د نر په بدن کې سکروټم یا یاسکروټل کیسه (scrotum or scrotal sac) د نر د تناسلي الې بهرنۍ برخه ده د تناسلي الې لاندې او وروسته برخه کې وي، کوچنۍ عضلاتي کیسه ده د نر هګۍ (testicles)، د وینې رګونه او د (spermatic cord) یوه برخه پکې وي او ساتنه یې کوي.
سکروټم داخل کې د ساتنې لپاره دوه برخې لري او دواړه برخې یې په یوه دیوال (septum) جلا شوې وي. سکروټم د تودوخې له بدلون څخه د نر د هګیو ساتنه کوي. د دې لپاره چې (testes) د منیو نورمال تولید وکړي نو د بدن له نورو برخو څخه د (testes) تودوخه کمه اندازه سړوي او دا چاره د خپل ځان په پراخېدو کوي.
په دې برخه کې د (cremaster muscle) په نامه عضله د (spermatic cord) عضله ده د همدې عضلې په ذریعه نر خپلې هګۍ پورته کش کولای شي. کله چې تودوخه کمه شي دا عضله ځان راغونډوي او په دې چارې سره د سکروټم کیسه بدن ته نږدې کوي تر څو د بدن په تودوخه ګرمه وساتل شي. کله چې تودوخه زیاته شي نو یاده عضله بېرته ځان پرېږدي او د هګیو لرونکې سکروټم کیسه لاندې زوړنده له بدن څخه لرې پاتې کیږي او په دې طریقه د تودوخې کمول ممکن کوي.
د نر هګۍ له زېږېدو وروسته په لمړي کال کې سکروټم کیسې ته کوزیږي که چېرې داسې ونشي نو د (B-HCG or testosterone) هورموني تذریق ورته کیږي او یا هم د جراحي له لارې هګۍ سکروټم کیسې ته کوزیږي. که چېرې نا کوزه شوې پاتې شي نو د نر د شنډېدو لامل کېدای شي.

