څرنګه د یو واکمن په ځواک ځان پوه کړو ؟

zakria rahimi
By -

 لمړی یې چار چاپېره کسانو ته کتنه کوئ. که چېرې یې چار چاپېره کسان غوړه مالان یا چاپوړوسان وو، بې زړه ډارن کسان وو، داسې کسان وو چې هر یو یې له واکمن سره له مخالفت کولو پرته توافق کوه نو دا واکمن په رښتیا نه واکمن دی او نه ځواکمن، بلکې یوې اړتیا کنټرول کړی کس دی : اړتیا یې د ځان محفوظ احساس کول دي.

ځواکمن واکمن برعکس چاره کوي : خپل چار چاپېره هوښیار، وړتیا لرونکي او زړور خلک ساتي، داسې خلک چې خپله واکمن هم ننګوي. ځواک له فشار رامنځته کیږي نه له ځان ارام احساس کولو.

د خلکو د پېژندلو لپاره لمړۍ اړینه چاره دا ده چې خپل زهن کې د دوي په اړه جوړ شوی باطل فکر له منځه یوسې. د دوي لارښونې او نصیحتونه له پامه وغورزوه. زهن کې هغه انځور هم له پامه وغورزوه کوم چې دوي په خپلو خبرو د نورو زهن کې جوړ کړی دی او په ډېر پام سره یې د نورو زهن کې ساتنه کوي. او کله چې تاسې سره د ژوند په نوم خونه کې ناست وي او دې خونې ته ویره، ځواک یا ګټه راشي نو د یاد کس چلند مطالعه کړه.

په همدې وخت کې د یاد کس کرکټر خپل ځان په بشپړ توګه افشا کوي. د دوي وفاداري تر هغو ادامه لري تر کومه چې دوي ته ګټوره وي. اخلاقیات او سیرت چې کله قیمته تمامېدونکي شي نو په یاد کس کې له منځه ولاړ شي. کله چې وخت ورته تر اصولو ګټور څه وړاندیز کړي نو دا خلک سملاسي د اصولو لاسنیوی پرېدي. د بې تجربې کس تېروتنه دا وي چې فکر کوي چې تل خبرې هر انسان افشا کوي او دا تېروتنه تر خبرو پورې هر انسان کې تکراروي. او د هوښیار تېروتنه د انسان پېژندنه کې د تل لپاره یو ځل یو تېروتنه وي او بیا یاده تېروتنه د هر انسان پېژندلو کې بیا بیا نه تکراروي.

د ځواک په لوبه کې له خلکو دا پوښتنه مه کوئ- چې دوي په څه باور لري. دا پوښتنه ترې وکړئ چې د څه ترلاسه کولو لپاره هڅه کې دي ځکه چې د ګټو عمر د باورونو او وعدو پرتله زیات وي. ځواک د هغو وي کوم چې د انسان په طبیعت پوهیږي، ځواک له هغو کسانو سره تړاو نه لري کوم چې له دې طبیعت څخه د خپلو باورو له مخې هیلې لري.

که چېرې ته هم ټوپک ولرې او زه هم ټوپک ولرم نو د قانون په اړه به خبرې کوو، که چېرې ته هم چاړه ولرې او زه هم چاړه ولرم نو د اصولو په اړه به خبرې کوو، که چېرې ته هم خالي لاس یې او زه هم خالي لاس یم نو د انصاف او عدالت په اړه به خبرې کوو، که چېرې ته لاس کې چاړه ولرې او زه ټوپک ولرم نو هغه څه چې زه وایم حقیقت دی، که چېرې ته خالي لاس یې او ټوپک ولرم نو زما لاس کې ټوپک ستا قسمت دی، په تار باندې ستا را زوړند ژوند دی.

