توغول کېدونکی سروکی داسې سروکی وي کوم چې د بهرني ځواک په ذریعه توغول کیږي او له توغول کېدو پس په مستقله توګه د ځمکې د جاذبې د قوې لاندې او د باد په مقاومت کې تګ کوي. له سروکي پرته هم هر هغه توکي ته کوم چې هوا کې تګ کوي په انګرېزۍ کې (Projectile) وایي لکه په هوا کې توپ، مرمۍ، سروکی، غشی، تیږه او داسې نور ...
په بالاستیک یا توغونه کې، د خوځښت ریاضیکي معادلې، د توغونې د لارې، توغونې، د الوتنې او اغیز د څېړنې لپاره کاریږي.
محرکه ځواک یا د خوځښت ځواک
په پوکي باندې توغونکی او بادي ټوپک د فشار لاندې ساتل شوی باد یا ګاز کاروي خو په ورته وخت کې ډېری نورې شپېلۍ او وسلې خپرېدونکی باد او ګاز کاروي کوم چې د توغونکو توکو له ناڅاپه کیمیاوي تعامل ازادیږي لکه د بې لوګي پوډر له تعامل څخه خپرېدونکی ګاز. د سپک ګاز وسله د دواړو ترکیب کاروي. رېل وسله یا ټوپک د الې په ټول اوږدوالي کې الیکټرو مقناطیسي ساحه د سرعت زیاتولو لپاره کاروي او د پوز سرعت کې د پام وړ زیاتوالی رامنځته کوي.
ځینې توغېدونکي سروکي د الوتنې پرمهال د راکېټ انجن یا هم جېټ انجن په ذریعه مخکې تګ کوي. په نظامي ټېرمینالوجي کې راکېټ نه هدایت کېدونکی سروکی دی او توغندی د هدایت کېدو وړ سروکی دی. ځینې وخت په هدایت کېدونکي توغندي کې راکېټ انجن کارېدلی وي د بېلګې په توګه د لویو وچو ترمنځ توغول کېدونکی توغندی په خپل ځان کې راکېټ انجن لري.
کله چې د یوې وسلې پوښ چاودنه وچاودوي نو وړې زرې چار چاپېره توغوي، یادو زرو ته چرې وایي.
په سپورت کې
د توغېدونکي په خوځښت کې تر ټولو اړین ځواک کوم چې پرې وارېدیږي د توغونې ځواک دی. په ډېرو سپورتونو کې توغونکی ځواک د عضلاتو لخوا وارېدیږي. څومره چې ځواک ځواکمن وي همدمره په سرعت کې تر لرې واټنه پورې توغېدونکی توغیږي.
د وسلې په توګه
ډېری توغېدونکي د بېلګې په توګه سروکي خپل ځان کې چاودېدونکي، کیمیاوي او یا بیولوجیکي توکي انتقالوي. د ځینو سروکو موخه چاودنه نه وي بلکې د ځانګړې موخې لپاره جوړ شوی وي لکه د اور لګول او یا زهري کول.
ځینې توغېدونکي له کېبل یا سیم سره نښتي وي. د بېلګې په توګه په سیم هدایت کېدونکی توغندی، د ټکان ورکولو لپاره ټېزر وسله، او یا د کب نیونې او نورو موخو لپاره توغول کېدونکې نیزه.
د خوځښت معادلې
کله چې د ځمکې له سطحې سره په یوه زاویه کې یو توکی توغول شوی وي نو دواړه افقي او عمودي د جاذبې اجزا لري. په Y محور کې د جاذبې جز د
په څېر دی، خو په ورته وخت کې د افقي جاذبې جز
دی. په هره ځانګړې تیتا زاویه کې یې محاسبه توپیر لري.
۱ - تر ټولو زیات نه زیاتې ارتفاع ته رسېدنه یې د t په توګه سمبول شوې. ټي له توغېدو څخه تر ټولو لوړې ارتفاع ته د رسېدو وخت دی، په ریاضیکي توګه
ښودل کیږي. په دې کې = g د جاذبې له امله سرعت اخیستنه د
او (U) بنسټیز سرعت
او تیتا = له سطحې سره د توغیدونکي له لوري رامنځته شوې زاویه ده.
۲ - د الوتنې وخت (T) دی، دا وخت د الوتنې ټول وخت دی کوم چې له توغېدنې پیل کیږي او تر لوېدو پورې ادامه لري. په ریاضیکي توګه داسې
لیکل کیږي.
۳ - تر ټولو لوړه ارتفاع (H) ده. په ریاضیکي توګه داسې
لیکل کیږي.
۴ - په افقي توګه د توغېدونکي واټن (R) دی. په ریاضیکي توګه
لیکل کیږي. واټن یې زیات نه زیات دی که چېرې زاویه
وي.