د خوځښت ځواک یا محرکه ځواک د یو توکي د کش کولو او یا ټېل وهلو لپاره تولیدیږي او د توکي خوځښت کې بدلون راولي. معمولا یاده تنه شکل نه بدلونکې یا (rigid body) وي خو دا تنه مایع هم کېدلای شي د بېلګې په توګه د اوبو په فشار توغونه. د انګریزۍ (propulsion) کلیمه له دوه لاتیني کلیمو جوړه شوې د (pro) مانا مخکې یا مخکې لور ته ده او د (pellere) مانا چلول ده. د توغونې سیستم کې د میکانیکي ځواک او توغونکی یا ټېل وهونکی شامل وي کوم چې میکانیکي ځواک په ټېل وهونکي یا توغونکي ځواک بدلوي.
کله چې یو توکی د جاذبې په یوه ساحه کې خوځښت کوي نو یاده ساحه اغیز پرې کوي. د توغونې بیولوجیکي سیستم د ژوي عضلات د ځواک د سرچینې په توګه کاروي لکه د پښو او وزرونو کارونه ؛ د توغونې ټکنالوجیکي سیستم موټور یا انجن د ځواک د سرچینې په توګه کاروي کوم ته چې په عامه ژبه کې پاورپلنټ وایي. له دې سره ټایرونه، پرې، محور، اېګزاسټ ورسره کاریږي تر څو ځواک تولید کړي او له محور سره نښلولو او کنټرول لپاره یې ګېربکس او کلچ نصب کیږي.
ټکنالوجیکي سیستم یا بیولوجیکي سیستم میکانیکي الې ته د ځواک ورکولو لپاره ممکن انسان وکاروي او یا هم روزل شوی ژوی وکاروي. څرخي خوځښت هم د توغېدنې یو ډول دی.
په هوا کې توغېدنه یا توغونه
د الوتکې د توغونې په سیستم کې معمولا د الوتکې ماشین او ځینې نورې برخې لکه سلنګسر او پرې شاملې وي تر څو توغېدنه رامنځته کړي. کله چې الوتکه باثباته الوتنه کوي په دې مانا چې د الوتنې ارتفاع، سرعت او لوری یې ثابت وي او بدلون نه کوي دې حالته ته انګریزۍ کې (cruising) وایي. کله چې الوتکه مخکې تګ کوي نو د تګ مخنیونکی یې باد او د ځمکې جاذبه وي دې ته انګریزي کې (drag) یا کش کوونه وايي. د الوتکې د توغونې سیستم باید دوه شیان ترلاسه کړي : لمړی کله چې الوتکه باثباته یا کروز الوتنه کوي باید د توغېدنې او کش کېدنې ترمنځ توازن ترلاسه کړي، دوېم کله چې الوتکه سرعت اخلي نو باید تر کش کېدو یې توغېدنه زیاته وي.
ځینې الوتکې لکه د مسافرو وړونکې الوتکه یا کار ګو الوتکې د خپل ژوند په اوږدو کې تر ډېره با ثباته الوتنه کوي (کروز) حالت کې پاتې کیږي. په دې الوتکو کې په توغېدنې لوړ سرعت ته پام نه کیږي بلکې د انجن اغیزمنتوب او د تیلو کم مصرف ته پکې تر ډېره پام شوی وي. په دې الوتکو کې پرې یا پکې د لویې تنې ټېل وهنې یا توغونه په ډېرو کمو تېلو ممکنه کوي او له همدې امله پکې ټوربوفن او ټوربوپروپ کارېدلي وي.
ځینې تجربوي او جنګي د لوړ سرعت الوتکې د لوړې کچې توغونې ته اړتیا لري تر څو په کش کېدو برلاسې شي. په دې الوتکو کې د ماشین اغیزمنتوب اړین نه دی – د ماشین اغیزمنتوب دې ته وایي چې یو ماشين په ښه توګه سونګ توکي په ځواک بدل کړي. وروسته سوزونکې برخه یا سلنګسر پکې وي، د ماشین چار چاپېره برخه یې کمه اندازه هوا کاروي. له غږ چټکې الوتکې ممکن رمجېټ یا راکېټ توغونکی وکاروي.

ځمکه
هر هغه مېکانېزم کوم چې په ځمکه د یوه جامد توکي توغونه ترسره کوي، معمولا موخه یې ټرانسپورټ وي. د توغونې سیستم ډېری وخت د انجن یا موټور، ګېربکس، ټایرونو او اېکسل ترکیب وي. د بخار انجن او په داخل کې د احتراق انجن جوړونې د رېل ګاډي او موټر اختراع ته لار هواره کړه. د برېښنایي ماشین اختراع په موټرو کې د غږ کموالی رامنځته کړ، د دود خپرېدنه ورسره کمه شوې او د انجن اغیزمنتوب کې یې مرسته کړې.
د مقناطیسي ځواک کارونې ته انګریزۍ کې ( magnetic levitation) وایي او لنډیز یې (Maglev) دی. د ټرانسپورټ لپاره داسې سیستم دی کوم چې مقناطیسي ځواک کاروي او د دې ځواک په ذریعه د چلېدونکې الې زوړندول، هدایت کول او ټېل وهل کوي او کوم میکانیکي (میخانیکي) ځواک لکه ټایرونه، بېرېنګ او اېکسل پکې نه وي کارېدلي. په دې سیستم کې توغېدونکې تنه له هدایت کونکې لارې سره نښتې نه وي بلکې ترې پورته شوې وي او پورته کېدنه او توغېدنه یې دواړه په مقناطیسي ځواک ترسره کیږي. د ټایر لرونکو په پرتله بې غږه او ارام تګ کوي. همداسې سرعت ورکول او بېرته یې سرعت کمول هم د ټایر تر سیستم ښه دی.
په سمندر کې توغېدنه یا توغونه
داسې میکانېزم وي کوم چې سمندر کې اوبتل، کیشتۍ یا بېړۍ توغوي. لکه د پخوا په څېر اوس هم ځینې وړو کیشتیو کې پارو او د باد لپاره پردې کاریږي خو نورو ټولو کیشتیو کې بیا موټور یا لوی انجن نصب وي. په ځینو کې اېمپېلر څرخ موجود وي. سمندري انجنیري په سمندر کې د توغونې په سیستم تمرکز کوي.
د بخار انجن لمړني میکانيکي (مېخانیکي) انجنونه وو کوم چې سمندر کې د توغونې یا ټېل وهنې لپاره کارېدل اوسمهال تقریبا د ټولو ځای دوه او څلور سټروکه ډیزلي ماشینونو، بهر نصب کېدونکو موټورونو او د ګاز توربینونو نیولی دی. همداسې ځینې جنګي بېړۍ، د کنګل ماتونکې بېړۍ او اوبتلونه اټومي انرژي کاروي. اوسمهال هڅې روانې دي چې سوداګریزو بېړیو کې هم له اټومي انرژۍ کار واخلي. په ځینو اوبتلو او کیشتیو کې برېښنایي ماشینونه نصب شوي او د طبیعي مایع ګاز د ماشین لپاره هڅې روانې دي.

په فضا کې توغېدنه
په فضا کې توغونکی هر هغه سیستم دی کوم چې فضا کې فضايي بېړۍ او مصنوعي سټلایټ توغوي. د یادې چارې لپاره ډېرې طریقې کاریږي هره طریقه یې خپلې ګټې او نیمګړتیاوې لري. په ورته وخت کې د ډېرو نورو طریقو په اړه څېړنې روانې دي. ډېری سیستمونه یې وروسته له سلنګسر په لوړ سرعت ګاز بهر ته د توغونې لپاره پرېږدي او دې ډول انجن ته راکېټ انجن وایي.
په اوس وخت کې ټولې فضایي بېړۍ کیمیاوي راکېټونه د توغېدو لپاره کاروي (دوه ګوني کوم کې چې اوکسیډایزر او سونګ توکي وي او یا جامد سونګ توکي پکې وي) ځینو نورو په خپل لمړي پړاو کې د هوا تنفس کوونکی انجن کارولی وو لکه سپېس شېپ ون او پېګاسوس کې. ډېری سټلایټ هم د توغېدو لپاره کیمیاوي توغونه کاروي په ځانګړې توګه هغه راکېټونه کوم چې ریزېسټو راکېټ طریقه کاروي او یا د توغېدو لپاره پکې یو ډول سونګ توکي کارېدلي وي. همداسې د خوځښت ټایرونه پکې د چلند د کنټرول لپاره کارېدلي وي. د شوروي اتحاد د سټلایټونو په لړۍ کې ایلیکټریک د توغونې سیستم کارېدلی وو. له یوې سیارې چې بلې سیارې ته راکېټونه توغول کیږي کیمیاوي راکېټ پکې د توغونې لپاره کارېدلی وي خو یوازې یو څو یې ایون توغونکی سیستم او هال اېفېکټ توغونکی کوم چې د ایون توغونکي ډول دی کارولی.
کېبل
هره هغه تنه کومه چې د تګ لپاره کېبل کاروي کېبلي موټر ګڼل کیږي.
ژوي
د ژوي توغېدنه د ځان توغونه ده کومه چې خپله د ژوي لخوا ترسره کیږي. توغېدنه یې ممکن د الوتنې شکل ولري، ممکن لامبل وي، ټوپ وهل وي او یا منډه او قدم وهل وي. د ځان توغونې موخه یې خواړه پیدا کول، د ژوند چاپېریال پیدا کول، د جنسي اړیکې لپاره ملګری پیدا کول او یا هم له خطر تېښته وي. د ټولو ژوندیو لپاره خوځښت اړین دی تر څو بقا ومومي. خوځښت انرژي ته اړتیا لري تر څو د ځمکې په جاذبې او مخکې تګ کولو کې په مخنیونکي باد یا اوبو برلاسی شي.