Francisco Pizarro - فرانسیسکو پیزارو

zakria rahimi
By -

 د زوکړې نیټه او کال یې مالوم نه دي خو ګمان کیږي چې د ۱۴۷۱–۱۴۷۶ کلونو ترمنځ زېږېدلی او د ۱۵۴۱ کال، د جون په ۲۶ نېټه مړ شوی. د هسپانیا کانکیستادور یا فاتح (conquistador) وو چا چې له خپلو سرتېرو سره پېرو ونیوله. فرانسیسکو د انکا امپراطوري فاتح او د لیما ښار بنسټ ایښودونکی ګڼل کیږی.


د هسپانیا په تروجیلو کې په یوه بې وزله کورنۍ کې زېږېدلی. کله چې لوی شو هڅه یې وکړه چې د نوې نړۍ په لور رهي او شتمنۍ لاسته راوړي. د اورابا خلیج ته د بالبو واسکو نونېز سره ولاړ او له دې ځایه د پاناما له تنګي په ګډه تېر شول او په دې چارې سره ارام سمندر ته رسیدونکي لمړي اروپایان شو. د څو کلونو لپاره د پاناما نوي جوړ شوي ښار ښاروال وو. دوه ځلې یې په پېرو برید وکړ خو دواړه ځلې یې برید له ماتې سره مخ شو. په ۱۵۲۹ کال کې یې د هسپانیا له پاچایي د پېرو نیولو اجازه واخیسته او له اجازې وروسته یې د جګړې لپاره کمپاین پیل کړ د کمپاین پای کې یې په پېرو درېم او بریالی برید وکړ او بلاخره پېرو یې ونیوله. په ۱۵۳۲ کې یې له اینکا امپراتورۍ سره یې جګړه وکړه او جګړه کې یې امپراتور اتاهولپا په کاجامارکا جګړه کې ونیوه. د اتاهولپا د پرېښودو لپاره یې د تاوان غوښتنه وکړه، اتاهولپا د ځان د خلاصولو لپاره یوه کوټه پیزارو ته له سرو زرو ډکه کړه خو د تاوان ورکولو سره سره یې نور تورونه پرې ولګول او بلاخره د ۱۵۳۳ کال په جولای کې یې اعدام کړ. په ۱۵۳۵ کال کې پیزارو د لیما ښار بنسټ کېښود.

مور یې فرانسیسکا ګونزالیز (Francisca González) او غیرې شرعي پلار یې ګونزالو پیزارو (Gonzalo Pizarro) د پیاده پوځ افسر وو. مور یې غریبه وه او له همدې امله یې د خپل حرموني زوی زده کړو ته لږ پام وکړ او بیسواده یې لوی کړ. وروسته یې مور له بل کس سره واده وکړ او بل زوی یې د الکانتارا فرانسیسکو مارټین (Francisco Martín de Alcántara) له خپل میړه سره وزیږوه یاد ورور یې د پیرو د نیولو په جګړه کې هم ورسره مل وو.

فرانسیسکو پیزارود ژوند ډېره موده دخنزیرانو په څرولو د نیا او نیکه کره تېره کړې. وروسته ېې په محلي وړو جګړو کې ونډه واخیسته خو چې هلته جګړې پای ته ورسېدې نو د جنګ لپاره دایټالیا په لور رهي شو. په کال ۱۵۱۰ کې ېې دکولمبیا دالونسو دو وجېدا په کشف کې ونډه واخیسته، هلته د ده د ملګرو په نظر فرانسیسکو سخت ، خاموش،نا هیلی کس پر چا چې په سخت وخت کې باور کېدای شي. له دې سفر درې کاله وروسته یې د کیشتۍ د کپتان په توګه دنده پېل کړه. کله چې د ۴۸ کالو شو نو د کشف یو بل سفر ېې له دییګو دو الماګرو او هېرناندو سره دجنوبي امریکا په لور پېل کړ. د ۱۵۰۹ کال د نومبر په ۱۰ نېټه پیزارو په سمندر کې د نوې نړۍ (امریکا) په لور سفر پیل کړ.

له رسېدو وروسته الماګرو د پاناما په لور ولاړ تر څو د پاناما په والي د خپلو وعدو پوره کولو لپاره فشار راوړي په دې وخت کې دفرانسیسکو پاتې شوې ډلې ته خبر راغی چې دکشف له سفر نه بېرته راوګرځي ترڅو خپل ژوند له لاسه ورنکړي په دې ډله کې فرانسیسکو په خپله توره یوه کرښه پر ځمکه راښکله او ملګرو ته ېې وویل څوک چې له مرګه نه وېرېږي او غواړي چې هسپانیا ته له ځان سره قیمتي فلزات ویسي د کرښې نه دې زما لور ته را واوړي په دې ډله کې له فراسیسکو سره ۹ ملګري یوځای شول. په کال ۱۵۳۰ کې پاناما ته ولاړ په دې سفر کې ېې له ځان سره یوه کیشتۍ لرله چې ۱۸۰ کسان او ۳۷ اسان پکې وو او ۳۷ ساعته وروسته نورې دوه کیشتۍ په لاره کې ورسر ملګرې شوې. دوي له رسېدو مخکې د انکا مشر چې د کاجاکا په ښارکې له خپل ۳۰۰۰۰ پوځ سره اوسېده پیغام ولېږه. خو بلاخره د انکا مشر دا ومنله چې دواړه مشران به په ښار کې سره وویني. په دې وخت کې هسپانویان ډېر کم وو د کومو چې تقریبا ۲۰۰ کسانو ته ېې شمېر رسېده.

فرانسیسکو توپونه اماده کړل کله چې د انکا د مشر ځای ته ورسېد هلته دانکا مشر له خپل ۳۰۰۰ تر ۴۰۰۰ کسانو سره راووت په دې وخت کې فرانسیسکو پیزارو یو عیسوی ور ولېږه او د انکا مشر ته چې اتاهولپا نومېده ووېل په عیسویت ایمان راوړه او د هسپانیا پادشاه پنځم چارلز خپل مشر ومنه او د انجیل کتاب ېې ورکړ چې دا کتاب وګوري او د ژوند په لارو چارو کې ېې امتحان کړي خو اتاهولپا هم عیسویت ونه مانه، انجیل په ځمکه وویشت او د فرانسیسکو د پاچا له مشري یې هم انکار وکړ.

ورلیږل شوي عیسوي دا خبر تر فرانسیسکو پیزارو ورساوه, د خبر له اورېدو سره سم فرانسیسکو پیزارو د برید امر وکړ. په جګړه کې له انکا سره له ډبرو جوړې وسلې وې خو د سرتیرو شمېر یې زرګونه وو مګر هسپانویانو سره د ارکیبیوز په نامه ټوپک، تورې او اسونه، ډالونه وو.

په ۱۵۲۲ کې د انداګویا پاسکول (Pascual de Andagoya) د سوېلې امریکا د لوېدیځې سیمې د لټولو ناکامه هڅه وکړه. هلته له ځایي هندیانو سره مخ شو او دې خلکو ورته وویل چې په سرو زرو غني سیمه پیرو (Pirú) ده وروسته یې نوم پېرو (Perú) ته بدل شو. انداګویا پېرو ته د رسیدو هڅه وکړه خو په لار کې ناروغ شو او بېرته د پاناما لور ته راوګرځید. په پاناما کې یې د پېرو په اړه دا خبره خلکو ته وکړه او بلاخره د فرانسیسکو پیزارو پام یې خپل کړ. فرانسیسکو پیزارو دوه ځلې د پېرو نیولو ناکامه خو په درېم ځل بریالۍ هڅه وکړه او بلاخره د پېرو فاتح وبلل شو.

فرانسیسکو له دې ځای نه د کوزکو په لور ولاړ هغه ښار ېې هم په ډېره اسانۍ په کال ۱۵۳۳ د نومبر په مېاشت کې ونیاوه. په کال ۱۵۳۵ کې ېې د لیما ښار تاسیس کړ او د ژوند دوه وروستي کلونه ېې دهمدې ښار په ابادولو کې تېر کړل. د ۱۵۴۱ کال د جون په ۲۶ نېټه دوېم د الماګرو دیګو کسانو برید پرې وکړ او په چاقو وهلو یې مړ کړ تر څو د لیما واک دوېم د الماګرو دیګو ته وسپاري.

,

Tags: