له شیطان سره زما مرکه

zakria rahimi
By -

  زه : ته څرنګه د نړۍ ۹۸ % خلک کنټرول کوې ؟

شیطان : ډېری خلک خپله داسې شرایط رامنځته کوي په کوم کې یې چې زه په ارامۍ سره کنټرول کولای شم. د ټولو انسانانو زهن له افکارو ډک وي، یاد فکرونه کمه اندازه رغونکي خو لویه برخه یې ویجاړونکي دي. زه د انسان په منفي اړخ کې یم لکه ویره، حسد او کینه کې، نا هیلیتوب او کرکه کې. کله چې د یو انسان زهن کې هر څومره همدا فکرونه زیات شي نو په ژوند یې زه ډېر نفوذ کوم. شیطان اضافه کوي چې د انسان زهن ته زه د همدې فکرونو له لارې ور داخلیږم کنه نو له دې فکرونو پرته زه د داخلیېدو وړتیا نشم لرلای.

زه : څرنګه د انسان زهن کنټرول کوې او د کنټرول لپاره یې څه د وسلې په توګه کاروې ؟
شیطان : ویره کاروم. له غربت ویره، له ناروغه کېدو ویره، له مرګ ویره، د ملګرو او خپلوانو له لاسه ورکولو ویره، د نورو له نیوکې او قضاوت ویره او له زړېدو ویره. شیطان وایي چې که له ماتې خوړولو وویریږې نو دا طبیعي او نورمال ده خو که د ماتې د ویرې له امله هېڅ پیل نه کړې نو دا چاره طبیعي نه ده بلکې لامل یې زه شیطان یم. که چېرې د نورو له نیوکې او قضاوت ویره ولرې طبیعي ده خو که د دې ویرې له امله هغه څه بیان نه کړې په کوم چې ته په حقیقت کې باور پرې لرې نو طبیعي نه ده او لامل یې زه شیطان یم. ډېری خلک د طبیعي ویرې او شیطاني ویرې ترمنځ توپیر نشي کولای.

زه : تر ټولو لوی چل دې د انسان د کنټرول لپاره څه دی ؟
شیطان : داسې حالت رامنځته کول چې انسان بې هدفه کړم او انسان اړ کړم چې د ژوند جریان ته ځان بې هدفه وسپاري. له یو هدف پرته یې سرګردان کړم، او انسان اړ کړم چې ژوند کې یې هر څه شرایط، پېښې او نور خلک رامنځته کړي او د همدې کس لپاره لوری وټاکي. دا ډول کس زه داسې حالت ته بیایم چې حیران پاتې وي چې له ژوند څه غواړي ؟ دا ډول خلک ډېرې خبرې هم کوي او ډېری وخت هغه څه بیانوي کوم یې چې خپل فکر، پوهه او تجربه نه وي بلکې هغه څه وي کوم یې چې ډېر اورېدلي وي، نورو خلکو ورته ویلي وي، له چاپېریال یې اورېدلې وي. کله چې انسان خپلې خبرې ونه لري او ژوند کې فکر ونه لري او خپل فکر یې د ځان لپاره هدف نه وي ټاکلی نو خبرې، فکر او هدف درېواړه یې زه شیطان ټاکم او یا یې انساني ټولنه کې د انسان شکل کې شیطان ټاکي. دا ډول خلک د تصمیم او پرېکړې لپاره له عقله هم کار نه اخلي بلکې له عادته کار اخلي او ژوند یې د تېروتنو دوران جوړ کړی وي. د بېلګې په توګه نن یې یو اړین کار پرېښوده، سبا هم همدا چاره کوي بله ورځ هم او د ژوند ترپایه ادامه لري.

زه : چې انسان څو کلن شي ته یې د تېروېستلو هڅه کوې ؟

شیطان : له ماشوتوبه کار پرې پیل کوم. کله چې انسان کوچنی وي نو پوهه یې دومره زیاته نه وي چې خپله هر څه وکړي بلکې له نورو په تقلید خپلې چارې پر مخ وړي. ماشوم د خپل مور او پلار ویرې ویني او خپل چاپېریال کې د لویانو خبرې اوري او د دوي هر چلند، هر فکر ، هره خبر تکراروي. له دې لارې زه د همدې ماشوم په زهن کې هغه څه ځای کوم چې خپل باورونه او خپلې خوښې یې نه دي او نه یې خپل فکر پوهه او تجربه ده بلکې چاپېریال پکې ور داخل شوی وي او هماغسې تکراري حالت ته مې د وخت له تېرېدو سره بیولی وي لکه د بې هدفه ژوند لرونکی کوم چې له دې نه وي خبر چې له ژوند څه غواړم. د همدې ماشوم زهن له دې راګرځوم چې له ځانه دا پوښتنه ونه کړي چې دا زما خپل فکرونه د ټولنې تحمیل شوي فکرونه دي او که زما خپل فکرونه دي ؟
زه : له تا سره څه په دې چارو کې ډېره مرسته کوي ؟
شیطان : هر هغه سیستم مرسته کوي کوم چې خلکو ته دا ور زده کوي چې د څه په اړه باید فکر وکړي خو دا نه ور زده کوي چې فکر باید څرنګه وکړي. دا سیستم دا نه ور زده کوي چې څرنګه خپل استعداد پیدا کړي او ورته متوجه شي، څرنګه خپل تصمیم خپله ونیسي او د خپل ژوند او هدف خپله وټاکي. هر هغه سیستم کوم چې انسان کې په ویرې خپرولو یاد شوي له منځه وړي همدا سیستم له ما سره تر ټولو لوی مرستندویه سیستم دی. خو کله نا کله هغه څه ډېر ښه دي هم مرسته راسره کوي خو د مرستې لپاره باید له خپلې کچې او توازن بهر شي. لکه پیسې چې د ژوند لپاره د وسیلې په ځای د ژوند په ټوله مانا بدلې شي. لکه د نورو لخوا تایید او تصدیق یوازې خوښونکی نه وي بلکې د ژوند په هدف بدل شوي وي.

