انترکتیکا د رازونو لویه وچه ده چېرې چې داسې ژوي موجود دي کوم چې نوره نړۍ کې نشته، د ځمکې او کنګل لاندې پکې د اوبو بندونه دي، او ګمان کیږي چې د واورې لاندې پکې خښ شوي ښارونه هم شته. انترکتیکا کې په دایمي توګه مېشت انسانان نشته. د تودوخې درجه یې منفي ۹۰ سانتي ګراد ته رسیږي. د ځمکې په سر تېز بادونه هم انترکتیکا کې لګیږي او د بادونو سرعت په یو ساعت کې تر ۳۰۰ کیلو متره پورې رسیږي. انترکتیکا ډېره وچه سیمه ګڼل کیږي او له همدې امله د سارا (صحرا) په توګه ډلبندي شوې.
فرانسه، ناروې، استرالیا، انګلستان، چیلي، ارجنټینا او نیوزلنډ هر یو د انترکتیکا د یوې برخې ادعا لري. روسیه او انګلستان هر یو ادعا لري چې انترکتیکا یې په لمړي ځل کشف کړې خو انترکتیکا تقریبا زرګونه کاله وړاندې په لمړي ځل ارسطو یاده کړې، ارسطو ویل چې ځمکه ګرده ده او د سوېل او شمال قطبونه یو بل ته ورته انځورونه دي. د نیوزلنډ څېړنې ښي چې په ۷ پېړۍ کې د پولېنیزي ټاپو خلک هم ممکن انترکتیکا ته تللي وي ځکه چې د دې خلکو په کیسو کې هم سوېل لور ته د کنګل سیمه یاده شوې.
جمېز کوک د انګلستان غل، قاتل او د سیمو موندونکی هم د سیمو په لټون کې انترکتیکا ته تللی وو خو له واټن څخه بېرته راګرځېدلی وو. له جمېز کوک وروسته ډېرو خلکو هڅه وکړه چې انترکتیکا ته ولاړ شي خو هڅې یې ماتې سره مخ شوې. په ۱۹ پېړۍ کې اروپا د غلو او قاتلانو ترمنځ د سیمو او طبیعي زخیرو د موندلو هڅې پیل شوې او دې غلو او قاتلینو هڅه کوله چې د سوداګري لپاره لارې پیدا کړي، مستعمرې او غلامان زیات کړي. روسې هم په دې موده کې فابین ګاټلیب فون بېلینګس هاوسن د نړۍ په سفر ولیږه تر څو نوې سیمې کشف کړي او په عصري تاریخ کې فابین ګاټلیب لمړی انسان ګڼل کیږي چې انترکتیکا ته تللی دی.
د ۱۹۰۰ او ۱۹۲۰ ترمنځ انترکتیکا ته زیات خلک ولاړل خو هر یو یې لکه پخوا له کیشتۍ د انترکتیکا سیل وکړ او بېرته راغلل، ډېری خلک فکر کوي چې لمړی کس د انګلستان روبرټ فالکون وو کوم چې له خپلې کیشتۍ انترکتیکا کې پیاده شوی خو خرابې هوا، ولږې او سړو اړ کړ چې بېرته راوګرځي خو د راګرځېدو پرمهال لار کې د واورې توپان راویسار کړل او یو هم بېرته ژوندی را ونه ګرځېده. له لمړۍ نړیوالې جګړې وروسته ډېری هیوادونو خپل وګړي د انترکتیکا د کشف لپاره ولیږل او د هټلر الوتکو د انترکتیکا له پاسه خپل بیرغونه وغورزول تر څو پکې د یوې سیمې ادعا ولري.
له دوېمې نړیوالې جګړې وروسته ځینې هیوادونو انترکتیکا کې د څېړنو لپاره مرکزونه جوړ کړل. تر ټولو لمړۍ موندنه یې دا وه چې انترکتیکا تل لکه د اوس په څېر کنګل نه وه او یو وخت تود باراني ځنګل وو. ساینس پوهانو د داسې ژو فوسیل هم پکې پیدا کړل کوم چې یوازې ګرمو سیمو کې پیدا کیږي. همداسې د انترکتیکا د درې کیلو متره ډبل کنګل لاندې د اوبو بندونه موجود دي کوم چې خپل ایکو سیستم او بې ساري ژوي لري. د څېړنو دوام کې یې یو ابشار ومونده د کوم چې د اوبو رنګ سور دی، له څېړنو وروسته مالومه شوه چې سور پکې د وسپنې د معدن رنګ دی.
ځینې خلک فکر کوي چې انترکتیکا ته له بلې سیارې ژوندي راځي خو ځینې بیا په دې اند دي چې امریکا یادې سیمې کې فعالیت کوي. دا چې نوره نړۍ په نورو جیو پولیتیکي شخړو کې بوخته ده، امریکا، روسیه او چین په انترکتیکا کې په سیالي بوخت دي او هر یوه یې انترکتیکا کې د څېړنو په نوم ګڼ شمېر سټېشنونه جوړ کړي. په ۱۹۵۹ کې د انترکتیکا د تړون په نامه یو تړون لاسلیک شوی او د یاد تړون له مخې هر هیواد کولای شي په انترکتیکا کې څېړنې وکړي خو د څېرڼو پایلې به له ټولو هیوادونو سره شریکوي.د تړون له مخې هېڅ هیواد حق نه لري چې انترکتیکا کې کان کیندنه وکړي او یا طبیعي زیرمې راوباسي. په ۱۹۹۲ کې امریکا یوه څېړنه وکړه او د څېړنه له مخې یې اټکل کړی چې انترکتیکا کې تر ۵۰۰ بیلونه بیلره (بېرله) تیل او ګاز موجود دی خو چین، روسیه او امریکا د تیلو او ګازو په لټه کې نه دي بلکې دې سیمه کې د نړۍ تر ټولو کم پیدا کېدونکي منرالونه لکه نیوډي میام، پراسیو ډي میام، ټربیام او ډیسپروسیم موندل شوي. دا منرالونه تقریبا په ټولو ایلکټرونیکس یا برېښنایي وسایلو کې کاریږي او دا چې نړۍ اوسمهال له ګاز او تېلو د خوځښت حال کې ده او تر ډېره په برېښنایي وسایلو تکیه کوي نو هر هیواد د سیالي ګټلو لپاره د همدې منرالونو په لټه کې دي.
په انترکتیکا کې بله لویه موندنه د سوېل سمندر دی. یاد سمندر یو مرګونی سمندر دی او د نړۍ اقلیم ته شکل ورکوي دا سمندر خپله کې ارام سمندر، اتلانتیک او د هند سمندر سره یو کوي، په نړۍ کې چې څومره کاربن خپریږي تقریبا ۱۵ % یې د سوېل سمندر جذب کوي.