پروستات مرغړی د یوریترا په مبدا کې واقع دی. تقریبا د کیوي یا د غوزانو د یوې غوزې په اندازه غټوالی لري. نورمال د پروستات مرغړی له ۲۰ تر ۳۰ ګرامه پورې وزن کوي خو د غټ شوی پروستات وزن تر ۱۰۰ ګرامه پورې رسیدای شي. د (exocrine system) برخه ده - ایکسوکراین سیستم (exocrine system) د بدن د بهرني فعالیت لپاره مایع ترشح کوي. پروستات سپینه مایع ترشح کوي کومه چې له ۲۰ تر ۳۰ % پورې د سپرمو جز وي. په خپل ځان کې عضلې هم لري کوم چې د انزال پر وخت د سپرمو بهر تویدنه کې مرسته کوي.
په پروستات مرغړي زیات حالتونه اغیز کولای شي په دې حالتونو کې (prostatitis, benign prostate hyperplasia) او سرطان هم شامل دي. ټول حالتونه د پروستات د پړسیدو لامل کیږي. د معاینې لپاره یې ډاکټر په مقعد کې ګوته داخلوي تر څو په دې پوه شي چې پروستات مرغړی پړسیدلی او که نه.