قانون، اصول او اخلاقیات ښکلي درواغ دي او کله چېرې د تلې دواړه پلې سره برابرې وي نو قانون او اصول شته وي خو که د ځواک تله یو لور ته کږه شوه نو اصول، قانون او اخلاقیات هم ورسره ورکیږي. د دې بدرنګې نړۍ بدرنګ حقیقت دا دی چې کله پیسې خبرې کوي نو حقیقت او رښتیا هلته ګنګیان شي. کله چې بیا ځواک خبرې کوي هلته پیسې هم د احترام لپاره سر ټیټوي. هر هغه کس کوم چې قوانین جوړوي همغه د قانون تر ټولو لمړی ماتونکی هم وي ځکه چې ځواک ورسره وي. د بې وزلو لپاره قانون هغه زنځیر وي په کوم چې تړل شوی وي او د ځواکمنو او شتمنو لپاره چاړه وي او د بې وزلو په مرۍ یې ایښې وي. ځواکمن او شتمن لوبې طرحه کوي او بې وزله، بې واکه او بې ځواکه کمزوري خالي لاس ناست وي او تل دعا کوي چې له دې بدرنګې نړۍ له دې بې رحمو ځواکمنو یو څه ترلاسه کړي خو د ژوند تر پایه هېڅ نه ترې ترلاسه کوي. د ارام په ځای زیار ته رایه ورکړه او خپله نړۍ دې بدله کړه.

هوښیار کس هغې مېرمنې سره واده کوي کومې ته چې اړتیا لري، کوم کس چې هوښیار نه وي له هغې مېرمنې سره واده کوي له کومې سره چې مینه لري. که چېرې خپل زهن کنټرول نه کړې نو زهن دې تا کنټرول کوي. که چېرې ستا هیلو ښکلی نقاب اغوستی وي نو له ژوند دې لوی بحران جوړولای شي. کومه مېرمن چې د ژوند لپاره خوښوې یا دې ځواک څو برابره زیاتوي او یا دې هدف ته د تګ لپاره لوری له منځه وړي.

هر هغه څه چې په مکر او فریب ترلاسه کیږي هیڅکله یې په زور مه ترلاسه کوه. زور ستا پر ضد کرکه پاروي او د غچ اخیستنې احساس زېږوي. هر ځل چې ته وار کوې تاته یو دشمن جوړوي کوم چې د بېرته وار کولو لپاره چمتوالی نیسي. شخړه موقتي وي خو کینه دایمي وي. مکر او فریب بیا له دواړو سره توپیر لري، مکر او فریب داسې تېغ دی کوم چې مقابل لوري ته نه ښکاري او مقابل لوری چې کله پرې کوي نه یې احساس کوي، په پرې کولو کې هم دقیق وي. مکر او فریب یوازې دلوبې ګټونکی نه وي، بلکې ستا مقابل لوری په خپله خوښه تسلیم کېدو ته اړ کوي ځکه چې هغه ستا ایښودل شوي دام ته ړوند وي. مکر او فریب باندې ماتېدونکی خپل سقوط ته د خپلې خوښې نوم ورکوي او ته یې دې خوښې ته هدایت کوونکی اوسې.

همدا لامل دی چې مکار او فریبکار ډېر دوام کوي خو ځواکمن پوځونه بیا د شخړو له امله ډېر ژر له ماتې سره مخ کیږي. لویې امپراتورۍ ماتې شي خو مکار په خپل سیوري کې خپل واک او ځواک خوندي ساتلی وي. توره ممکن سیمې فتحې کړي خو فکر او عقل کارونکی یې ساتونکی او واک پرې چلونکی وي. دا په یاد ولره چې ځواک پاچایانې له منځه وړي او مکر او فریب یې جوړوي. هوښیار تل ځواکمن ماتوي.

دوي ته ستا مهرباني اړینه نه ده، دوي ته هغه څه اړین دي کوم چې ته ورکولای شې، کله چې ته دوي ته هېڅ نشې ورکولای نو تا سره داسې چلند کوي لکه چې ته هېڅ اوسې. دوي به درته وایي چې دوي وفاداري ته ارزښت ورکوي خو وفاداري د دوي لپاره یوازې د لاسته راوړنو لپاره نقاب وي او کوم حقیقت نه وي. دوي به درته د باور په اړه خبرې کوي خو کله یې چې د باور ماتولو کې ګټه وي نو خپله به لمړی د باور ماتونکی وي. ستا مهرباني به د دوي جېب ډکوي خو د دوي درواغجنې وعدې به ستا قبر ډک کړي. کله یې چې وخت راشي نو له تاسره په یادو وعدو جوړ کړي باور باندې به له نورو سره سوداګري پیل کړي. هوښیار کس د کمعقل له فکر کولو مخکې عمل کوي. هغه لاس کوم چې ستا په لور غزېدونکی دی که چېرې یې ته پرې نه کړې نو همدا لاس به دې را وپرزوي. له واک او ځواک پرته مهرباني کوم فضیلت نه دی بلکې کمزورتیا ده او کمزورتیا د خپل ځان نسکورولو او ویجاړولو ته پرانیستې بلنه ده. همدې چارې ته ظلم نه وایي، دیته بقا ویل کیږي. بقا یوازینی تاج دی چې د پسر کولو ارزښت لري.

