کبان او لامپرې له فایلم لاندې اګناتا کې شامل کړي، اګناتا ته اګناتو سټوماټا نوم هم اخلي د دواړو مانا "بې ژامې" ده. د شمزي لرونکو بل له فایلم لاندې ګناتو سټوماټا دی مانا یې ژامې لرونکې خوله ده او هډوکي لرونکي کبان، شارک، دوه ژواکي، په سینه څښېدونکي، مرغان او تی لرونکي پکې شامل دي.
ځینې څېړونکي لامپرې د یوازیني ژوندي پاتې سېفالاسپیډو مورفي په توګه ډلبندي کړي. فوسیل یې داسې وړاندیز کوي چې سېفالاسپیډو مورفي او لامپرې خپله کې یو بل ته ورته ځانګړنې له تکامل ترلاسه کړي. د نړۍ د کبانو پنځم اېډېشن لامپرې کبان په مایزونټیډا کلاس کې ځای کړي.
لامپرې یوازې یوه ډله پېټرو مایزونټیفارمز جوړوي، ځینې لیکولانو مخکې پېټرو مایزونیفارمز نوم هم ورته کاروه او دلیل یې دا وو چې ګمان یې کوه چې نسل یې پېټرومایزون دی او پېټرو مایزونټا نه دی. په ټوله ۲۰ پېړۍ کې دواړه نومونه ورته کارېدل : په ۱۹۷۰ لسیزه کې د رایو له لارې یې نوم بدل شو او په ۱۹۸۰ کې پېټرو مایزونټیفارمز ډله شوه.
د برون شټین او نیر د چارو پر بنسټ د ۲۰۲۳ فیلوجیني
د پخواني روم خلکو خوړل، په منځنیو پېړیو کې د ټولې اروپا د خانانو خواړه وو. د انګلستان د پاچا د لمړي هنري تر ټولو خوښ خواړه وو. سره له دې چې روغتیا یې ښه نه وه او ډاکټر د لامپرې له خوړلو منع کړی وو بیا یې هم خوړل او ډېری تاریخ پوهان په دې اند دي چې د لامپرې کبانو د زیات خوراک له امله مړ شوی خو د مړینې ریښتینی لامل یې نه دی مالوم. په ۱۹۵۳ کې چې کله دوېمه اېلزابېت ملکه کېدله نو د تاج په سر کولو پر مهال یې ورته د پي په نامه د لامپرې خواړه چمتو کړي وو.
د اروپا په سوېل ختیځ کې چېرې چې فرانسه، پرتګال او هسپانیان موجوده ده، همداسې د اروپا شمال کې په فنلنډ کې، لاتویا کې خوندور خواړه ګڼل کیږي او مارکېټ کې د پلور لپاره ځانګړی ځای لري. په فنلنډ او لاتویا کې ملي سمبول دی او په نظامي یونیفارم کې هم موجود وي.
د لامپرې د ځینې ډولونه بلغم او سیرم زهري وي او له پخولو او خوړلو مخکې باید پاک کړل شي.
په انګلستان کې یې د کب نیونې لپاره په کونډه (چنګک) کې د خوړو په توګه کاروي. د امریکا هندیان هم د ارام سمندر د لامپرې ډولونه نیسي.
لامپرې د شمالي امریکا په لوی جهیل یا ګرېټ لېک کې، د کبانو لوی افت ګڼل کیږي. ګمان کیږي چې جهیلونو ته په ۲۰ پېړۍ کې د هغو کانالونو په ذریعه کډوال شوي کوم چې انسانانو جوړ کړي. په جهیلونو کې طبیعي ښکاري نه لري تر څو یې نسل کنټرول کړي او له همدې امله په دې اوبو کې ډېر زیات دي او د ټروټ کبانو لپاره لوی افت دی. کوم کانالونه چې یادو جهیلونو سره وصل دي د اوس لپاره پکې خنډونه جوړ شوي تر څو د جهیل په لور د لامپرې د کډوالۍ مخه ونیسي او کانالونو کې د لامپرې وژونکي کیمیاوي درمل کاروي کومو چې اوبه هم ککړې کړي. دا پروګرام ډېر قیمته تمامیږي او په اغیزمنه توګه د لامپرې مخنیوی هم نه کوي. د اوس لپاره یې بل پروګرام پیل کړی او په دې پروګرام کې داسې کیمیاوي توکي اوبو کې ګډوي کوم چې چې د لامپرې نر په جنسي توګه خنثی کوي.
په فولکلور کې لامپرې کبانو ته د نهو سترګو مار کب نوم اخلي. له سترګو شا ته یې د برانشونو اووه جوړه سوریان وي او له همدې یې په ناسمه توګه نوم جوړ کړی دی، ورپسې یوه جوړه سترګې او د سر له پاسه د سپږمو لپاره سوریان دي او ټول نهه جوړه کیږي. په جرمني ژبه کې لامپرې ته (Neunauge) نوم اخلي د کوم چې مانا نهه سترګې ده. د انګلستان په فولکلور کې د لمبټون وارم په نوم بلا داسې ژوندی وو کوم چې مار کب ته ورته والی لره او نهه سترګې یې لرلې او پوهان په دې اند دي چې لامپرې کب یادوي. په جاپاني کې لامپرې کب ته (八つ目鰻) نوم اخلي مانا یې د اته سترګو مار کب دی، جاپانیانو یې د سترګو شمېر کې سپږمې نه دي شمار کړي.
په ادب کې هم لامپرې خپل ځای لري. پوبلیوس ویدیوس پولیو کوم چې له میلادي کال څخه ۱۵۰۰ کاله وړاندې مړ شوی، د روم په اس سپرېدونکی پوځي او د امپراتور اوګوسټوس ملګری وو. ویدیوس پولیو د لامپرې کبانو یو لوی حوض جوړ کړی وو او کومو غلامانو به چې خبر نه منله او ویدیوس پولیو به یې غسه کړ نو د لامپرې کبانو په حوض کې به یې اچوه او د لامپرې په خوړو به یې بدلوه. یوه ورځ یې د امپراتور اوګوسټوس په مخ کې هم یو غلام ته ورته جزا ورکړه او دې چارې امپراتور غسه کړ او بلاخره ویدیوس پولیو یې جزایي کړ. کیسه یې لاندې لیکل شوې :
یوه ورځ یوه غلام د کرسټال یوه پیاله ماته کړه. ویدیوس پولیو امر وکړ چې ماتونکی غلام ونیول شي او باید ووژل شي. غلام هلک ونیول شو او بلاخره د لامپرې کبانو حوض ته د مرګ لپاره روان کړل شو خو لار کې یې ځان د نیونکي له لاسه ازاد کړ او په منډه یې ځان تر امپراتور اوګوسټوس پورې ورسوه او پښو کې ولوید. له امپراتور یې وغوښتل چې په بله طریقه یې ووژني. اګوسټوس رحم پرې وکړ او امر یې وکړ چې غلام ازاد کړي، د غلام مخکې ټولې کرسټال پیالې ماتې کړي او د کبانو حوض پرې ډک کړي ...
په ۲۰۰۳ کال کې د پومپي په نامه رومان کې لیکل شوې کیسه ده، لیکوالی یې رابرټ هریس دی.
