د عصابو غټه غنچه یا بنډل دی. د (pelvic plexus) له لاندې برخې غزېدلی. د (corpora cavernosa of the urethra) برخې ته هم وېشل شوي او همداسې د نر تناسلي الې سره هم وصل دي، یادې برخې د پراخېدو وړ نسجونه دي او د جنسي تحریک پر وخت په وینه ډکیږي. له دې شبکې یا غنچې (plexus) څخه عصاب د پروستات (vesiculae seminales) لور ته هم غزیدلي.
د عصابو دوه سیټونه (corpora cavernosa) ته لیږد کوي کوم چې د (greater and lesser cavernous nerves) په نومونو پېژندل کیږي او د شبکې له وروستۍ برخې سرچینه اخلي.
د (nervous plexus) عصاب د نر د تناسلي الې په لکېدو کې رول لري او که چېرې ټپي شي یا زیان وویني نو د نر د تناسلي الې لکېدل نا ممکنه کیږي. کله چې جراح د پروستات عملیات ترسره کوي نو باید د پروستا په (fascial shell) برخه له دې عصابو سره ډېر پام وکړي.

