د هګ کبانو نسل دی. لاندې یاد شوي دوه ډولونه پکې شامل دي :
• Nemamyxine elongata
• Nemamyxine kreffti
• Nemamyxine kreffti
ساینسي ډلبندي
ژوي | پاچايي |
کورډاټا | فایلم |
شمزي لرونکي | فرعي فایلم |
اګناتا یا بې ژامو | له فرعي فایل لاندې |
سیکلوسټومي | سوپر کلاس |
میکسیني | کلاس |
میکسیني فارمز | ډله |
میکسیني ډای | کورنۍ |
میکسي نینای | فرعي کورنۍ |
نېما میکسین | نسل |
نېما میکسین کرېفټي
Nemamyxine kreffti
د کرېفټي هګ کب نوم هم ورته اخلي. د اتلانتیک سمندر په سوېل لویدیځ کې پیدا کیږي، د برازیل تر ارجنټینا پورې سیمه کې ژوند کوي. اوږدوالی یې تر ۴۰ سانتي متره پورې رسیږي. کرېفټي نوم یې د جرمني د کب پېژندونکي جېرهارډ کرېفټ له نوم اخیستل شوی.
نېما میکسین ایلونګاټا
Nemamyxine elongata
د بوټونو تسمه هګ کب نوم هم ورته اخلي. په نېما میکسین نسل کې د هګ کب یو ډول دی. تر ۸۰ سانتي متره پورې اوږدیږي.
