یو وخت د یو بزګر په پټیو کې یو خر مړ شو. بزګر له ځان سره فکر وکړ چې په دې خر څه وکړم ؟ بلاخره له فکر کولو پس یې خر د پټیو په یوه خالي څاه یا کوهي کې واچوه. د پټیو ټولو موږکانو پرېکړه وکړه چې څاه یا کوهي ته په اسانه ترلاسه کېدونکو خوړو پسې ټوپ کړي. کوهي ته له ټوپ کولو پس یې خر ټول وخوړه بلاخره له خوړلو پس یې هڅې پیل کړې چې له کوهي بهر راووځي خو راوتلو یې امکان نه لره. بلاخره ولږې موږکان اړ کړل چې په یو بل برید وکړي او خپله کې یو بل وخوري.
کله چې یو وروستی موږک پاتې شو نو بزګر راغی او دا موږک یې په پړي باندې له کوهي راووېسته. د راوېستلو لامل یې کوم زړخوږی نه وو بلکې د دې موږک استعمال وو.
کله یې چې یاد موږک را ووېست نو موږک د خپلو خوړل زده کړي وو او سترګې یې تکې سرې وې. له همدې امله یې نور د بزګر بوټي نه خوړل بلکې بوټو ته له رسېدو سره سملاسي یې د خپل نسل په موږکانو پیل وکړ او د یوه یوه وژل یې پیل کړل. بلاخره دا درس یې د ډلې نورو موږکانو ته هم ور زده کړ او له څه مودې وروسته سره ډلې ډلې شول او هرې ډلې د بلې ډلې خوړلو باندې پیل وکړ.
همدې لوبې ته سیاست کې "د وېش دام یا تلک" نوم اخلي چېرې چې پاسه ناست خلک په خپله کې په هېڅ وجه جګړه نه کوي بلکې یوازې داسې چاپېریال جوړوي چېرې چې لاندې خلک خپله کې په جنګ کوي او یو بل پرې وژني. ډېری خلک په همدې لوبه کې د ژوند ترپایه ایسار پاتې وي او د بل په راپرزولو کې بوخت وي او له دې نه وي خبر چې د بل چا د لوبې برخه باندې یې ځان بدل کړی دی. که چېرې دې ډول دام کې ګیر شوی یې نو جذبات مه پرېږدئ چې د خلکو د اهدافو لپاره ستا بدن او ژوند وکاروي بلکې خپل فکر وکاروئ او له دام د وتلو لار په خپل فکر ولټوئ.





