تور سمندر د اسیا او اروپا ترمنځ پروت دی. لاندې نقشې یې کتلای شئ.
له پخواني یونان تر عثماني خلافت پورې هرې امپراتوري ته یې ستراتیژیک ارزښت لره. په اوس وخت کې د ناتو او روسې لپاره تر ټولو اړینه د اوبو تنه ده. تور سمندر سره شپږ هیوادونه پولې لري : د تور سمندر په شمال کې روسیه او یوکراین موجود دی، جورجیا یې په ختیځ کې ده، ترکیه یې په سوېل کې ده او په لوېدیځ کې یې رومانیا او بلغاریا واقع دي.
لاندې نقشه کې سپینه کرښه له تور سمندر څخه د مارمرا سمندر ته تېره شوې، تنګې برخې ته یې د بوسفورس تنګی نوم اخلي، تر ټولو زیاته تنګه برخه یې ۷۰۰ متره سور یا بر لري، او کنټرول یې د ترکې په لاس کې دی. له مارمارا سمندر پس دوېم تنګی دی کوم ته چې د ډارډانېل تنګي نوم اخیستل کیږي او پای یې د مدیترانې سمندر سره نښتی دی. ډارډانېل تنګی هم د ترکې په کنټرول کې دی. دواړه تنګي ترکیه کنټرول کوي او په تګ راتګ خپل فیس له بېړیو اخلي.
روسیه له دې لارې خپله انرژي نړۍ ته رسوي، جورجیا له نړۍ سره سوداګري کوي، یوکراین خپلې غلې نړۍ ته له همدې لارې صادرولې او بلغاریا او رومانیا له بهر واردات له همدې لارې کوي. د روسې لپاره د تور سمندر لار یوازې سوداګریز ارزښت نه لري بلکې پوځي ارزښت هم ورته لري. په تور سمندر کې روسیه دوه تر ټولو اړین بندرونه لري یو یې په کریمیا کې دی او د سیواسټوپول په نامه یادیږي کوم چې په ۱۷۸۳ کې تاسیس شوی او کله چې روسې کریمیا له یوکراین ونیوله او له خپلې خاورې سره یې ضمیمه کړه نو د یاد بندر کارونه یې پیل کړه او بل یې د نو ورو سیسک په نوم یادیږي کوم چې په ۱۹ پېړۍ کې تاسیس شوی او تر ټولو لوی بندر یې دی د کوم له لارې چې خپله غله او تیل صادروي.
د روسې په بله څنډه کې د شمال سمندر دی کوم چې ډېری وخت لوی کنګل وي خو تور سمندر کې بیا د کال دولس میاشتې د بېړیو تګ راتګ امکان لري. د تور سمندر له لارې سوداګري او د نظامي بېړیو او اوبتلونو تګ راتګ یې د ترکې له ښو اړیکو سره تړاو لري. د همدې تنګي یوې خوا کې ترکیه او بلې خوا کې رومانیا او بلغاریا دي او درېواړه د ناتو غړي هیوادونه دي.
اوس راځو تاریخ ته
په لمړۍ پېړۍ کې روم د تور سمندر چار چاپېره خپله امپراتوري وغزوله، په سمندر کې یې مختلفې سوداګریزې لارې هم جوړې کړې او له دې څخه یې یوه برخه په تور سمندر کې وه. په تور سمندر باندې د کنټرول لپاره یې د نن ورځې کریمیا د کومې چې هغه وخت کې نوم چېرسونیز وو او بل ښار کوم چې اوسمهال د کېرچ په نامه یادیږدي او هغه وخت کې یې نوم پانټیکاپې یم یا پانټیکاپیم وو پوځي کلا ګانې پکې د دې لپاره جوړې کړې چې د تور سمندر د لارو ساتنه وکړي. د روم د امپراتوري سیمه نقشې کې په سور رنګ ښودل شوې.
د روم امپراتوري ډېره لویه وه او مالي لګښت او د امنیت ساتل یې اسانه چاره نه وه نو له همدې امله په ۴ پېړۍ کې په دوه برخو ووېشل شوه : د یوې برخې نوم یې بېزانتین امپراتوري شوه کومه چې ختیځ کې وه او بله برخه یې د روم د لوېدیځ امپراتوري شوه. د بېزانتین امپراتوري نقشه لاندې په سور رنګ ښودل شوې او مرکز یې کانستانتینوپل یا اوسنی استانبول وو کوم چې د اسیا او اروپا ترمنځ د پل په څېر دی او له همدې امله ډېر شتمن ښار شو. بېزانتین امپراتوري تور سمندر یوازې د سوداګري او پوځي موخې لپاره نه دی کارولی بلکې روسې یا اسلاوي نژاده خلکو ته یې عیسویت هم د تور سمندر له لارې رسولی دی.
یونانیانو په اتمه پېړۍ کې د تور سمندر په چار اطرافو کې خپله امپراتوري وغزوله، نقشه کې د بیزانتیوم ښار وروسته د کانستانتینوپل په نامه ونومل شو او اوسمهال د ترکې استانبول ښار دی. په زېړې کرښې باندې د یونانیانو سوداګریزې لارې ښودل شوي. یونیانو له دې لارې له شمالي سیمو غلامان، غلې او کبان واردول.
په ۱۲۹۹ کال کې د عثمانیانو خلافت رامنځته شو او تر ۱۴۵۳ پورې یې په تور سمندر ولکه وکړه او له تور سمندر یې د ترکې جهیل جوړ کړ. د تور سمندر ټوله سوداګري یې تر خپل کنټرول لاندې کړه. لاندې د عثماني خلافت نقشه په شین رنګ ښودل شوې.
عثماني خلافت په ۱۸ پېړۍ کې د تور سمندر له لارې په قفقاز، ختیځې اروپا او منځني ختیځ یا لوېدیځې اروپا باندې کنټرول ترلاسه کړ. نقشه کې لاندې په سپینو کرښو درېواړه سیمې ښودل شوي.
په ۱۷۸۳ کې د روسې امپراتوري تور سمندر نیولی وو او په همدې کال کې لویه کترین د روسې ملکه وه چا چې کریمیا د روسې له خاورې سره ضمیمه کړه. لاندې نقشه کې په سور رنګ ښودل شوې برخې د روسې د امپراتوري سیمې وې.
په همدې وخت کې د کریمیا سیواسټوپول بندر جوړ شو او د نظامي اډې په توګه کار ترې اخیستل کېده تر څو له دې سیمې عثماني خلافت وننګوي. د روسې امپراتوري هڅه کوله چې ترکیه ونیسي خو د فرانسې، انګلستان له امپراتوریو او عثماني خلافت له مقاومت سره په تور سمندر کې مخ شوه او بلاخره جګړه یې وبایلله. ورپسې د لمړۍ نړیوالې جګړې پرمهال تورسمندر د روسې او عثماني خلافت ترمنځ د جګړې میدان وو.
ورپسې د جرمني د نازیانو امپراتوري تور سمندر ته لار وموندله، نازیانو هڅه وکړه چې تور سمندر کې د روسانو د تګ او راتګ لار بنده کړي کوم چې کېڼ اړخ کې غشي باندې ښودل شوی او دوېمه هڅه یې د روسې په خاوره کې د تیلو په زخیرو د کنټرول پلان وو کوم چې په ښي اړخ کې غشي باندې ښودل شوی، د تیلو یادې سیمې ته قفقاز د تیلو ساحه نوم اخلي، خو نازیان له ماتې سره مخ شول. په نقشه کې شین رنګ باندې ښودل شوې برخه د نازیانو ده او سور رنګ باندې ښودل شوې برخه د شوروي اتحاد ده.
د شوروي اتحاد له دوېمې نړیوالې جګړې وروسته د سړې جګړې پرمهال، په ختیځه اروپا کې نفوذ وکړ، د مخنیوي لپاره یې اروپا او امریکا په ګډه د ۱۹۴۹ کال د اپرېل په ۴ نېټه کې ناټو جوړه کړه، د شوروي اتحاد هیوادونو هم د خپلې دفاع لپاره لکه د ناټو په څېر په ۱۹۵۵ کې د مې په ۱۴ نېټه د وارسا په نوم دفاعي تړون رامنځته کړ کوم چې د روسې او ختیځې د هیوادونو ترمنځ تړون وو. لاندې نقشه کې ناتو او د وارسا سیمې کتلی شئ.
په ۱۹۹۱ کې د شوروي اتحاد سقوط وکړ او له ناټو سره شدیدې سیالي ته د پای ټکی کېښودل شو. په ۲۰۱۴ کې چې کله روسې بیا کریمیا د خپلې خاورې د برخې په توګه ضمیمه کړه نو په تور سمندر کې یې بیا خپل واک مسلط کړ. له همدې مودې را په دیخوا روسې په تور سمندر کې خپل سمندري ځواک باندې لویه پانګونه وکړه او خپل اوبتلونه او جنګي بېړۍ یې عصري کړې کوم چې ناتو ته مستقیم ګواښ دی.
روسانو له تور سمندر څخه خپلې بېړۍ، وسلې او اوبتلونه د سوریې جګړې ته هم لېږل او په ورته وخت کې یې په اوکراین هم له تور سمندر څخه بریدونه کول. روسیه تور سمندر د اروپا د انرژي په مارکېټ باندې د نفوذ لپاره هم کاروي. د نړۍ ۳۰ % غنم له روسې او یوکراین صادریږي او دواړه یې د صادرولو لپاره تور سمندر کاروي.
له ترکې سره د روسې اړیکې : ترکیه له روسې څخه ګاز واردوي او روسانو یې په اټومي بټیو او برېښنا پروژو باندې میلیاردونه ډالر پانګونې کړي.
روسانو له تور سمندر څخه خپلې بېړۍ، وسلې او اوبتلونه د سوریې جګړې ته هم لېږل او په ورته وخت کې یې په اوکراین هم له تور سمندر څخه بریدونه کول. روسیه تور سمندر د اروپا د انرژي په مارکېټ باندې د نفوذ لپاره هم کاروي. د نړۍ ۳۰ % غنم له روسې او یوکراین صادریږي او دواړه یې د صادرولو لپاره تور سمندر کاروي.
له ترکې سره د روسې اړیکې : ترکیه له روسې څخه ګاز واردوي او روسانو یې په اټومي بټیو او برېښنا پروژو باندې میلیاردونه ډالر پانګونې کړي.