زه : د انسان کوم عادت له تا سره د انسان په ګمراه کولو کې مرسته کوي ؟
شیطان : له ماتې خوړولو پس د انسان ناهیلیتوب ! ډېری خلک کوم چې ژوند کې له خنډونو سره مخ کړم نو ناهیلی کیږي، په خپل ځان باور له لاسه ورکوي، په خپلو وړتیاو شک پیل کوي. خو ځینې وخت ماته خوړل انسان نه ناهیلی کوي بلکې تر پخوا یې نور هم ځواکمن کوي او هدف ته د رسېدو لپاره غوره لارې چارې لټوي په کومو چې زما زور نه دی بر او زه یې نشم ګمراه کولای. دا ډول خلک د ماتې خوړولو پرمهال له ځانه پوښتنه کوي چې د چارو تېروتنه مې چېرې وه او کوم ځای کې باید بریا ته د رسېدو لپاره بدلون راولم. د دې خلکو لپاره ماته خوړل ناهیلیتوب نه دی بلکې مالومات دي او همدا مالومات ورته وایي چې هدف ته د رسېدو لپاره لاره بدله کړه.

زه : تر دې هم کومه بله لویه وسله لرې چې انسان پرې ګمراه کولای شې ؟
شیطان : هو ! تر ټولو لویه وسله ناپوهي، ویره او هوس دی. نا پوهي تا له خپل ځان، خپل ژوند، خپل چاپېریال، او ستا ژوند کې له پېښو ناخبره ساتي او د دې لامل کیږي چې ته بدلون پکې رانوړلای شې. همداسې ویره د دې لامل کیږي چې که ته له هر څه خبر هم شې نو د ویرې له امله بدلون پکې نشې راوستلای. او هوس د دې لامل کیږي چې ته په دې هم پوهیږې چې یو انتخاب یا خوښه دې په ګټه نه ده خو بیا دې هم هوس اړ کوي چې همدا نا سم انتخاب وکړې.

زه : شیطان صیب په دې نړۍ کې ستا تر ټولو لوی دشمن څوک دی ؟
شیطان : هغه کس چې په مستقله توګه خپل مغز، فکر، پوهه، تجربه په هر حالت کې کاروي او ژوند یې له مانا ډک هدف باندې بدل کړی وي. نور خلک یې د خپلو ګټو لپاره نشي استفاده کولای، د خلکو عادتي کړنې یې له فکر کولو نشي راګرځولای. خپل انتخابونه د خپلو معیارونو پر بنسټ کوي. هر کله چې یو انتخاب کوي نو له خپل ځان دا پوښتنه کوي چې ایا دا انتخاب مې خپل هدف ته رسوي او که مې له خپل هدف راګرځوي او بل لور ته مې بیايي او بیا له سالم فکر کولو پس ځان ته ځواب وایي. هغه خلک کوم چې چاپېریال نه پرېږدي چې د زهن په مالک یې بدل شي. د خپل زهن کنټرول بل ته لاس کې نه ورکوي.

زه : شیطان صیب له مرکې مو ډېر خوښ شوم تاسې ته ښه دوزخ غواړم او انسانانو ته ښه جنت غواړم تر بیا مو خدای په خپل غضب کې لره !

چپتیا ځواک رامنځته کوي، او بې کچې وضاحت ورکونکی ځواک او واک دواړه له منځه وړي. په خپل احساساتو کنټرول له انسانه کمزوری کس نه جوړوي برعکس لاس وهونکي په چپتیا کې په شا تمبوي او شاتګ ته یې اړ کوي. کله چې ته له غبرګون ښودلو ډډه وکړې نور ځان افشا کوي او خپل حقیقت څرګندوي. کوم کسان چې خپل غبرګون او احساسات کنټرول کوي دوي د لوبې پایلې هم کنټرول کوي. چپتیا کمزورتیا نه ده بلکې ستراتیژي ده.

واټن کې خطر له پامه غورزول ځان نسکورول دي. ورته چمتوالی کول بقا ده.

