د هګ کبانو نسل دی. نوم یې د یوناني ژبې کلیمه ده او مانا یې جېل ته ورته خټین ده. په ۲۰۰۱ کې یې درې نور ډولونه هم وموندل شول. په دې کې میکسین فانټازما د مسکین نسل یوازینی ډول دی کوم چې د مېلانینو رنګدانه نه لري او یا یې رنګدانه د میلانینو پر بنسټ نه ده.
ساینسي ډلبندي
ژوي | پاچايي |
کورډاټا | فایلم |
شمزي لرونکي | فرعي فایلم |
اګناتا یا بې ژامو | له فرعي فایل لاندې |
سیکلوسټومي | سوپر کلاس |
میکسیني | کلاس |
میکسیني فارمز | ډله |
میکسیني ډای | کورنۍ |
میکسیني نای | فرعي کورنۍ |
میکسین | نسل |
په میکسین نسل کې لاندې یاد شوي ډولونه شامل دي :
|
|
میکسین افینیس
Myxine affinis
د پاتاګونیا هګ کب نوم هم ورته اخلي. د ارجنټینا په لرې سوېل کې او چیل کې، په کمو ژورو اوبو کې پیدا کیږي. په یاده سیمه کې کب نیونه ډېره کمه ده او له همدې امله یې نسل زیات دی خو په نږدې تېر وخت کې خلکو یاده سیمه کې د کلک پوستون تلکونه او دامونه د نیولو لپاره ایښي.
میکسین کاپېنسیس
Myxine capensis
د کېپ هګ کب نوم هم ورته اخلي. د سوېلې افریقا په کمو ژورو اوبو کې ژوند کوي. د نمیبیا او مزمبق اړوند سمندري اوبو کې هم پیدا کیږي. سره له دې چې یاده سیمه کې بې کچې زیات کبان نیول کیږي د هګ کب د غړو شمېر کې کموالی نه دی راغلی. د بیولوجیکي توکو د څېړنې او چرم جوړولو لپاره کاریږي.
میکسین مېک میلېنې
Myxine mcmillanae
د کربین هګ کب په نوم هم یادیږي. په هغو ژوندیو ځان تغذیه کوي کوم چې د اوبو له سطحې د اوبو تل ته ډوب شي. د خپل د بوي او حس په ذریعه څو کیلومتره واټن کې هم ناروغ، ټپي او مړ ژوی پېژندلی او موندلی شي. د ۷۰۰ او ۱۵۰۰ مترو ژورو اوبو ترمنځ ژوند کوي. د سمندر تل کې په خټینه سطحه کې د اوسېدو لپاره سمڅې جوړوي. اووه جوړه برانشونه لري کوم چې د بدن هر څنګ کې له یوې پرانیستې سره وصل وي.
میکسین لیموسا
Myxine limosa
د جېرارډ اتلانتیک هګ کب نوم هم ورته اخلي. بې ژامو کب دی، تر ۸۰ سانتي متره پورې اوږدیږي. د بدن رنګ یې له سور رنګه نسواري تر تېز بانجاني رنګ پورې وي. څرګندې یا ښکارېدونکې سترګې نه لري. د خولې چار چاپېره شپږ برېتونو ته ورته ډنډري لري. شپږ جوړه برانشونه یې هر څنګ کې له یوې پرانیستې سره وصل وي. په لمړي ځل په ۱۸۵۹ کې چارلز فرېډریک جېرارډ تشرېح کړی دی.
میکسین ګلوټینوسا
Myxine glutinosa
بدن یې تر ۷۵ سانتي متره پورې اوږدیږي، ژامې نه لري. د خولې چار چاپېره شپږ بریتونو ته ورته ډنډري لري. سترګې یې رنګدانه او لېنز نه لري کوم چې د ټولو شمزي لرونکو په سترګو کې شته وي. د تنې هر څنګ کې یې د برانشونو یوه پرانیستې موجوده وي. له ۸۸ تر ۱۰۲ پورې سوریان پکې موجود وي له کوم چې جېل ته ورته ماده ازادوي. د ملا رنګ یې نسواري، سور رنګه، بانجاني او یا خړ وي.
میکسین فېرن هولمي
Myxine fernholmi
فېرن هولمي کلیمه یې د سویډن د کب پېژندونکي بو فېرن هولم له نوم څخه اخیستل شوې. د فالک لېنډ ټاپو چار چاپېره سیمه کې پیدا کیږي. ځینې پوهانو له چیل سره نږدې هم موندلي. د ۹۰۰ او ۱۷۵۰ متره ژورو اوبو منځ کې ژوند کوي. دا چې د کب نیونې له سطحې ډېر لاندې ژوند کوي نو کب نیونه یې د غړو د شمېر په کمېدو کې ګواښ نه دی. د میټو جېنوم څېړنه یې په ۲۰۱۹ کې شوې.
میکسین ډیبوېني
Myxine debueni
ماجېلان هګ کب نوم هم ورته اخلي. د چیل د سوېل په سمندر غاړو کې او ماجېلان تنګي کې پیدا کیږي. د غړو شمېر یې د بېړیو تګ راتګ له ګواښ سره مخ کړی. ډیبوېني نوم یې د هسپانیا د کب پېژندونکي فېرناندو ډیبوېن وای لوزانو له نوم اخیستل شوی.
میکسین سرسي فرونس
Myxine circifrons
سپین مخی هګ کب نوم هم ورته اخلي. سرسي فرونس لاتیني کلیمه ده او مانا یې ګرد مخ ده. د سر رنګ یې د نور بدن په پرتله روښانه وي. بدن یې له ۴۷ تر ۶۵ سانتي متره پورې اوږدیږي. سترګې یې ډېرې بنسټیزې وي په دې مانا چې یوازې د سترګو جوړښت ته ورته والی لري. د خپل چاپېریال د حس کولو لپاره یې د خولې چار چاپېره بریتونو ته ورته ډنډري موجود وي.