له بحران مخکې چمتوالی کوي، کله چې د ژوند چاپېریال د ژوند لپاره سوله ایز وي نو د جګړې لپاره د ځان روزنه کوي، کله چې ټول خلک ارامتیا کې بوخت وي نو په پلان جوړولو کې او عملي کولو کې ځان ستړی کوي. ځکه چې کله توپان راشي نو د کیشتۍ جوړولو لپاره بیا ډېره ناوخته وي.


کمزوری هر توهین ته غبرګون ښي خو په منطق مخکې تلونکی زهن خپل تګ د نورو په توهین نه کوي. توهین یوازې د توهین کوونکي اخلاق ښي او مخاطب حقیقت سره کوم تړاو نه لري. غصه انسان کې داسې انرژي له منځه وړي کومه چې ژوند کې د حقیقي خنډونو له منځه وړلو لپاره کارېدای شي. چپتیا هر هغه څه ته ماته ورکولای شي کوم ته چې شور، غبرګون او غصه ماته نشي ورکولای.

په کوانټم میخانیک کې تېر وخت، اوسمهال او راتلونکې درېواړه یوه وخت کې موجود دي. ولې دې پرون ورځ په یاد کې ده خو سبا ورځ دې یاد کې نشته ؟ ستا مغز د تېر وخت فزیکي یادون یا ریکارډ ځان کې ساتي : مغز خپل ځان کې یادونه، انځورونه او نښې نښانې په ځان کې زخیره کوي. راتلونکې دا یادون له ځانه وروسته نه وي پریښی. فزیک دا یو طرفه چلند له اېنټروپي سره نښلوي. (له اینټروپي سره د نښلېدو مانا دا ده چې یو سیستم له داسې حالت سره نښلول کوم چې زیات نه زیات د انرژي او تصادفي مالوماتو خپرول کوي) د اېنټروپي د تمایل لوړېدا مونږ ته د وخت لوری راکوي. ممکن کایناتو کې هر هغه څه مخکې له مخکې خلق شوي وي کوم چې سبا ته پېښیږي صرف زمونږ زهن د تېر وخت په لور کار کوي او له همدې امله سبا نشي لیدلای.

خپل زوی او لور داسې مه لویوئ چې د ټولو د خوښې وړ واوسي، بلکې داسې یې لوی کړئ چې هیڅوک ماته نشي ورکولای :
۱ - تر هر څه لمړی یې له خپلو احساساتو سره بلد کړئ او د مدیریت طریقه یې ور زده کړئ او د احساساتو له کارولو څخه د ډډې کولو طریقه ور زده کړئ. خپل زوی او لور ته دا ور زده کړئ چې د بحران پرمهال خپل کنټرول د احساساتو له امله له لاسه ور نه کړي او کله چې نړۍ د احساساتو شور جوړ کړی وي نو ارام پاتې شي.
۲ - خپل زوی او لور په ځواک او واک پوه کړئ، او په دې چاره یې کتابونو او مکتبونو کې مه پوه کوئ ځکه چې حقیقت او کتاب کې لیکلې افسانې توپیر سره لري. پرې د پوهېدو لپاره د خلکو پېژندل او مطالعه کول ور زده کړئ نه د کتاب د پاڼو مطالعه کول.
۳ - دا ور زده کړئ چې لاپې پټاقې انسان تر بل نه لوړوي او نه یې د ټولنې لوړو پوړونو ته رسوي، یوازې زیار او دوامداره لاسته راوړنې یې رسوي. هوښیار روزل شوی کس خپله خبرې نه کوي بلکې د کړنو پایلې یې خبرې کوي.
۴ - خپلې لور او زوی ته دا ور زده کړئ چې په تیاره کې کار وکړي او د کار پایلې یې د ټولنې تیاره کې وځلیږي.
۵ - دا ور زده کړئ چې هر کس له تا سره خندا کوي په دې مانا نه ده چې له تا سره دی، په هر چا له باور کولو ډډه کول ور زده کړئ.
۶ - خپلې لور او زوی ته دا ور زده کړئ چې ژوند کې هیڅکله په یوه لار تکیه مه کوئ. خپل اولاد ته مختلفې وړتیاوې ور زده کړئ، د عاید لپاره مختلفې سرچینې پیدا کول ور زده کړئ تر څو یې یو عاید، یوه دنده، یو کس ګروګان نشي کړای.

۱ - دوي مو په ځواک نه کنټرول کوي، په احساساتو مو کنټرول کوي، د ګنا د احساس درکولو باندې مو کنټرول کوي، په چاپړوسي او غوړه مالي مو کنټرول کوي، په چپتیا او ویره مو کنټرول کوي. همداسې مو په دې باوري کوي چې د دوي پرېکړه ستا خپل نظر وو.
۲ - دوېم ډول شیطان په خپل ځان مین شیطان وي. دا ډول کس ستا پام جلبول غواړي، تل تحسین ته اړتیا لري، تر هر چا د غوره احساس کولو ته اړتیا لري. په پیل کې مو ممکن ډېر ځانته نږدې کړي خو کله چې ته د دوي نفس تغذیه کول بس کړې نو ناڅاپه یې چلند کې لوی بدلون راځي. که واټن ترې واخلې نو ته یې نه یادیږې بلکې هغه احساس یې یادیږي کوم چې ستا په ذریعه تر لاسه کوي.
۳ - په سوړ چلند باندې د ستراتیژي جوړونکی ؛ دا ډول خلک غصه او غبرګون نه ښي، دوي څارنه کوي، غوږ نیسي مالومات راټولوي، کله چې نور غبرګون کې بوخت وي دا ډول خلک د بل ګام اخیستو لپاره لارو چارو کې بوخت وي. خپل احساسات هېڅکله مه پرېدئ چې ستاسې لپاره پرېکړې وکړي.

کوم کس چې تل د ښه اوسېدو هڅه کوي هغه یې له منځه وړي کوم چې ښه انسانان نه دي او له انسانیت سوء استفاده کوونکي دي. اخلاق او اصول داسې وصله ده کومه چې هوښیار او مکار د مطیع کس پر ضد کاروي. کوم انسان چې د لیوانو په دې نړۍ کې د فضیلیتونو په ټال کې ځانګي هغه د ښکاریانو ښکار دی. بې کچې ښه والی د خپل ځان قرباني کول دي او په خپل ځان لیوان مړول دي. که چېرې زیان نه رسوي نو په دې مانا نه ده چې ښه دی بلکې په دې مانا ده چې د زیان رسولو وړتیا نه لري.


له خپلې لور او زوی داسې کس جوړ کړئ :
د ارامتیا په ځای فکري او مالي وده لټونکی، ماتې خوړولو ته د شکست فکر نه کوونکی او د مالوماتو په توګه یې کارونکی، د لنډمهاله خوندونو په ځای د اوږدمهاله بریا غوره کوونکی، د پایلو په ځای د پایلو زېږونکي سیستم ته کتنه کوونکی.

که دې لور یا زوی نن ستا د غصې له ویرې مطیع دی سبا ستا له غصې د ازادي لپاره درواغجن اولاد دی. همدا نن یې غېږ کې ونیسه او مینه ورکول پیل کړه. د حقیقت بدل کې د جزا په ځای لارښونه پیل کړه او د جزا په ځای د لارښونې کلکه وعده ورسره وکړه.