کوم مار چې زهر نه لري نو نړۍ یې د پړي په څېر کاروي. احترام په مهرباني نه ترلاسه کیږي بلکې په خطر ترلاسه کیږي. کله چې انسانان پوه شي چې ته بېرته وار نشې کولای، بېرته زیان نشې ورته اړولای، بېرته غچ نشې اخیستلای نو دوي دې په استعمالولو پیل کوي. لامل یې دا نه دی چې دوي له تا کرکه لري بلکې لامل یې دا دی چې د دوي کړنې بېرته ورته پایلې نه لري. ته دې ته اړتیا نه لرې چې غاښونو کې زهر وکاروې خو غاښونو کې باید زهر ولرې کنه نو ډېر بې ارزښته پړی به درنه جوړ کړي.

یوازې بزدله ویرېدونکي له سیاست ډډه کوي، یوازې کمعقل په سیاسیونو باور کوي. بزدله ځکه له سیاست تېښته کوي ځکه چې مخالفت یې نا ارامه کوي. کمعقل ځکه په سیاسیونو باور کوي ځکه ارام ورته له حقیقت اورېدلو او موندلو زیات اړین وي او حقیقت اورېدل یې نا ارامه کوي. سیاسیون دواړه استعمالوي.

سیاست د فضلیتونو او ویناګانو په اړه نه دی، همداسې د رایو ورکول هم سیاست نه دی. سیاست یو جوړښت دی. په دې جوړښت کې باید انسان د انګېزې ټاکونکی ولټوي او په دې ځان پوه کړي چې د ملت د انګېزې ټاکونکی څوک دی، د ژبې کنټرول کوونکی پیدا کړي، په دې جوړښت کې د هغه کس موندل اړین دي کوم چې دا پرېکړه کوي چې کوم سوال جایز او کوم اجازه نه لري.

په سیاست کې ډېری خلک شخصیتونو ته کتنه کوي، غصې ته کتنه کوي، فعالیت ته کتنه کوي، خو کوم کسان چې جوړښت ته کتنه کوي نو دوي له ځانه دا پوښتنه کوي چې څوک یې قیمت ادا کوي او له دې ادا شوي قیمت څوک ګټه اخلي. دې ته کتنه کوي چې څه نه ویلای شي او څوک نه نشي ویلای او کله هم چې ته جوړښت ته کتنه وکړې نو سیاست ته لکه د نورو په څېر ورته نظر نه لرې.

یو انسان څرنګه په ډېره اسانه طریقه پرته له دې چې لاس ور وړو له منځه وړلای شو ؟ تر ټولو اسانه طریقه یې له خپل زهن سره په جنګ کول دي. اوس ممکن ځینې دا سوال ولري چې څرنګه زهن انسان له منځه وړلای شي ؟ د انسان زهن یوازینی داسې زندان دی چېرې چې زنداني په خپله د زندان پیره دار هم دی. په نړۍ کې اکثریت ماته خوړولو ته خپل دشمن ماته نه وي ورکړې دوي ته خپل فکر ماته ورکړې وي. د یو انسان له منځه وړلو لپاره تاسې زنځیرونو ته اړتیا نه لرئ بلکې دومره کافي ده چې په خپل ځان یې باور له منځه یوسئ او په خپل ځان او وړتیاو یې شکمن کړئ. کله هم چې یو انسان په خپل ځان باور له لاسه ورکړي نو د خپلې هرې پرېکړې په اړه بیا بیا فکرونه کوي او له هر ډول راتلونکې ویره لري، پایله کې دومره ویره پیدا کوي چې نور په هېڅ وجه خپل فکرونه او وړتیاوې په کړنو او عمل نه بدلوي.

اوس ممکن ځینې دا فکر وکړي چې ولې زهن دا چاره ترسره کوي ؟ ځکه چې زهن فکر کوي چې که چېرې اندېښنه او تشویش وکړې نو د خوندیتوب لپاره چمتوالی نیسې او له خطر پرې د خپل ځان محافظت کوې. زهن فکر کوي چې که چېرې د هر خطر وړاندوینه وکړي نو د درد مخنیوی کوي. خو اندېښنې او تشویشونه د درد له را رسېدو ډېر مخکې ستاسې ارام له منځه وړي.

خطر له تا بهر نشته ستا په داخل کې دی، دشمن له تا بهر نشته او تر ټولو بد دشمن ستا په داخل کې دی. یو انسان په هرې ماتې خوړلو کې او له لاسه ورکوونه کې بقا ممکن کولای شي خو له خپل منفي تولید شوي فکر تېښته نشي کولای. که چېرې ته ژوند کې د خپل ځان تر ټولو بد دشمن کېدل نغواړې نو منفي فکر مه تولیدوه کنه نو خپل ځان به دې پخپله په ډېر تدریجي شکل له منځه وړی وي. په ژوند د پوهېدو لپاره فکر کول اړین دي خو دومره هم نه چې خپل زهن کې خپل ځان پخپله زنداني کړې. ډېر فکرونه د راتلونکې ستونزې نه حل کوي یوازې اوسمهال له منځه وړي.
Tags: