په ټول مغولستان کې ۹۹.۷ % برخه له انسانانو خالي ده او یوازې نقشه کې سپینه برخه کومه چې ۰.۰۳ % برخه ده انسانان پکې ژوند کوي.
د تاریخ په اوږدو کې داسې نه وه او په ۱۸ پېړۍ کې یې تر یو میلیون یا لس لکو کسانو پورې نفوس لره خو یوې پېښه کې یې تر ۸۰۰ زره یا اته لکه کسانو پورې خپل ژوند له لاسه ورکړ او یوازې دوه لکه نفوس پکې پاتې شو. په نړۍ کې دوېم لوی داسې هیواد دی کوم چې وچه کې ویسار او له سمندر سره لاره نه لري لمړی وچه کې ویسار لوی هیواد قزاقستان دی، دوېم مغولستان او درېم چاډ دی، څلورم نایجریا، ... او نهم افغانستان دی.
د مغولستان په شمال کې روسیه ده او په سوېل، ختیځ او لوېدیځ کې یې چین دی. مغولستان ته تر ټولو نږدې سمندر زېړ سمندر دی او له مغولستان تقریبا ۷۰۰ کیلو متره واټن لري. لاندې نقشه کې چین، روسیه او سمندر درېواړه کتلای شئ.
دا چې له سمندر واټن کې دی نو له ارام سمندر او د هند له سمندرګي د مون سون بادونه او باران نه ور رسیږي او له همدې امله یې سوېل کې لویه برخه وچه سارا (صحرا) ده. کومه سیمه یې چې سارا ده لاندې نقشه کې په سور رنګه نارنجي رنګ ښودل شوې.
دې سارا ته د ګوبي نوم اخلي، په اسیا کې تر ټولو لویه سارا ده او په نړۍ کې تر ټولو پنځمه لویه سارا ده.
مغولستان ډېره خرابه هوا هم لري، په ژمي کې یې هوا تر منفي ۳۸ درجو سانتي ګراد پورې کمیږي او په اوړي کې بیا ۴۲ درجې سانتي ګراد وي. که چېرې لاندې نقشه وګورئ نو سوېل کې یې د هیمالیا د غرونو لړۍ پرته ده، له هغې پس د کونلون په نامه غرونه دي دا غرونه د بادونو او ورېځې مخه نیسي او بارانونه په همدې غریزو سیمو کیږي، له بل لوري، د الټې په نامه غرونه د لوندوالي مخه نیسي او له همدې امله مغولستان ډېر وچ اقلیم لري.
د مغولستان په شمال کې هم د درې غرونو لړۍ موجودې دي : یوه یې خوفسګول، بله یې خانګی او درېمه لړۍ یې خېنتي لړۍ ده.
د غرونو دا لړۍ له لوېدیځ، شمال او سوېل څخه د راتلونکو سړو او تودو بادونه مخه نیسي او له همدې امله ژمي کې د همدې سیمې تودوخه تر منفي ۲ درجو سانتي ګراد پورې کمیږي خو د نورو سیمو بیا تر منفي ۴۰ درجو سانتي ګراد پورې کمیږي. په مغولستان کې یوازې د همدې درې غرونو ترمنځ سیمه د کرنې وړ ده او په ټول مغولستان کې همدې سیمه کې ډېر باران وریږي. البته باران یې ډېر نه دی خو د نورو سیمو په پرتله زیات دی او له کم باران سره بیا هم د مغولستان همدا سیمه ډېر شینوالی لري، لامل یې د چار چاپېره غرونو له پاسه د باران ورېدل او له غرونو څخه هوارو ته د منرالونو راوړل دي کوم چې د ځمکې په حاصلخیزه کېدو کې لویه ونډه لري.
اوس راځو تاریخ ته
په ۱۲ پېړۍ کې چنګیز خان په دې سیمه واکمن وو، کله چې چنګېز خان مړ شو نو د مغولو امپراتوري او هیواد یې په وړو سیمو ووېشل شو، خلک یې هم د کلونو له جګړو او وینې توېدلو ستړي وو. مغولو په دې وخت کې د سولې لټه کوله. بودایزم له هند څخه مرکزي اسیا ته او له دې سیمې مغولستان ته ورسېده او د سیمې ډېری خلکو د مذهب په توګه ومنه.
په ۱۶۶۶ کال کې د چین کینګ کورنۍ په کومې چې مغولو مخکې واک لرلی وو د چین په مانچوریا ایالت کې بېرته په پښو ودرېده او راتلونکو ۵۰ کلونو کې یې د چین شمال او د مغولستان سوېل ونیوه. دې سیمه کې مغول بودایان شوي وو او نور یې لکه د پخوا په څېر په جګړو باور نه لره او له همدې امله یې جګړې ته چمتوالی نه لره. د ۱۷۵۵ او ۱۷۵۷ کلونو ترمنځ د چین کېنګ کورنۍ په مغولو برید وکړ او بلاخره دې دوه کلونو کې یې ۸ لکه مغولیان ووژل او یوازې ۲ لکه نور پاتې شول.
د سړې جګړې پرمهال مغولستان د شوروي اتحاد تر اغیز لاندې پاتې شو خو بیا یې هم نفوس نه وو زیات شوی. د نفوس د نه زیاتېدو دوېم لامل یې دا دی چې هرو درې کسانو کې یو یې د بودایزم د مذهب په منک بدلېدل او خپل ټول ژوند یې خپل مذهب ته وقف کوه او د ژوند تر پایه یې واده نه کوه. د نسل زیاتېدو لپاره یې د شوروي اتحاد مختلفې پالیسیانې جوړې کړې کومې چې تر یو څه حده بریالۍ وې. په پالیسي کې د واده بدل کې کور ورکول او مالي مرستې شاملې وې. بودایزم تر اوسه د مغولستان په کلتور خپل اغیز لرلی او ډېری نران یې اوس هم لکه پخوا د ژوند تر پایه واده نه کوي او خپل ټول ژوند یې مذهب ته وقف کړی وي.