واکمن د دې له امله بقا نه پیدا کوي چې خلک مینه ورسره لري بلکې د بقا لامل یې له واکمن د خلکو ویره وي.
ځواک او واک اصول او اخلاقیات نه دي بلکې لرلید باندې کنټرول دی او په بې رحمه ستراتیژي د لرلید او کنټرول ساتنه ده. په هوښیاره توګه د ظلم کارونه ځواک او واک دی. په واک او ځواک کې ښه اوسېدل داسې دي لکه مېږه چې د لیوانو شپونکۍ وي. خلک انصاف غواړي، شفقت او عدل غواړي خو کله چې ځواک او واک خطر کې شي نو له درېواړو سرغړونه کیږي. واکمن د دې له امله بقا نه پیدا کوي چې خلک مینه ورسره لري بلکې د بقا لامل یې له واکمن د خلکو ویره وي. همداسې انسان د وفاداري له امله وفادار نه وي بلکې ګټو وفادار کړی وي.

هر واکمن کوم چې تاته یو لاس د دوستي لپاره درکوي بل لاس کې یې ستا د وهلو لپاره چاړه نیولې وي. هر متحد تر هغو اتحاد کوي تر کومه یې چې له تا ګټه وي، هره پاچایي د ستراتیژي پر بنسټ هره چاره پر مخ وړي او د صداقت او اخلاص په نوم پکې هېڅ نشته وي. همداسې ظاهري بڼه د حقیقت په پرتله ډېره اړینه ده : په سیاست او د واک او ځواک لوبه کې عابد ښکاره کېدل د عابد اوسېدو په پرتله اړین دي ځکه چې د انسان په طبیعت نه پوهېدونکي ټول قضاوت په سترګو او غوږونو کوي او په مغز اورېدل او لیدل نه کوي او یا هم داسې حالت کې ساتل شوي وي چې مغز یې د لیدلو او اورېدلو وړتیا نه لري. دا ډول خلک ستا د پټې انګېزې لیدو وړتیا نه لري بلکې یوازې ستا د انځور لیدو وړتیا لري نو ته خپل انځور باندې ستا په اړه د دوي قضاوت کنټرول کوې.

د انسان طبیعت عابد نه دی بلکې فرصت لټونکی دی. انسان تر هغو مینه ښي تر کومې یې چې مینې ښودلو کې ګټه وي، تر هغې وفادار پاتې کیږي تر کومه یې چې ورته مناسب وي خو کله یې چې نوره ګټه نه وي نو لکه بادونه په ډېره اسانۍ خپل لوری بدلوي. هوښیار کس له دې انساني طبیعت سره جګړه نه کوي بلکې استعمال یې کوي.

انسان په ورته وخت کې باید زمری او ګیدړه واوسي، په خپل زمریتوب لیوان په منډه کړي او د ګیدړه په هوښیارۍ هر دام وپېژني. هغه زمری کوم چې د ګیدړې له هوښیاري محروم یا بې برخې وي نو د هوښیار یا مکار سړي دام کې ځان نښلوي. همداسې که چېرې ګیدړه د زمري په څېر ځواکمنه ونه اوسي نو بازان یې هوا ته پنجو کې پورته کوي. دواړو د زمري ځواک او د ګیدړې هوښیاري کې توازن ته اړتیا وي.

ستا په وږو د نورو احسانونه بارول د مکارو او هوښیارو دام دی. له کنټرول پرته له خلکو سره نیکي کول د خپل ځان پر ضد پاڅون ته لار هوارول دي. له مقصد او هدف لرلو پرته سخاوت د نورو حرص ته بلنه ورکول دي. نو دا مناسبه ده چې تاسې سره د مینې لرلو په ځای خلک له تا ویره ولري خو که چېرې دواړو امکان لره نو بیا توازن پکې وساته. ستا لخوا ویره خلکو کې ډسپلین او نظم او انظباط رامنځته کوي خو ستا لخوا خلکو ته مینه په خلکو کې تمې او توقع رامنځته کوي.

مینه د وخت له تېرېدو سره کمزورې کیږي خو ویره د خلکو زهن کې د پایلو له امله تلپاتې وي. همداسې د یو واکمن لپاره ظلم کول د اړتیا وخت کې لازم دي، د خوند اخیستلو لپاره باید ظالم نه اوسي. یو ځل ظالم شه نو انسانان دې مطیع کیږي خو که د خوند لپاره تل ظالم شوې نو خلک کرکه درڅخه پیدا کوي او په ضد دې پاڅون کوي. ویره د زهرو په توګه مه کاروه بلکې د درملو په توګه یې وکاروه.

نړۍ فضیلتونو ته جایزې نه ورکوي بلکې پایلو ته جایزې ورکوي. د مقام د لټون په ځنګل کې انسانیت کول بقا نه مومي. کله چې د انسان پلار مړ شي نو د خپل پلار مرګ، مینه او ژوند یې ډېر ژر هیریږي خو د خپل پلار میراث یې هېڅکله نه هیریږي. همدا لامل دی چې انسان خپله وینا تر پوځونو ځواکمنه جوړوي تر څو پرې د خپلو ګټو لپاره مېږې تېرباسي او خپله لیوه ګېډه مړه کړي.

ریښتینی ځواک نه ښکارېدونکی او نه لمس کېدونکی دی، ریښتینی ځواک د پاچا تاج، د سرتېرو توره او مقام نه دی بلکې هغه وړتیا ده چې نور له پوهېدو پرته اړ کوي چې ستا په ګټه کار وکړي. دا ځواک لرونکی هوښیار، مکار، تېر وېستونکی، غولونکی، لاسوهنه کوونکی مشر وي.

انګلستان سیستم لره او په دې سیستم کې یې ۱۲۰۰ کسان وګمارل او همدې سیستم او د ۱۲۰۰ کسانو فکر او نظر ټول هند باندې واک چلوه. سیستم یې دومره هوښیار وو چې ټول هند یې د ځان د ګټې لپاره بوخت کړی وو.

هندوانو د دې ۱۲۰۰ کسانو او سیستم پر ضد په ۱۸۵۷ کې پاڅون وکړ . مقابل کې یې انګلستان د هند ملکي خدمات رامنځته کړل. د ملکي خدماتو لپاره یې د ټاموس مکالي د نظر پربنسټ خلک وروزل. ټاماس مکالي انګلستان ته مشوره ورکړه چې خلک دې د هند وي خو فکر، اصول، اخلاقیات دې د انګریزانو وي. د روزنې لپاره یې انګریزي کې ښونځي جوړ کړل او یادو ښونځیو کې یې د انګریزانو کتابونه په انګریزي تدریس کړل تر څو د پوهې په نوم خپلې امپراتوري ته پکې هندي غلامان وروزي. د دې چارې لپاره یې ټول هند کې په انګریزي ژبه مکتبونه جوړول پیل کړل.

بل ګام کې یې د هندوانو ترمنځ وېش رامنځته کړ او هندوان یې په سیکانو، پنجابیانو، ګورکا او بلوچانو ووېشل او په همدې نومونو یې رتبې او مقامونه ورکړل او بلاخره یې د ټول هند پرضد وکارول. هندوان یې د هندوان پر ضد پولیس کړل او د انګریزانو په څېر معاشونه ورکول یې پیل کړل. همداسې یې د هند ۵۶۰ شهزادګانو ته د واک د ادامې لپاره شرط دا کېښود چې د انګلستان پاچا ته وفاداره واوسي. په دې چارو یې هغه غلامي ممکنه کړه د کومې لپاره چې خپله د انګریزانو حضور اړین وو. له دې چارو وروسته ورته خپله هندوانو د خپل هیواد او ملت پر ضد هر څه کول.

په ۱۹۳۰ کال کې ګاندي له هندوانو سره سوله ایزه مظاهره وکړه او د تیت پرک کولو لپاره خپلو هندوانو سرونه پرې مات کړل. پایله کې دې سیستم له هند ټوله شتمنۍ انګلستان ته انتقال کړه او تر ۴۵ ټریلیونه ډالرو زیات وسایل یې ترې غلا کړل. میلیونونه هندوان د جګړو او ولږې او قحطي له امله مړه شول. د استعمار دا سیستم تر اوسه هند کې پاتې دی یوازې یې بیرغ د هند پرې نصب کړی دی او د ملکي خدماتو ادارې ته یې د هند اداري خدماتو نوم ورکړی نور هماغه څه دي کوم چې دهند د اربکیانو پرمهال وو.
Tags: